ماشومانو ته مو خوندي چاپېریال جوړ کړئ

 
د ماشوم لویول، د فولادو کلا جوړول دي؛ ټولې میندې او پلرونه پر دې ښه پوهېږي چې د کوچنیانو ساتنه او پالنه څومره سخت او ستړی کوونکی کار دی، په تېره بیا هغه وخت چې ماشوم خاپوړې او ورپسې ګرځېدل زده کوي.
په دې وخت کې باید ماشومانو ته جدي پاملرنه وشي، تر څو ورته خدای مه کړه کوم زیان ونه رسېږي. دا سمه ده چې په دغه سن کې ماشوم ته زیاته پاملرنه په کار ده، خو له دې نه لږ په زیات عمر کې هم باید د ماشوم له ساتنې او پالنې غافل نه شو؛ له ګرځېدلو وروسته کله چې ماشوم منډې زده کوي او یو څه د شوخۍ طرف ته ځي، ټوپونه او خېزونه وهي، لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا ده.
ماشوم په لوړ ځای کې یوازې مه پرېږدئ
تر ټولو مهم او اړین ټکی چې باید په پام کې ونیول شي، په لوړو ځایونو کې د ماشوم له ګرځېدلو څخه ساتنه ده؛ هېڅکله هم باید ماشوم په لوړ ځای، لکه د خوب تخت او یا دې ته ورته نورو ځایونو کې یوازې پرې نه ښودل شي. ماشوم ته اجازه مه ورکوئ چې په لوړو او خطرناکو ځایونو، لکه په بام او بالکن کې لوبې وکړي.
د کوټې د کړکیو پلې د ماشوم لپاره د یوه خطرناک شي په توګه په پام کې ونیسئ، که کله غواړئ چې د کړکۍ پلې خلاصې کړئ، څو کوټې ته تازه هوا او لمر را دننه شي، خپل ماشوم ته مو خیال کوئ چې په دې وخت کې کړکۍ ته نږدې نه شي. که غواړئ دغه کار ترسره کړئ، ښه خبره دا ده چې د کړکیو په پلو کې جالۍ ولګوئ او یا هم سیخونه په کې تېر کړئ.
تېره شیان له ماشومانو لرې وساتئ
د یوې شېبې لپاره مو هم ماشوم په هغه ځای کې چې دغه ډول وسایل په کې شتون ولري، مه پرېږدئ؛ ځکه ماشومان خپل دوست او دښمن نه شي تشخصولای، دوی دا ډول خاصیت لري چې هر څه ته لاس وړاندې کوي او له هر څه سره مینه کوي، ان که هغه اور هم وي.
کیمیاوي توکي او درمل په خپل مناسب ځای کې کېږدئ
کیمیاوي او د کالیو مينځلو توکي او دغه راز دارو او درمل په داسې ځای کې کېږدئ چې ماشومان ورته لاسرسی ونه لري؛ ځکه ماشوم له هر شي نه ژر متضرره کېږي.
تاوده او سره څېزونه
د یوې شېبې لپاره هم ګرم څېزونه لکه وتو، چای جوش او دې ته ورته نور څه له ماشومه لرې وساتئ، د داسې مېز پر سر یې مه ږدئ چې ماشوم مو ورته رسېدلای شي. که شی لږ هم ګرم وي، ماشوم ته په دې ډېر زیان رسوي چې د ماشوم پوست تر لویانو نازک دی او ژر ورته خطر پېښېږي.
له برېښنایي وسایلو سره پام وکړئ
د کور ټول برېښنایي وسایل په یوه مخصوصه کڅوړه کې واچوئ؛ ځکه په برقي وسایلو کې ډېر داسې څه شته چې ماشوم ورته لاس وړاندې کوي او په پایله کې ورته زیان رسېږي. تاسو باید په کور کې د هر څه لپاره مناسب ځای ولرئ، په هېڅ صورت مو باید ماشوم هغو شیانو ته چې ورته زیان رسوي لاسرسی ونه لري.
ان که ستاسو ماشوم دې مرحلې ته نه وي رسېدلی چې اورلګېت ولګوي، خو بیا هم که په لاس ورشي، کېدای شي خولې ته یې کړي چې د اورلګېت د دواړو خواوو درلودونکې تېزاب ورته د زهرو په شان دي او ډېر زیات جانبي عوارض ورته پېښولای شي.
د خوب پر وخت مو هم ماشوم ته د کمې روښنایۍ اسانتیا برابره کړئ:
ډېر کله ماشوم د شپې نیمه شپه له خوبه پاڅېږي، هغوی چې ګرځېدلی شي، امکان شته چې له خوبه له پورته کېدو سره سم ولاړ شي او حرکت وکړي، نو ښه خبره دا ده چې تاسو د ماشوم په کوټه کې کم روښنايي لرونکي ګروپونه وکاروئ، تر څو له یوې خوا مو ماشوم له کوم څه سره ونه لګېږي او له بلې خوا مو ماشوم د ډار احساس ونه کړي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه