
کله چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو شپو کې ناټو د امریکی په سر لښکری پر افغانستان حمله وکړه، د طالبانو نظام را نسکور او د بن د کنفرانس د پریکړي مطابق موقته د شپږو میاشتو د پاره اداره د حامد کرزی په مشری رامنځ ته شوه. د شپږو میاشتو وروسته د دوه کلنه موقته اداره د اضطراری لویی جرګې تر پریکړي وروسته بیا هم د حامد کرزی په ریاست رامنځ ته شوه، حامد کرزی د نړیوالو په پوره ملاتړ تر دوه کالونو وروسته د ولسمشری ټاکنو ته لار هواره کړه، تر ټاکنو وروسته بیا هم حامد کرزی د افغانانو منتخب ولسمشر شو.
سوال دا دی ولی په دومره لویه کچه اداری فساد په افغانستان کې حاکم شو؟ چې نن پس له ۱۴ کالونو بیا هم دوخت نظام ته یوه لویه ننګونه دي؟
څه باید وشی تر څو د نن اداری فساد ورک او یا حد اقل را کم یا کنټرول شې؟
کله چې په ۲۰۰۲ کې بهرنیان افغانستان ته راغلل د دوی ټولو ستر سرلښکر د امریکی هیواد وو، دوی په داسی یو وخت کې راغلل چې پر افغانستان د ډیرې سختی کورنۍ جګړي او تریخ غربت شال خور شوی وو، خو بیا هم افغانانو هر سهار نوی هیلی را ټوکلی.
اداری فساد په لومړی سر کې دوه بعده لری:
الف: کورنۍ یا داخلی بعدونه
ب: بهرنۍ یا خارجی بعدونه
الف: کورنۍ بعدونه: کله چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان په راتلوونکې یوه غیر عادلانه پریکړه وشوه، یواځي پکی یوي ډلی او یا یوه لوري خپل حق تر لاسه کړ پرله شکه چې ملی تاریخی ناورینونه یې رامنځ ته کړل او افغانان یې تر نن پورې په اور کې لوګې کیږي.
کورنی بعدونه ممکن زیات وی خو د څو دلته په لنډه توګه یادونه کوو:
لومړي: د کورنۍ جګړی د رهبرانو څنګ پر څنګ کینول د اداری فساد هغه ستر عامل او سبب دی چې بدبختانه تر ننه یې افغانان په اور کې لوګۍ کیږي. دوی په خبرو نه دوی د پيسو او یا هم د سیاسی واک په بدل کې یو بل ته د مجبوریت موسکا وکړه.
دوهم: هیڅ یوی سالمی او یا حد اقل په نامه اداری نشتون: دا هم هغه څه وو چې د نړیوالو مرستو په اداره کې مهم رول یې لرلو په لومړیو شپو کې په هیڅ یو وزارت کې حتی سپینی ورقی د مکتبو د لیکلو دپاره نه وو.
دریم: د مسلکې، اداری، مدیریتی، اقتصادی کادر نشتون.
څلورم: هیڅ یو مالی، اداری، حقوقی او ټولنیز قانون او سیستم نشتون.
پنځم: ضعیفه او غریبه افغان ادارې شتون ددی سبب شو چې د امریکی په سفارت کې د حامد کرزی د اداری سره موازی حکومت رامنځ ته شو دا هغه څه دی چې په بهرنی بعد کې به یې هم یادونه وکړو.
پورته نور او ورته شرطونه ددی سبب شول چې ځینو مشرانو ته د عوایدو یوه ښه شتمنه لار وټاکل شوه دوی په ډير کم وخت کې د خپل ژوند لارو او چلند ته تغیر ور کړ، ځینو رهبرانو چې د قومی رهبرۍ د فریب د پاره یې لونګې پر ځاي خپل څادر په سر کلو په کم وخت کې یې هندې ورښمینی لنګوټي په سر کړلې، هغوی چې د ژوند ښه سورلې به یې خر وو خو په کم وخت کې یې کادلاک جاپانې موټر په کور کې ودریدل، هغه چې په کویټه کې یې سپی جنګول په کم وخت کې یې زریداره موټر او د ښځینه سندرغاړو محفلونه د شخصی ذون او شوق د آرامولو دپاره جوړ کړل، هغوی چې د پوزئ خولۍ به یې په سر کوله په ډير کم وخت کې یې هندی شپو خولۍ په سر کړه او ځان یې د یو منور شخص په توګه ښکاره کولو. هغه چې په میاشتو میاشتو به یې د ځان ویښتان نه خریول په ډیره لوړه سویه به یې آرایش او سینګار کولو، او نور ورته خپل سرو د افغانستان په برخلیک لوبی وکړي.
خو په ورته وخت کې له غربه ځینی روزل شوي تیکنوکراتان هم راغلل په غرب کې یې برګرو خیټه په درد کړی وه خو ډیر ژر یې ورځ په کابل شپه په دوبی کې تیروله.
دوی ټول د افغانستان د اولس له هغه وخت او اوسنیو ستونزو بیخی بیخبره شول، افغانانو به د غربت له لاسه خپل اولادونه پلورل خو د زیاتو رهبرانو د آسانو خوراک به کیلی او بادام وو، افغانانو به له غم غربته اوښکی تویولی خو دوی به دومره مست وو چې نیشی به یې له سترګو اوښکی را روانې کړي. هغه جهاد چې افغان اولس هم پری شهید، ټپی او هم بی کوره شو خو دوی هر وخت به ویل (ای خلکو! د مجاهدینو قدر وکړ مجاهدین موږ یو که موږ وو تاسی به وی او که موږ نه وو تاسی به نه وي) د یو رهبر له ویناوو څخه..
بیدون له شکه دا او ورته نور د اداری فساد هغه ستر عوامل دی چې نن یې افغانان او افغانستان په ټوله نړۍ کې بدنام کړي خو دوی اوس هم په نړۍ کې قدر لری او هم یې مشر شمیری، او هم یې نازونه اخلې.
ب: بهرنی یا خارجی عوامل:
لومړی: له افغانی فرهنګ، او فهم څخه بی خبری
دوهم: له افغان حکومت سره د امریکی په سفارت کې د موازی حکومت رامنځ ته کیدل.
دریم: د ځینو متعصبو او خپل ګټو ساتونکو مشرانو په غیږ کې نیول او وخت ناوخت د هغوی په واسطه د ناآمنیو رامنځ ته کول. د ځینو لویو قراردادونو ورکول هغه کسانو ته چې دوی ته ژمن وو.
څلورم: په نظامی میدان کې له افغان جنرالو سره په ځانګړي ډول امریکایی، برتانوي، جرمنی او فرانسوی جنرالونو نه همغږي او د جګړي د دوام سبب کیدل.
پنځم: د بهرنیانو په ځانګړی ډول د امریکی د موخو ګونګ کیدل
شپږم: په افغانستان کې د بهرنیانو جنګ له پاکستان سره، ګواکې چې طالب د نسکورلو په موخه
بهرنیانو هم په افغانستان کې هغه څه نه کول کوم چې د افغان اولس غوښتنه وه دوی په خپلو موخو پسی ګرځیدل او هغه څه به یې کول چې د ځینو لویو ناخوالو سبب کیدو.
په افغانستان کې د اداری فساد حاکم کیدل پرته له شکه چې دوه اساسی اړخونه نور هم لری چې د پاس دوه بعدونو سره یې نشو یو ځای کولای په لاندې ډول تشریح کیږي.
په افغانستان کې د اداری فساد دوه اړخونه:
الف: کورنۍ اړخونه
ب: بهرنۍ اړخونه
الف: کورنۍ اړخونه: اداری فساد په افغانستان کې له لوړ پوړو چارواکو او کمزورې رهبری له امله رامنځ ته شوی، دوی په لوی لاس یواځي د خپل جیب په فکر کې وو او دي، تر نن پوری د قوی ریښه لرونکې اداری فساد له امله په هیڅ یوه دولتی اداره کې بنسټیز کارونه نه دی تر سره شوي. لویو او ټولنیزی وزارتونه او اداری د ځینو رهبرانو د خوشحالی د پاره هم ورکړل شوي.
د لویو مافیایی کړیو له خوا په ځینو هغه چوکیو او دولتی بستونو کې کسان ټاکل کیدل او کیږي چې یواځي به د همدوی خوښه وه، په کال ۲۰۱۴ کې د یوی سروی په ګمرکاتو کې وښودله چې افغانستان ته د کال ۴۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ کیلو ګرامه طلاء راځې د افغانستان ګمرکات یواځي ۴۰۰ کیلو ګرامه طلاء ټکس لګوي چې هر کیلو ګرام باندې ټکس ۱۵۰۰ امریکایی ډالر وو.
په کال ۲۰۱۵ کې یوي بلی سروي بیا هم په ګمرکاتو کې وښودله چې له ۲۰۰۳ کال څخه راپدی خوا افغانستان ته ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت موبایلونه راغلی خو د اداری فساد پر وړاندې دمبارزی افغانی شبکې په خپله سروی کې وښودله چې یواځې له ۲۰۰۳ کال څخه بیا تر ۲۰۱۵ پورې د موبایل ټکس ۱۲۰۰ میلیونه افغانې کیږي.
د افغان اقتصاد پوه او څیړونکې تریالی وفا د ارقامو له مخې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۳ پورې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یواځي د چرګې هګې افغانستان ته راغلی وي چې ګمرکاتو یواځي د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هګیو د ټکس اسناد لري.
د جوړوني او بیا رغونی په پروژو کې دومره لوی اداری فسادونه شوي چې حتی د هغې دلته نوم اخیستل یوه لویه ننګونه ده، د ځمکو د غاصبینو د نوم اخیستل خو هغه څه دی چې وړاندې کول یې له خپل ژوند سره لوبی دی. خو تر ۹ میلیونه هکتاره زیاته ځمکه غصب شوي ده.
د کورنیو او دفاع وزارت په لوجیستیکې قراردادونو کې یو زیات شمیر بی ګناه افغانانو حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکړي. حتی په کال ۲۰۱۳ کې د یوی میاشتی د پاره په ټولو ځواکونو (د غاښو کریم، د غاښو بورس او د لاسو صابون) بند شوی پیسئ یې یواځي او یواځي د یو شخص جیب ته تللی دي.
د خیالی پولیسو او خیالی مکاتبو او استادانو دوسې هم د لوړ پوړو چارواکو له دوسیو څخه دي.
که د اداری فساد یا هم د مفسدینو په دوسیو دلته بحث وکړو پرته له مبالغی یاده لیکنه به تر سل پاڼو هم زیاته شې.
د ملی وحدت حکومت هم له اداری فساد سره هغه څه نه کوي د کومو مبارزو چې ژمنه کوي، د بروکسل تر کنفرانس وروسته د ملی وحدت حکومت لوی کورنۍ دنده اخیستی چې شاید تر ټولو سخته ورته له اداری فساد سره مبارزه وي. د ملی وحدت حکومت د اداری فساد سره د مبارزې په موخه عالی شورا او عدلی او قضایی مرکز رامنځ ته کړی خو دواړه جوړښتونه تر زیاته بریده سیاسی کړنې تر سره کوي چې هیڅکله به هم خپلی کړي ژمنی ته ونه رسیږي. که نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره د اداری فساد په مبارزه کې ملاتړ ونه کړي اوسنې حالت به لا نور هم پسی ترینګلې شې. موازی اداری به هیڅکله هم د اداری فساد په نوسخه کې ځای ونه نیسئ، تر هغې چې معلوماتو ته د لاس رسئ حق مدنی نشې، تر هغې چې د حساب ورکونې دود عملی نشی، تر هغې چې پاک سیستمونه رامنځ ته نشی، تر هغې چې د اداری فساد لویی دوسیی ونه څیړل شې، تر هغې چې عملی مبارزه له ارګه او وزارتونو له مقامونو څخه پيل نشې. نور به یواځي خبری وشې خو معبرین به ړانده، کاڼه، شل او بی فکره کسان وي.
له اداری فساد څخه د پاک افغانستان په هیله
لیکوال: ذبیح الله وردګ