
د (خولې بواسیر) اصطلاح د خوست په ډېرو سیمو کې مروجي بڼه لري، دغه اصطلاح هغه وخت ډېره کارول کیږي چې د کلیو بانډو وزګاره ځوانان د ساعتېرولو په وخت کې د چکې ( لډو)، پرو پرو (قیطو قیطو) او دې ته ورته لوبې پیل کړې نو د تماشچیانو له جملې چې هر یو د دغو لوبو په مینځ کې له اجازې پرته مداخله کوي او یا مشوره ورکوي نو دغې مداخلې یا مشوره ورکوونکي ته، لوبډله د خولې بواسیرو اصطلاح کاروي.
او یا هم کله چې ځوانان د چکې یا قیطو لوبې پیل کوي نو مخکې له مخکې د لوبې یوه ډله مقابل لوري ته وایي چې د خولې بواسیر ازاد دي کنه، مطلب د تماشچیانو مداخله او یا مشوره په لوبه کې ازاده ده کنه؟
خو دا پورتنۍ اصطلاح اوس په بله بڼه هم ډېره کارول کیږي هغه دا چې که یوڅوک په یوه موضوع کې بې غوښتنې، بې مالوماتو مداخله وکړي، یا شله توب کوي، په اصطلاح چې په هرڅه یې سر لغړ وي، یا هم د دوو ملګرو تر مینځ فاصله جوړوي، په یو انسان پورې بد عیبونه ورتپي، یوه مسله له ښه لوري بد لوري ته کشوي، درسته ورځ د نورو په نیمګړتیاوو پسې ګرد ګرځي او لنډه دا چې له خولې یې شر پیښیږي، نو داسې تن د خلکو په مینځ کې بیا په دې مشهور وي چې پلانی د خولې بواسیر لري.