ټنبلې مو په ژوند کې د ناکامۍ لامل کېږي

 
دا چې ټنبلي مو په وجود کې ځای نیسي، یوه طبيعي خبره ده؛ خو دغه څه هغه وخت ستونزمن او زموږ پر زیان تمامېږي چې عادت یې وګرځوو. ټنبلي د انسان موخې او راتلونکې له خاورو سره خاورې کوي.
کېدای شي په یوه ورځ او یوه میاشت کې مو خپلې دغه ستونزې ته پام نه شي خو کله چې کلونه پرې تېر شي پر زیان به یې پوهېدای شئ چې په خپل ژوند کې مو څومره فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړي چې بیا پرې افسوس کول کومه ګټه نه شي درته رسولای.
که تاسو یو ټنبل کس یاست او پر لامل یې هم نه پوهېږئ، ښه ده چې پوه شئ په ژوند کې موخه نه درلودل او د راتلونکې په اړه فکر نه کول مو د ټنبلۍ اصلي لامل بلل کېدای شي.
که غواړئ چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په همدې ډول ژوند وکړئ نو همداسې اوسئ، خو یوه څه مو باید په یاد وي چې ژوند ستاسو په لاس کې دی، څه ډول مو چې زړه وي هماغسې پر مخ ځي، نو ښه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ او پوره ګټه ترې واخلئ.
له شک پرته چې تاسو له دې نه هم د ښه ژوند په لټه کې یاست؛ ځکه خو دغه لیکنه لولئ او پر دې باور لرئ چې یوه ښه راتلونکې مو په تمه ده. کېدای شي اوس د خپل زړه دغه باور ته په سم ډول متوجه نه شئ، خو څومره چې زیاته هڅه وکړئ په هماغه کچه به بریا هم لاسته راوړئ.
د څو شېبو لپاره له ځان سره فکر وکړئ چې همدا اوس د څه په لټه کې یاست، تر هغه چې یو څو په زړه پورې موخې مو نه دي په ګوته کړې له ځایه مو مه پورته کېږئ.
دا مهمه نه ده چې د کومو موخو په اړه فکر کوئ خو چې هر څه وي له خوب کولو یې هم درته جدي ونیسئ. کله مو چې موخې روښانه کړئ د یوه ښه مهالوېش په لټه کې شئ. هره ورځ د هغو کارونو په لټه کې اوسئ چې موخې ته مو نږدې کولای شئ او ورو ورو مو دغه کارونه درته په ورځنۍ دنده بدل کړئ.
په دې ډول سره په پرمختګ پیلوئ، موخې مو شکل پیدا کوي او ژوند درته په زړه پورې کېږي، کله چې درته ژوند په زړه پورې شو، نو د کار کولو شوق درسره پیدا کېږي چې په پایله کې به مو له ټنبلۍ ځان ژغورلی وي.
دغه ټکی هم باید له پامه ونه غورځوئ چې «سوکالي او ارمتیا د هغو خلکو خیال دی چې په رښتیا سره یې وړتیا ولري.»