استازی

 
نصرو کاکا به چې د قومندان جبار کارونه ليدل نو هر وخت به يې دا دعا پر شونډو زمزه کوله چې خدایه زمونږ د قوم څخه هم یو کس فقط یو ځل قومندان کړه،چې مونږ خو يې هم یو وار دا خوند وګورو،ځکه دلته خو قومنداني په تعلیم،پوهه،لياقت او استعداد نده، که سړی ووایي چې مونږ يې مستحق نه یو،کنه زمونږ په قوم کې داسې کوم سر نشته یا زمونږ قومنداني نه خوښېږي...
غنم مو لا ترېشل کړي نه وي چې جبار قومندان سړی رالېږلی وي،ماسته مو په کټوۍ کې ترې نه پاتې کېږي،هره ورځ يې مېلمانه وي،په لانجه ورسره اوښتي یو،دا هر څه يې لا بلا پسې کړه اوس يې راته نوي ګلان کرلي،چې هرو پنځو بچو کې یو د قومندان صېب حق کېږي،اوس به نو مالونه هم دې ته څرو،خدایه زما دعاوی خو یو ورځ قبولي کړه،او یا راڅخه دا عذاب لرې کړه چې یو د ارامو شپو ژوند وکړو؛
قومندان صېب تر ډېر وخته خپل حقونه ټولول،ژوند يې ورځ تر بلې پرمختګ کاوه،بېت الله شريف ته تګ يې عادت جوړ شوي وه،یو ورځ د بې شمېره موټرو او ساتونکو سره کلي راغی،څلور پيت پيت غټ غټ موټر یو بل پسې ودرېدل،نصرو اکا د سړک پورې غاړې ته د لرکيو پول سره نږدې په پوله ناست وه،چې سترګې يې په تورو موټرو پرېوتې،نصوار يې توو کړل او خپلې عینکې يې زر سترګو ته واچولی،په زیر زیر يې ورته کتل چې له پاسه قدرو ماما بېلچه په اوږه را روان دی،نصرو اکا ته نږې شو سلام يې پرې واچوه؛
السلام عليکم
وعليکم السلام،چپ شه هلکه غږ مه کوه چې نن کلي ته څوک راغلی،په لمړي ځل مې داسې موټرې وليدې چې د تراکټور اربې(ټېرونه) لري خدايه دا لا کومه زمانه شوه...
قدرو ماما يې خبره ورغبرګه کړه،خبر شوې یم چې پدې موټرو کې داسې شیان دي چې په اوړي کې درته ژمې جوړوي او په ژمې کې درته اوړی جوړوي حېران به پاتې شی؛
قدرو ما ويل چې زه بې تعلیمه یم خو ته له ما بد تر يې دا خبرې خو دې د هېچا ذهن نه مني زه خېر خو،چې بل چاته يې ونه وايې د خدای نېکبخته؛دوی خپلو کې سره په دعوه وو،چې د کلي اما صېب راغی ورته مخاطب شو؛
تاسې نه یاست خبر چې قومندان صېب راغلی؟
نصرو اکا وويل:کوم قومندان ملا صېب؟
زمونږ او تاسې د خپل کلي قومندان،قومندان جبار درته یادوم
دا څنګه بې وخته راغلی دی،نه خو د غنمو وخت دی او نه مو مالونو بچي زېږولي،زمونږ په ټول کلي یوازې د قدرو غوا لنګه شوي،قدرو به درسره ولاړ شي؛
ای د خدای ساده ګانو هېڅ کوم شی درڅخه نه غواړي،فقط یو څو خبرو ته راغلی
ښه ځه چې ځو،خو ګوره ملا صېب بیا هم درته وایم چې،مالونو کې مې لا وخت شته تر اوسه هېڅ یوې بچي نه دي زېږولي،نوره ستا خوښه؛
دوی ټول هملته ولاړل چېرته چې د کلي نور خلک قومندان ته راټول شوي و،د کلي ملا صېب چې تلاوت وکړ،سمدواره يې وویل چې،قومندان صېب به تاسې ته اوس خپلې خبرې وکړي؛
ټولو خلکو چکچکې کړی قومندان صېب لا خبرې شروع کړې نه وې چې غږ يې کړ:دلته خو اوبه نشته دا ولی؟
بسم الله يې چې وویله،اول درته دا خبره کوم:چې تاسې به فکر کوئ چې جبار اوس هم بې تعلیمه دی،پام وکړئ چې نورې دا خبرې ونه کړئ،ځکه چې اوس ما ځانته په خپلو شخصي پېسو درې معلمان نیولي،یو راته د پښتو خط ښايي بل راته حساب ښایي هم په ويلو او هم په ليکلو،او بل چې دې نو هغه راته ديني درسونه ښايي،چې رښتیا خبرې يي ښه خواري مې شروع کړی خو زده کيږي مې نه نو،څو ورځې وروسته کې مې لمونځ زده شي نو ښه به وي،رښتیا نه غواړم چې ستاسې وخت خراب کړم،زه چې نن دلته راغلی یم تاسې به خبر یاست،که خبر نه یاست اوس به مو خبر کړم،ما هم ځان پارلماني انتخاباتو ته کانديد کړی،چې بیا تاسې خپل ووټونه ماته واچوئ،کور کې ښځو ته مو هم ووايې چې بیا ماته ووټ واچوي،نور نو زه خپلو خبرو ته ادامه ورکوم،خوشحاله اوسئ؛
کليوال په تمه و چې دې به نور هم څه وايې ځکه هغې وویل چې زما خبرې ادامه لري،خو چې کله يې هغه وليد چې د خپل موټر خواته روان دی دوی پوه شو چې د خاتمې پر ځای ترې ادامه وويل شوه؛
د انتخاباتو شپې او ورځې ګرمې وی،هر کانديد کوښښ کاوه چې ډېر کمپاین وکړي او ډېرې رای تر لاسه کړي،څو ورځې وروسته انځر ګل د هغوی کلي ته ولاړ،انځر ګل هېچا ونه پېژانده،ځکه انځر ګل به خلکو په هغه غوړ واسکټ پېژانده،خو نده د انځر ګل هغه واسکټ په غاړه وه،او نه يې هغه ځونډيداره خولې، د خبرو انداز يې هم بل ډول وه،د څو تنو سره د نصرو اکا دېرې ته ولاړ،هملته يې دا خبره هم ښکاره کړه چې ځان مې نوماند کړی،ستاسې په ډاډ او ملاټر،که چېرته تاسې په ما اعتماد وکړ او زه مو کامیاب کړم،نو په الله درته قسم یادوم چې زه به ستاسې خدمت کوم،او پا تاسې چې چا ظلم کړی د هغې پوښتنه به زه کوم،خو چې تاسې مې ملا را وتړئ،نصرو اکا مرۍ تازه کړه او وې وویل،انځر ګله مونږ سره به دا مرسته هم کوی چې دا مالونه او فصلونه په مونږ باندې څوک زهر نه کړي،خواري او تکليفونه مونږ تېروو او...انځر ګل په تندي لاس تېر کړ نصرو ته بې غمه شه زما کارونه به بیا وګورې خو اصلي خبره داده چې تاسې په رښتیا زما ملا را وتړئ؛انځر ګله چې بیا دې دا خبره تکرار نه کړی دا وعده د پښتون وعده ده...
نصرو اکا خپلې ټولې کورنۍ ته کارتونه واخيستل،پوره ساعتونه به يې د انځر ګل په انځورونو او انتخابي نښې خپلې کورنۍ ته لېکچرونه ورکول؛
لس ورځې به د ووټونو له اچولو تېرې نه وې چې یوه اوازه خوره شوه چې،هله انځر ګل ووټونه وګټل او د نصرو اکا هم په غوړو کې د لاس پر ځای پښه داخل شوه،نور به نو غوړ واسکټ،پېونداره څپلیو سره د تل لپاره مخه کوي،ورځې لا شپې ته ښه راغلاست نه و ویلی،لمر چګ ولاړ وه چې نصرو اکا د کلي مخ ته ارام ارام قدمونه پورته کړل،لمړی د کلي موټرچلوونکو سره مخ شو هغوی ورته مبارکي ورکړله،نصرو اکا د نصوارو دبلي ته ټپ ورکړ ګورئ ټول سړکونه اوس زمونږ شول تاسې به اوس ماته روپۍ راټولوئ،که خدای مه څه ستونزه مو جوړوله نو زما یو زنګ ووهل دي او د انځر ګل دلته راتګ بیا نو تاسې پوه شئ او انځر ګل چې هغه به درسره په کومه ژبه خبرې کوي،سبا مازيګر چې کوچیانو خپل مالونه راوستل،هغوی ته وویل،خبر شوي به یاست،نور نو غرونه ايمونږ شول تاسې نور نه شئ کولی چې ايما له اجازې نه غېر هلته مالونه وڅروئ،یو شپون پرې غږ کړ نصرو هغه خو هسې دشته ده نو په هغې خو هېڅ مصرف نه راځې هغه خو د الله په بارانونو راشنه شوي تش واښه دي نو،نصرو اکا مسک شو بیا يې په ږيره لاس کش کړ ساده ګله نو خدای جانک هم ایموږ ده؛
لږې ورځې تېروې چې نوید رخصت شوی وه او کلي ته په چوټۍ راغلی و،نصرو اکا ورسره د کلي هغه غټ برج سره مخ شو،نصرو اکا پرې مخکې شو،نویدو تا خو مبارکي هم رانکړه خبر نه يې چې مونږ وګټله؟
نصرو اکا مبارک دي وي درته،خو وایې چې:نعمت وخورې نو بیا پرې شکور وباسه،انځرګل کامیاب شو بس د هغه به ساعت تېر وي،دا افغانستان دی هر څوک خپله ټېله سموي،دا اوس چې ستا په سر کې کوم فکرونه ګرځي دا نور د هغه کارونه شول،خو یوه خبره مې واوره چې په کلي کې ځانته لانجه جوړه نکړی،خپل زوړ ژوند ته دې ادامه ورکړه او بس،انځر ګل به بیا هغه ورځ وګورې چې بیا ګله ووټونه وي،نور نو هغه نه اوزګارېږي،که مړ نه وم بیا به درته ووایم، چې زما خبره دې په یاد ده؟
نصرو اکا د نوید خبرو ته فکر کې ولاړ بیا يې وویل چې ماسره خو يې ډېرې وعدې کړي،او ویل يې راته چې سبا کلي ته درځم،خو لا تر اوسه يې درک مالوم نه شو،نويد وخندل بیا يې نصرو اکا ته وویل ډېر به درته سبا سبا وکړي،خو هغه سبا به هېڅکله را نشي؛څو کلونه وروسته چې بیا د انتخاباتو ورځې شوې،انځر ګل بیا د هغوی دېرې ته ولاړ چې بیا به يې څه کړي وي.
 
پای
قسیم حمیدزی
۱۲-۶-۲۰۱۶
هامبورګ