
هغه هم د نورو ماشومانو په شان د اختر نه مخکې اختر ته خوشحاله وه،لوبې به يې وکړې وکړې وروسته به په منډه د مور څنګ ته ورغله او په غاړه کې به يې ورته دواړه لاسونه واچول بیا به يې په نيمه ژبه مور ته وویل:مولې ماته به اول تیاله جوله اخی،بنګي،کون،سوخي او نورشینه به هم اخم ښه؟
مور به يې خپله لور ځانته نږدې کړه او د هغې هره نیمه خبره به يې ورته په خوږه ژبه مثبته ځوابوله،خو چې ځانته به شوه د خپل خاوند ناليدلی مړې او د زلمي زوی کونډې پيغلې به همېش په سرو سترګو ژړوله،خو شبانه به يې چې خوا ته راغله بس زر به يې ځان پدې او په هغې کړ؛
خلکو به پېغور ورکاوه چې ستا پلار خو،مالوم ندې خدای خبر چې ستا پلار به وي او کنه،ځکه تر اوسه مونږ ونه ليده،شبانې به چې دباندې د خپلو همزولو دا خبرې واورېدې،خپله د چینطرو لوبه به يې پر ځاي پرېښوده او د کور په طرف به يې چنطرو شروع کړه،په منډه به يې ځان کور ته ورساوه،اې!مورې پلار څه ته وايې،زما او ستا پلار شته؟!
د هغې مور په خپل ناچاره زړه د غمونو غرونه درلودل،او د دې غرونو به همېش د اوښکو چېنې روانې وې،خو د شبانې مخکې به يې زر اوښکې پاکې کې کړې،او د هغې په ماشومه لهجه به يې ورسره خبرې پېل کړی،شبانې ګلې غوړه ډوډۍ درته پخه کړم او که چپس؟
نه مورې اول راته خېر دی ووايه چې پلار څه شی دی،مونږ کره شته؟!
مور يې ځواب نه درلوده،اخ شبانې ډوډۍ به مې ټولې سوزېدلي وي،زه تاسره دلته په مرکه یم،د تناره غاړه کې يې ښه په سرو سترګو وژړل،بیا يې پورته آسمان ته وکتل سر يې ستور کړل لاسونه يې لپه کړل،خدایه! زه د دومره غمونو طاقت نه لرم د شبانې پلار او پروېز چې هر چېرته وي،ما هم هملته ور وغواړه...
نوموتې او مشهور،لالا قومندان د خلکو په مالومولو کې خپل خاص مهارت درلوده،دې به په سیمه کې د خلکو ډېر بد راتله،لوړ پلن سړی و،هر چېرته يې خلک پېژندل هر څه به يې چې زړه غوښتل هغه يې کولای شو،هغه ته يې پلان ورکړی و،چې تر څو به د خلکو بد راځي،یو کار باید وکړي چې په خلکو کې محبوبیت پزدا کړي،ټول نوي،تنکي او بې روزګاره ځوانان يې د لږ معاش په مقابل کې مقرر کړل،دې ځوانانو څه پنډونه او پېټي نه چلول خو یوازې فلمونه يې ليدل يې کار و،دې هلکانو کې د شبانې ورور نوې نوې ور داخل شوې و،څو ورځې به تېرې نه وې،چې هماغه دنګ سړی د څو نابلاده خلکو سره راغی،دوی ټولو ته يې اته اته زره کلدارې ورکړې که څه هم د پروېز په شمول د ډېرو هلکانو میاشت نه وه پوره،لالا قومندان ته هغو خلکو په بله ژبه څه وویل خو بیا دې ورته خبرې ترجمه کړی او زیاته يې کړه،بل وارې چې معاش اخلۍ باید چې هر یو د هغه پينځو پينځو نفرو نومونه په ښایسته خطونو وليکئ چې په حکومت،موئسسو،شرکتونو کې کار کوي،بیا يې مونږ ګورو که د پینځو زیات شو هم څه پروا نه کوي بلکې ښه خبره ده؛
پروېز ته چې د کور ټول کارونه ور تر غاړې و،د قومندان لالا خبره ترې هېره شوې وه،زر زر يې د څلورو نفرو نومونه وليکل پینځم نوم يې د خپل پلار وليکه ځکه هغه هم د يوې موئسسې پېردار و...
ډېرې ورځې نه وې تېرې شوې چې د پروېز پلار يې د هغوی ځای ته مخ پټو خلکو بوتلو،یو نابلاده کس د پروېز پلار سر ته ودرېد هغې هر ډز سره الله اکبر ناره کوله،پروېز زر خپل پلار پسې ور پورته شو او هڅه يې کوله چې پلار وژغوري او عکس العمل وښايي،خو دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړ...
خېر دی نوره نوره مه ژاړه لېونۍ به شی،لاړه شه هغوی ته ووایه چې زما زوی مړ شوی او لور مو بل چاته ورکړئ،نکاح خو مو نده تړلې؛
دا خبرې د اختر په لومړۍ ورځ د باغچه ګل مور د شبانې مور ته وکړې،د شبانې مور ونه ژړل خو خبرې یې بندې شوې او تر اوسه ګونګۍ ده،چې شبانه به لا هم د پلار په مانا پوه شوې وي او کنه؟!
یا به طالب یا به عسکر شي سر به وخوري
د دې خوارې کونډې زوی هم را زلمې شو
پای
قسیم حمیدزی
هامبورګ جرمني