څنګه به کریکټ بورډ ناکام ثابت کړو؟!

 
په دې وروستیو کې په افغانستان کې یوازې کریکټ د دې سبب شوی دی چې خلک یو څه خوښ وساتي او له مرګو ژوبلو څخه لږ د ارام سا ورکړي خو وروستيو قومي او ژبني تعصوبونو له خلکو سره لږ ویره پیدا کړیده چې هسې نه خدای مکړه دا خوښي به هم له لاسه ورکړو او یوځل بیا به په پردیو لوبډلو شرطونه سره لګوو، چې اسټرالیا د یې وګټي او یا د یې پاکستان وګټي.
زه چې خپله د خوست ولایت اوسیدونکی یم او د کریکټ لوبې یو ځانګړی مینوال یم ماته په کریکټ کې نه خوستوال مهم دی او نه ننګرهاری ما ته سمیع الله شینواری او نورعلي ځدران د یو لاس ګوتې ښکاري. زه تل په وړتیا پسې ځم د لوبې ګټل او د افغانستان بریا راته مهمه ده نه خوستوال او ننګراهاری. ټول لوبغاړي د یو بیرغ لاندې یو هېواد ته د یو هدف لپاره خولې تویوي. دا چې موږ او تاسې په فسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کې د قوم پرستۍ دیوالونه سره وهو دا نو بیا زموږ په فکر باندې دلالت کوي چې څومره فکر مو جوړ دی.
د کریکټ بورډ لاس ته راوړنې  چې په دې وروستیو کې زیاتې شویدي د کریکټ بورډ محالفین غواړي، چې له بېلابېلو لارو کریکټ بورډ ناکام ثابت کړي. دغو کسانو بېلابېلې فسبوک پاڼې او اکاونټونه جوړ کړیدي او داسې بې منطقه دلیلونه ورڅخه خپروي چې څوک یې په ټوکو کې هم نه ورسره مني. په دروغو اوازې خپرول چې فلانی لوبغاړی له اجرایه رییس سره مشکل لري، فلانی لوبغاړی له فلاني سره مشکل لري، دا ټول هغه څه دي چې یوازې له شر خوټولو پرته بل څه نشي ترې تر لاسه کیدای. د افغانستان د ملي لوبډلې په بې رحمه اوپنز بېټسمېن شهزاد محمدي پسې یې هم دا اوازه خپاره کړي وه چې له کریکټ بورډ سره مشکل لري. خو څو ورځې وړاندې چې شهزاد په یوه مرکه کې وویل، چې له کریکټ بورډ سره هېڅ مشکل نلري او دغه خبرې یې رد کړې.دوی بل دلیل درلود نه او ویې ویل چې په شهزاد محمدي باندې د کریکټ بورډ لخوا فشار و چې داسې ووایه. ښه دا دلیل به اوس څوک ومني؟ که شهزاد ریښتیا هم له کریکټ بورډ سره کومه ستونزه درلودی حتماً یې ویله ځکه له شهزاد سره وړتیا ورسره ده مینوال یې تر شا ولاړ دي.
 څه موده وړاندې یې په شفیق الله شفق پسې ویل چې له کریکټ بورډ څخه کلک خفه دی اوظلم ورسره شوی دی دغه خبره هم دروغ ثابته شوه ځکه شفق چې په اختر کې د عدالت جام اختریز ټورنمنټ ته خوست ته راغلی و ماته یې خپله په یوه مرکه کې وویل چې له کریکټ بورډ څخه هېڅ ګیله من ندی .ده ویل هره اداره اصول لري او باید چې مراعات شي.  همدارنګه په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایاتو کې د کریکټ بورډ خلاف لاریونونه چې شل کسان به هم نه وو پکې او د ښوونځي په زده کوونکو به یې د لاریون ګډونوال اضافه کول هغه څه وو چې موږ او تاسې دا ترې معلوملوی شو چې دغه کسان څومره په حقه دي. که ریښتیا هم په کریکټ بورډ کې فساد وای بیا به شل کسان سړک ته روتل او لاریون به یې کوه؟  ایا ټول ملت ویده دی او یوازې دوی ویښ دي؟؟؟ د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د لوبو پر مهال به یې په فسبوک کې لیکل چې سمیع الله شینواری ننګرهاری دی ځکه یې کېنولی دی چې شهزاد اوټ شو ویې لیکل چې د شهزاد له بورډ سره مشکل لري زړه یې خفه و ځکه ژر اوټ شو. ښه لېونی به دا خبرې وکړي؟؟
د ننګرهاري او خوستوال خبرې ته موږ او تاسې هوا ورکړیده نوروزمنګل د کریم صادق د زړه سر دی،  شهزاد د نورعلي د زړه سر دی.  ټول لوبغاړي یو او بل ته له وروره کم ندي د دوی تر منځ د ننګرهاري او خوستي خبره نشته تل یې هڅه دا وي چې هېوادوال خوښ وساتي لوبې ورته وګټي او پر شونډو یې موسکا خپره کړي، خو زموږ او تاسې د خدای ج مل شي په قومي او ژبني تعصوبونو پسې مو سترګې ووتې هر وخت په دې فکر کې وو چې اوس څه ډول شر وخوټوو او کریکټ بورډ ناکام ثابت کړو.
لمر په دوو ګوتو نه پټیږي او نه هوا په پړیو تړل کیږي.   په ښه معیار د شپږیزې ترسره کیدل، د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د پردیو لوبغاړو راتګ،  له نړیوالو لوبډلو سره د سریزونو برابرول، د بېلابېلو هېوادونو په کورنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو اخیستل دا ټول هغه څه دي چې د اوسنۍ ادارې په هڅو باندې دلالت کوي.  نورچې څوک هوا په پړیو تړي تړي دې کریکټ به مخکې روان وي.