ژباړه: حمیدالله حمیدي
خلاقیت او نوښت معنا دا چې په یوه نوې لارښوونه باندې د یوه کار کول چې کېدای شي پایله یې مثبته وي او یا هم منفي، له دې مه وېرېږئ چې کومه پایله به لاس ته را نه وړئ.
که مو مثبته پایله ترلاسه کړه، ښه تر ښه، خو که خدای مه کړه پایله یې منفي وي هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې.
بیا هڅه وکړئ، ډېرې لارې شته چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط چې له هڅې لاس وا نه خلئ.
د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ، وروسته بیا موکې ته په کتو د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.
زړه ماتوونکو خنډونو ته ارزښت مه ورکوئ او مخ پر وړاندې ولاړ شئ
ستاسو ذهني خلاقیت هغه وخت په ګل راځي چې ستاسو لپاره یوه مثبته فضا برابره وي.
هڅه وکړئ چې ځان ته روحیه ورکړئ؛ که په کوم کار کې بریالي شوئ، ځان مو وستایئ او که بریالي نه شوئ، ځان ته ډاډ ورکړئ چې نورې لارې چارې هم شته چې په ترې ګټه اخیستو کولای شئ خپلې موخې ته ورسېږئ، نو له همدې کبله له مثبت فکره کسانو سره ناسته ولاړه ډېره ګټوره ده.
د ځان لپار ښه او مشوق ملګري وټاکئ او هغه څه مو چې به ذهن کې راګرځي له داسې کسانو سره یې مه شریکوئ چې منفي فکر لري؛ ځکه هغوی مو له خپله کاره زړه توري کوي.
د ښوونځي په دوران کې مې یو مهربانه ملګری درلود او تل به چې له هغه سره وم د خوښۍ احساس به مې درلود، له ټولو ښېګڼو سره سره هغه یوه ستونزه درلوده چې ارمانګراه نه و او په خپلو منفي فکرونه سره به یې زما په ذهن کې ټوکېدلي لوی لوی فکرونه هم له خاورو سره خاورې کول.
کله به مې چې د خپلو موخو په اړه ورته خبره وکړه، نو ضرور به یې ورته یو خنډ پیدا کاوو او ویل به یې چې دغه کار ناشونی دی.
له ځان سره مې وویل چې نور ورسره خپلې موخې نه شریکوم، خو ملګري به تر یوه حده ورسره پالم؛ له نېکه مرغه هوډ مې دومره قوي و چې هر څه مې غوښتي خدای پاک ورته رسولی یم، خو تر ټولو راته مهمه دا وه چې زه وتوانېدم د خپل ملګري فکر هم د خپل فکر په څېر کړم.
تل هڅه وکړئ، هغه څه چې د ځان لپاره غوره بولئ، د نورو لپاره یې هم غوره کړئ.
له ماتې مه وېرېږئ
دا مه هېروئ چې ماتې او ناکامۍ له هر کار سره ملګرې دي، خو هغه وېره چې له بایللو مخکې ستاسو په زړه کې پیدا کېږي، هغه زهرو ته ورته ده چې ستاسو وجود فلجوي او له حرکته یې غورځوي.
که مو سل ځله د «نه» غږ واورېد، کېدای شي په یو سلو یو وم وار د «هو» غږ واورئ چې د دغه غږ په اورېدو سره به مو د وجود ټوله ستړیا له منځه ولاړه شي.
پوه شئ چي د هرې ستونزې لپاره حل لاره شته
دغه ځل چې له هرې پېښې او ستونزې سره مخ شوئ، له ځان سره و وایاست چې پرته له یوې حل لارې نورې هم شته او دغه کار باید هرو مرو ترسره شي.
په دې سره په پوره ډاډ عمل کوئ او وایاست چې که له دې لارې دغه ستونزه حل نه شي، بله لاره هم شته، همدا ده چې تاسو په خپل ذهن کې خلاقیت او نوښت ته روزنه ورکړې ده.
د انرژۍ په سرچینه پسې وګرځئ
کېدای شي هغه چاپېریال چې تاسو په کې ژوند کوئ، چندان انګېزه بښونکی نه وي، خو بې له شکه چې داسې کسان او وسایل شته چې تاسو ته انګېزه درکړي.
الهام بښونکي کتابونه او تکړه لیکوال ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اسکار» وګورئ چې په هغو کې لویو لویو کسانو ته جایزې ورکول کېږي.
که موخه لرونکي او خلاق و اوسئ، لرې نه ده چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو پر مشهور کس بدل شئ.
د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شئ.
هڅه وکړئ ځان داسې ځای ته ورسوئ چې لایق یې یاست.