
فطرتي ده چې ښځې ته د نر مخ ډېر وراوړي،په عادي ژوند کې په تېره بیا پښتنو سیمو کې که یوه ښځه په برقه کې روانه وي نو ډېرئ نران به خپلې سترګې ورپسې کږوي او ځینې خو یې حتا پښو کې هم سترګې منډي چې تورې دي که سپینې خو خپله راپاریدلي نفسي تنده به ماتوي.
له عادي ژونده رادې پلو په انټرنېټي پاڼو او په تېره بیا په فېسبوک کې هم همدا حال روان دی، چې ډیری نران دلته هم په ښځو پسې منډې وهي او هڅه یې دا وي چې د ملګرتیا تار زر ورسره وتړي.
دلته که نر هم وي خو چې نوم یې ښځینه وي نو ورپسې سرګردانه نران راخوشي وي که انځور یې خپور وي او یا هم کوم لیکلی مطلب یې اچولي وي که د دین او مذهب، یا ټولنیزو دودونو خلاف هم وي، دوئ به انځور یا مطلب په غور نه ګوري او نه لولي خو د ځانونو د ورنږدې کیدو لپاره به په تبصرو(کمېنټونو) کې ورته لیکي: واه واه،ډېر ښه،ډېر ښکلی، زما د زړه خبره ده،همداسې ده،همغږی یم درسره،حقیقت دی، په ګوتو دې برکت شه...د هغمدغو تشویقي ټکو په لیدو سره همغه ښځه،فکر کوي چې دا خو سل په سلو کې سمه روانه یم نو لا خپلو لیکنو او یا انځورونو ته پښې ښخوي.
کله چې همدا ښځه د دوئ غوښتنې ونه مني او ځان ورته تابع نه کړي نو همدا نران چې دا ښځه یې تشویق کړي وي ورپسې راجګ شي پر پوسټونو یې توهینوونکي تبصرې کوي، ځینې پرې د کفر ټاپه وهي،ځینې یې مرګ روا بولي او ځینې کنځل ورته لیکي،خو دغه وخت اوبه له ورخه تېرې وي او د دوئ پر ځای نور د دوئ غوندې نران پرې راتاوي وي او دفاع یې کوي.
نو له دې مالومیږي چې د ټولنې وګړي په کومه لاره ډېر تګ کوي.