ماشومان مسئولیت منونکي وروزئ

  ژباړه: حمیدالله حمیدي
پاک، ښایسته او منظم کور نعمت دی؛ دا ډول کورونه د ځان لپاره شرطونه لري چې تر ډېره ستاسو په ماشومانو پورې اړه لري. ماشومان کولای شي له درې کلنۍ وروسته د کور په کارونه کې برخه واخلي؛ "ان باکس" مشهور او پېژندل شوی ارواپوه دی چې د کور په کارونو کې یې د ماشومانو د ونډې په اړه ځینې لارې چارې په ګوته کړې دي. هېڅ یو ماشوم هغه مسئولیتونه چې ورته سپارل شوي، په اسانۍ سره له یاده نه باسي، له وړکتوبه حتا له درې کلنۍ څخه له هغوی څخه وغواړئ چې هر سهار یې خپل ويښتان منظم ږمنځ کړي او خپل د لوبو سامانونه یې په یو ځانګړي ځای کې کېږدي، کله چې دوی هر سهار دغه کارونه سرته ورسول، په حقیقت کې تاسو خپلې ټاکلې موخې ته رسېدلي یاست، د کور په کارونو کې د ماشومانو مرسته د هغوی عمر او چمتووالي ته په کتو توپیر کوي.
هغه څه چې له ماشومانو یې باید تمه وشي
د ماشومانو لپاره د کور په کارونو کې ونډه؛ هغوی ته یوه طبيعي کړنه وښیاست، د هغوی لپاره دا روښانه کړئ چې دوه ډوله مسئولیتونه شته دي:
۱- د خپلو کارونو مسوولیت: د بېلګې په توګه د خپلې خونې منظمول، خیرن کالي خپلې جالۍ ته وړل او د لوبو سامانونه پر خپل ځای کې اېښودل.
۲- د کور د کارونو مسئولیت: د بېلګې په توګه پر نمناکه ټوټه د مېزونو پاکول، د مېز د سر وسایل منظمول او ګلدانیو ته اوبه ورکول.
ماشومان کولای شي له شپږ کلنۍ وروسته د دوو یا درېیو شخصي کارونو او یوه کورني کار توان ولري او پر غاړه یې واخلي. موږ کولای شو په یوه ورځ کې ورته یو یا دوه مسئولیتونه لکه د خپل خوب د ځای ټولول او د مېز پاکول، د اونۍ په اوږدو کې ورته د دې مسوولیت ورکړو چې خپل اتاق منظم کړي او په څنګ کې ورسره د مرغانو د قفس پاکول او د میاشتې په اوږدو کې له دې لږ دروند مسئولیت لکه د موټر مینځل پر غاړه ورکړو.
که هغه له ځینو کارونو سره ستونزه لري او یا نه غواړي چې ترسره یې کړي، د بېلګې په توګه نه غواړي د کثافاتو ستل خالي کړي او یا نه غواړي خپل اتاق منظم او مرتب کړي، د کورنۍ د نورو غړو په سلا او مشورې سره ورته بل داسې مسئولیت ورکړئ چې خوښ یې وي او پر خپله یې د ځان لپاره وټاکي؛ مثلأ له هغه وپوښتئ چې غواړې د مرغانو قفس پاک کړې او که غواړې مېز پاک کړې او د مېز د سر سامانونه تنظم کړې؟ په دې ډول هغه پرېکړه کوي او له خپلې غوښتنې سره سم خپله دنده پر مخ بیایي.
د ځان غوښتنې او د ماشومانو مسوولیتونه پر کاغذ ولیکئ
که مو اولادونو ته کارونه په ورځني ډول و وېشئ، بې له شکه به یې پر خپل وخت او پوره شوق سره ترسره کړي. که څو اولادونه لرئ، دندې یې ورته پر کاغذ ولیکئ او د یخچال پر مخ یې ورته وځړوئ، دا ورته په ګوته کړئ چې دغه ستاسو دنده ده، هرو مرو یې باید ترسره کړئ. دغه کار د دې سبب ګرځي چې تاسو یو منظم، مرتب او پاک کور ولرئ، ماشومان به با تربیه او پر خپل ځان بسیا انسانان جوړ شي.
یو شی مو باید له یاده ونه وځي چې د مور او پلار کړنې د اولادونو لپاره الګو ګرځي، کوم کارونه چې تاسو د ورځې په اوږدو کې ترسره کوئ، اولادونه مو له شک پرته ستاسو تقلید کوي، نو هڅه وکړئ ماشومانو ته مو ښه مثال وګرځئ.
غوښتنې مو باید واضح وي
که مو ماشوم پر لوبو بوخت وي او ترې وغواړئ چې نانوایۍ ته ولاړ شي او وچه ډوډۍ راوړي، که دغه خبره ورته هر څومره په نرمه لهجه او له خندا ډکې خوله او خوږه ژبه وکړئ هم خبرې ته به مو چندان ارزښت ورنه کړي او قبوله به یې نه کړي، باید وخت ورته ورکړل شي تر څو خپل انتخاب وکړي؛ د بېلګې په توګه ورته و وایاست: "که هر څه کوې خو د ماخوستن لپاره ډوډۍ په کار ده." هغه د دې خبرې په اورېدو سره د مسئولیت احساس کوي او دا خبرې یې له ذهنه نه وځي، هرو مرو به خپل کار ترسره کوي.
کله چې وړو ماشومانو ته وایاست چې کوټه مو منظمه کړئ، کېدای شي خبرې ته مو سم پام ونه کړي، ښه خبره دا ده چې کارونه یې ورته تقسیم کړئ "کتابونه دې په بکس کې واچوه، افرین اوس د چای خوړلو وخت دی، موټرک دې دلته کېږده، وروسته به پرې ساعت تيري وکړې او داسې نور..." په دې ډول خبرو سره مو ماشومان متوجه کېږي او خپل کارونه په ډېر ښه صورت سر ته رسوي. که کله هم تاسو د دوی دغه کارونه په خپله وکړئ او په بدل کې یې ورته ووایاست چې ایا نو زه ستا مزدور یم؟
په دې ډول خبرو سره تاسو هغوی ته یوازې خپل غوسه ور انتقالوئ او بس او هغوی ته څه نه شئ ور زده کولای، ښه ده چې خپلې خوښتنې مو په ډېره ارامه لهجه ورته ووایاست، لکه "ډوډۍ دې وخوړه لوښي یې پر خپل ځای کېږده، د مېز سر دې هم پاک کړه، بل وخت نه همدا چې له ډوډۍ خوړلو وزګار شوې."
له زوی او لور سره یو ډول چلند وکړئ
وروستۍ څېړنې ښیي چې نجونې تر هلکانو ډېر د کور په کارونو کې برخه اخلي، کېدای شي له هلکانو دا وغوښتل شي چې د خوب اتاق او خپل ځای دې منظم کړه، خو داسې په ډېر کم پېښ شوي وي چې له هغوی وغوښتل شي چې د خوړو په پخولو او یا د کالیو په ټولولو کې مرسته وکړي. دغو توپیرونو او تفاوتونو ته باید پام وکړئ، د نجونو په حق کې دغه ډول کړنې بې انصافي ده چې د کور ټول کارونه باید یوازې هغوی ترسره نه کړي.
ګرانو میندو! په دې اړه هم لږ فکر وکړئ، کېدای شي یوه ورځ خپلې لوڼې بل کور ته واده کړئ، په هغه صورت کې نه شئ کولای د کور ټول کارونه په یوازې ځان وکړئ، که مو په دې برخه کې خپل زامن هم وروزئ خپل کارونه به مو اسانه کړئ، نو ښه خبره دا ده چې د کور کارونه په مساوي ډول د خویندو او وروڼو په منځ کې ووېشل شي تر څو مو د بلې ورځې غم هم خوړلی وي.
نه تنبه او نه جایزه
که قوانین واضح وي، د تنبيې لپاره اړتیا نه لیدل کېږي او فایده نه لري، ښه ده چې د خپلو جوړو کړو قوانینو پایلې ته په تمه شئ؛ د بېلګې په توګه اولادونو ته مو و وایاست: "کله مو چې دغه کار ترسره کړ کولای شئ لوبې وکړئ" یا "تر کله مو چې د کوټې کالي نه وي ټول کړي نه شئ کولای تلوېزیون وګورئ.» کله مو چې ماشومانو خپل ورسپارلي کارونه ترسره کړي، ورته ووایاست، دا چې د کور کارونه د ټولو شریک دي، نو جایزه ورکول هم کومه معنا نه لري. ماشوم ته مو داسې احساس ورکړئ او ورته ووایاست چې د دوی کارونه تاسو ته مهم دي؛ د بېلګې په ډول هغوی ته ووایاست: "ستا کارونه ډېر ارزښتناک دي او په کور کې ستا کار کول له موږ سره غټه مرسته کوي." او له هغوی څخه مننه وکړئ: "له ما سره دې مرسته وکړه ډېره مننه ګرانه!"