دلامبا/ غسل پرمهال ځینې حرکتونه دګواښ سربېره دمړینې لامل ګرځي، دلامبا پرمهال دمړینې شمېر او کچې ته وګورو، باید له دې حرکتونو او کارونو لاس واخلو. څو میاشتې وړاندې یو شمېر څیړونکو هڅه وکړه، چې دلامبا پرمهال دمړینې لامل مالوم کړي، دوی بیا دې پایلې ته ورسیدل، چې ددې مړینې لامل دلامبا پرمهال شا ته د سر اړول دي، چې دا بیا دراغورځیدو احتمال ډیروي.
څیړنه زیاتوي: مغز ته تللي رګونه ټول له څټ څخه تیریږي کله، چې موږ دلامبا پرمهال خپل سر شاته تاوو کړو، چې وېښته مو پاک او یا ښه ومینځل شي دا مهال له څټ څخه تېر شوي وېښته راغونډ شي، په پایله کې مغز ته دوینې د ورتګ جریان ټکنی شي، چې د سرګرځیدو او د توازن دلاسه ورکولو لامل ګرځي دا مهال بیا سړی په ناببره توګه شاته ولویږي او سر یې پر ځمکه لګیږي، چی دوینې دبهیدو سبب ګرځي او پایله یې مړینه ښودل شوې ده.
پوهان او ډاکتران دا حرکت ( وایدیسون ) بولي او دلامبا / غسل پرمهال تر ټولو ګواښمن حرکت دی، چې انسان یې ترسره کوي، خو پر پایله او زیان یې خبر نه وي.