
په افغانستان کې د شته نا امنیو زیاتېدل او تر څنګ يې اقتصادي مشکلات ډېر افغانان دې ته مجبور کړل چې په کور دننه او بهر نورو هېوادونو ته کډوال شي،ځېنو یې بیا له پخوا د مهاجرت ترخې شپې او ورځې سبا کولې،داسې هم ویل کېږي د تنظمي جنګونو وروسته په ۲۰۱۵م زيات شمېر افغانان مهاجرت ته مجبور شوي،چې د چارو شننونکي يې عمده وجه د دوه سري حکومت جوړېدل په ګوته کوي،خو ترڅنګ يې بیا د ګاوندي هېواد پاکستان څخه هر ورځ افغانان په زور او زياتي شړل کېږي،ښايي چې دا مهاجر د سیاست ښکار شوي وي،ځکه په سیمه کې د پاکستان داېمي دوښمن هندوستان سره افغان ولسمشر اشرف غني په اوسنیو وختونو کې د بل هر وخت ډېرې نږدې اړيکې لري؛ د بل ګاونډي ایران سره هم همدا حال دی، خو د ځينو په وینا په ایران کې لوړ شمېر افغانان په نشو روږدي شوي او معتادان دي،اکثره يې چې خپل هېواد ته ستانه شوي،هغوی هم په دغه ناوړه عمل اخته دي؛
په ورته وخت کې د تېرې یکشنبې په ورځ د افغان حکومت او د اروپا اتحادیې تر منځ داسې یو تړون لاسليک شوی چې د دې تړون په مټ به د اروپا اتحادیه وکولی شي،چې رد شوي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي،هغه هېواد ته چې په تېره یوه هفته کې تر دوه سوو زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی،او په سوونو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي، دا تړون په داسې وخت کې د دواړو خواو تر منځ لاسلیک کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د بل هر وخت څخه ډېر خراب دی،او لا د خرابېدو خواته روان دی،په کندوز کې دوامداره جنګ،هلمند فاریاب او بغلان کې هم طالبانو سره جګړې زور اخېستی، په ننګرهار د طالبانو تر څنګ داعش ډله هم په اوس وخت د افغان حکومت لپاره ستره ننګونه ده،که څه هم حکومت د داعش ماتولو خبره کوي،خو لا هم یوه ننګونه ده،څه موده مخکې یو الماني تلویزیون ته د افغانستان مرستیال خارجه وزير حکمت خلیل کرزي وویل چې،افغان حکومت د څلوردېشو ولایتونو څخه یودېرش ناامنه دي،او مونږ په جکړه کې اخته یو؛بلخوا د شمشاد تلویزیون یوې پوښتنې ته په ځواب کې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر وویل:چې افغان حکومت دومره توان نه لري چې عېنې وخت کې جنګ او عملیات وکړي؛نه غواړم چې خبره بلخوا ولاړه شي،د کډوالو په تړاو یوه عمده او اساسي پوښتنه پېداکېږي هغه دا چې ایا افغان حکومت په اوسني وخت کې د خپلو کډوالو ستانولو ته اماده دی؟که چېرته ځواب هو وي نو د پاکستان څخه راغلو کډوالو ته افغان حکومت څه کړي؟!
ایا کوم پلان هم لري،نه؛د ګمبيري ډاګ،د کابل کېمپ او ورته نور ځایونو کې نوي راغلي کډوال پراته دي،کومک او مرسته څه چې د څښاک اوبه هم نه لري؛په بروکسل کې د افغانستان په تړاو کانفرانس څخه مخکې ځېنو رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې،که چېرته افغان حکومت خپل مهاجر ونه مني نو د اروپا اتحادیه به افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي،خو د کانفرانس مخکې دا تړون لاسليک شو،چې د المان په شمول ځېنو اروپايي هېوادونو کې د افغان مهاجرو لخوا مضاهرې وشوې؛
د امريکا نوموتې ورځپانې ،نیویارک ټاېمز په خپله یوه ګڼه کې د دې سرليک لاندې مقاله خپره کړی:”جګره د افغان کډوالو په انتظار ده“په مقاله کې وړاندې راغلي افغان کډوال هغه ځایونو ته استول کېږي چېرته چې ورځ تر بلې امنیت خرابېږي،د امنیتي ځواکونو ترڅنګ زیات شمېرعام خلک هم وژل کېږي؛
د نوي راغلو مهاجرو ژوند هم په اروپا کې د ستونزو او مشکلاتو خالي ندې،خو د دوی په وینا افغان حکومت يې اوس په زخمونو ورته مالګې دوړوي،نوید خزان په جرمني کې د مهاجرت شپې سبا کوي،خزان وايې٬٬ټول افغانان به ليوني شي ځکه هېڅ یو ته يې خوب نه ورځي د دې لاسليک له وجې٬٬د ځينو په وینا افغان حکومت دومره کمزوری دی چې د اروپا اتحادي ته يې د شته ستونزو په تړاو قناعت ندې ورکړی؛په ایران او پاکستان کې تقریبا شپږ ميلیونه افغان مهاجر ژوند کوي،خو اوس شپږویشت غړي هېوادونه یوازې یو میلیون افغانانو ته ځای نشي ورکولی،د مهاجرو ملاټر ګوند او پروزوال په شمول نورو نړۍ والو په دې تړون کلکې نيوکې کړي.