سخاوت  که منافقت؟

 
     افغاني حاجيان هر کال عربستان ته په سل ګونو ميلیونه ډالره ګټه رسوي. خو له بده مرغه پدې پیسو د مجاهد، طالب، داعش او نورو اسلامي بنسټپالو ملاتړ کیږي. هغوی راځي او د ( جهاد) په نوم نه ښوونځی راته پرېږدي، نه سړک، نه کلینک، نه معلم او نه هم انجینیر.
     په داسې حال کې چې هېواد مو په مدرسو، قاریانو، طالبانو او ملایانو ډک دی، حتی لوړې علمي موسسې او پوهنتونونه مو هم د بنستپالنې په مرکزونو بدل شوي؛ عربستان سخاوت کوي او په سل هکتاره ځمکه د ۵۰۰ ملیونه ډالرو په ارزش د نړۍ په سطحه یو لوی اسلامي پوهنتون راته جوړوي. دا پدې معنی چې مونږ چې پخپله د تروریزم او بنسټپالنې تر ټولو ستر قربانيان یو، لدې وروسته به د تروریزم او بنسټپالنې په یوه صادروونکي هېواد بدلیږو.
     آیا په کابل کې د دې پوهنتون لپاره ځای نشته او که کابلیان یې نه غواړي؟ چې کابلیان یې نه غواړي، نو ننګرهاریان هم دومره ساده نه دي. خپل غږ دې پورته کړي. که عربستان په رښتیا هم سخاوت کوي، په اوسني وخت کې مونږ روغتونونو ته اړتیا لرو.  د علاج لپاره هند او پاکستان ته منډې وهو، پاته شو اسلام، هغه شکر په هر ښوونځي، هره مدرسه او هر پوهنتون کې تدریس کیږي