ژباړن: عطا محمد میاخېل
یو بریالی کس د ځانګړو شرایطو لرونکی نه دی، بلکې ذهنیت لري، چې په بریا باندې یې تمرکز کړی دی. دلته د بریالیو او ځیرکو کسانو له اوو ذهني ځانګړتیاوو سره آشنا کېږو.
تل زموږ له پاره په زړه پورې ده، چې ولې ځینې کسان د نورو په پرتله بریالي دي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره، چې مقام غوښتونکي دي.
د ریچارد برانسن، ایلان ماسک، او بیل ګیټس په څېر کسان څه ځانګړتیاوې لري، چې تل پیاوړي او بریالي دي او هېڅکله د بریا له لټې څخه لاس نه اخلي ؟
د دې پوښتنې ځواب لږ څه پېچلی دی، خو کولای شو، چې زده یې کړو. له دې بریالیو کسانو څخه هریو یې ګډې ذهني ځانګړتیاوې لري، چې د زده کړې وړ دي، هغه ځانګړنې، چې موږ ډېری یې کولای شو، ترې کار واخلو او جلا زموږ له موخې څخه، زموږ له پاره به ګټورې وي.
۱ ـــ بریالي کسان ماتې جدي نه نیسي:
دا کسان ماتې د بیا پیل له پاره یو فرصت ګڼي، خو دا ځل خپل فعالیتونه په ډېرې ځیرکۍ ترسره کوي. هغوی پوهېږي، چې ماتې د ژوند یوه برخه ده او که چېرې له یوې ستونزې سره مخامخ نه شي، نو په عادت بدلېږي. هغوی ګټونکي دي، ځکه له بریا سره عادت شوي دي او که ماتې وخوري، له مخکې پرتو ننګونو څخه خوند اخلي.
۲ ـــ بریالي کسان ځان پېژني او مني یې:
که چېرې تل ځان ګرم بولئ، نو د پرمختګ شونتیا به ونه لرئ. بریالي کسان پوهېږي، چې د خوشالۍ یا هر ډول بریا په لور لومړی ګام دا دی، چې ځان وپېژنئ او وې منئ. تر ټولو ځیرک ذهن چې کولای شئ، وې لرئ، د ځان منل دي. تاسو نباید له ځان سره جګړه وکړئ.
۳ ـــ بریالي کسان مشخصې موخې لري او هغو ته د رسېدو له پاره هڅې کوي:
د یوه خوب لرل، ډېر ښه دي او د یوې موخې او خوب لرل د پوهې نښه ده ! ځکه موخې تر لاسه کېدونکي خوبونه دي. بریالي کسان تل خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې دي، ترڅو مثبت بدلون را منځته کړي. نا لیدلې موخې د لیدلو وړ ګرځوي. هغوی تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو خپل افکار مجسم کړئ او تل خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې واوسئ. موخې د دې لامل ګرځي، ترڅو له ځانه وپوښتئ: آیا کوم کار چې ترسره کووم، کولای شي ما خپلې موخې ته ورسوي ؟ بریالي کسان نه یوازې موخه لري، بلکې موخې یې ډېرې سترې دي او تر هغه وخته، چې هغو ته نه وي رسېدلي، نه درېږي.
۴ ـــ بریالي کسان په چانس باندې تکیه نه کوي:
معجزې ته د هیله من اوسېدلو پرځای، دا کسان د چارو واګي په خپل لاس کې نیسي. تاسو تل یوه ټاکنه لرئ: تاسو کولای شئ خپل ذهن کنټرول کړئ، یا پرېږدئ، چې ذهن مو تاسو کنټرول کړي. چانس ته د چارو نه سپارل، ستاسو دنننی ځواک، قاطعیت او د ارادې پیاوړتیا څرګندوي. کله چې تصمیم نیسئ، چې کوم څیزونه کنټرول کړئ، له سترو پېښو سره مخامخ کېږئ.
۵ ـــ پورته یاد شوي کسان اجازه نه ورکوي، چې ستونزې لار ترې ورکه کړي:
که چېرې ستاسو ذهنیت منفي وي، نو ستونزې ډېرېږي، تاسو دروي او له خپل تګلوري څخه مو بې لارې کوي، په داسې حال کې، چې ځیرک او مثبت ذهنیت د دې لامل کېږي، ترڅو ستونزو ته د خلاقیت او نوښت له پاره د یوه دلیل په سترګه وګورئ. تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ستونزو ته د ستونزې په سترګه وګورئ. بریالي کسان پوهېږي، کله چې په ستونزو باندې تمرکز کوئ، نو لا ډېرې ستونزې به پیدا کړئ، خو کله چې د احتمالاتو په اړه فکر وکړئ، نو ډېر زیات فرصتونه به پیدا کړئ.
۶ ـــ بریالي کسان قاطع دي:
تر ټولو بریالي کسان ماهر تصمیم نیونکي دي. هغوی په ځان باندې شک نه لري. هغوی هغه مالومات، چې اړین دي، تر لاسه کوي یې، خپل ذهن چمتو کوي او تر ټولو غوره اپشن د هغه څه پر بنسټ، چې پرې پوهېږي، غوره کوي. که چېرې په خپل تصمیم کې یې تېروتنه کړې وي، ترې درس اخلي، خو په نه ټاکلو سره، په تېروتنه تورن کېږي.
۷ ـــ بریالي کسان تل د زده کړې په حال کې دي:
که غواړئ، چې بریا ته ورسېږئ، له هغه ذهنیت څخه چې د بودایزم په فلسفه کې د شوشین ( Shoshin ) یا زده کوونکي ذهن په نامه مشهور دی، ګټه واخلئ. په اصل کې د تاسو په هرڅه باندې د پوهېدلو ښکارندویي نه کوي او په ځوان، لېواله، خلاص ذهن سره، زده کړې، ودې او پرمختګ ته چمتو یاستئ. تجربه زموږ ټولو له پاره ښوونکې ده، خو له هغې څخه د ګټه اخیستنې له پاره باید زده کړې ته چمتو واوسئ.
که چېرې د بریالي اوسېدو له پاره جدي یاستئ، نو پورته یادې شوې ځانګړتیاوې په یاد ولرئ او وګورئ، چې په ژوند باندې مو څه اغېزه لري.