زرلښته حفيظ
ته پوهيږي هماليا کې مې جانان دی
د کلونـــــه مې ليدو ته ډير ارمان دی
زما د لوړ پامير غرور پکې ښکاريږي
هندوکش او د سپين غر يو منظره دی
هريرود په شانته سيند لري ملګری
د کوکچې او دواښان يو ننداره ده
په هواره کې دا ټول زړونه خيرن دي
پيدا کړی مې دغره کوچي پاک زړه دی
د ګنګا سيند کې لاهو شه لامبوزنه
هماليا ته به راځم دا مې وعده ده
د سيند غاړې ته را ځه په دمه دمه
تاج محل د شاه جهان نښه د زړه ده
څو هندي خالونه غواړمه لتانه
سپين لاسونه ښايسته په شنو خالونو
د مراد په لټه ګرځم په زيارتونو
تاج محل نه پير بابا پوری مې زړه دی
د حفيظ د سر په سترګو ورته ګوری
خړو دوړو کې پا مير په شان ښايسته دی
د جنګونه ستړی زړه مې سوله غواړي
هما لياپه لوری تګ مې تلو سه ده
دځوانيمرګ ارمان دټولګۍ نه
وروستي