
نویده خوشبو ـ لندن
د امنیتي موضوعاتو څېړنه، څارنه او بحث، مسلکي پوهې تجربې او عملا فعاليت ته اړتیا لري؛هغه اشخاص او افراد چې دغه ځانګړنې لري کولې شي د امنیتي ستونزو په لاملونو، د پيښو په مخنیویو، په ستونزو نیوکې او وړاندیزونه وکړي.
خو زما په نظر د افغانستان د امنیتي حالت د خرابوالي لاملونه څرګند دي، موخې مالومې، دښمن مالوم او لوری مالوم دی. بیا هم د ښه والي پر ځای ورځ تر بلې امنیتي حالت د خرابوالي په لور روان دی!
هند او روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان امنیتي ستونزې ټولې سیمې ته ګواښ بللی، اخوا کلونه کیږي؛ امریکا او ملګري یې هم د نا امنۍ د ختمولو په نوم افغان خاورې ته راغلي دي.
خو د هرې ورځ په تېرېدو د سقوط شویو سیمو، د شهيدانو، ټپیانو او بې ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راځي. د ترهګرو، د سولۍ او ثبات د ښمنانو، د مرورو وروڼو، سیاسي مخالفینو او طالبانو د نومونو تر شا بس یوه ډله جنګیږي! هغه ډله چې د هيڅ هیواد او ادارې لخوا په رسمیت نه ده پيژندل شوې، په ښکاره توګه ورسره د مالي او پوځي مرستو ریپوټونه نه دي اورېدل شوي، محدوده، کمزورې او ټولې نړۍ ته ګواښ بلل شوې ده. خو ټولې نړۍ ته ګواښ او خطر لرونکې دا ډله؛ د ځواکمنو هیوادونو په وسلو سره جنګیږي د دوی لخوا یې مشري کیږي او په شا ټپول کیږي.
هو! دا ادعا نه ده دا یو حقیقت دی، او په دې حقیقت هر افغان او بهرنی پوه دی.
پنځه کسیزه اسلامي ډله، جګړیز پلانونه له کومه کوي، دوی چې نه پوځي مسلک لري، نه په دې برخه کې تجربه لري؛ نو څنګه کولی شي وخت نا وخت خپل جګړه یز تکتیکونه بدل کړي، او امنیت خراب کړي؟ دوی څنګه کولی شي په یو وخت کې د څو ولایتونو د مرکزونو د نیولو هڅه وکړي؟ له ټولو مهمه دا چې دوی وسلې، مهمات نور تجهیزات او مالي مرستې له کومه کوي؟
ځواب یې یوازې د نړۍ د مکار او بد نامه هیواد پاکستان نوم نه دی! سمه ده چې ډېره ونډه د پاکستان ده، زمینه د دې هیواد له خوا رامنځته کيږي، د ډېرو ګمراه افغانانو معنوي استخباراتي پلرونه همدلته دي، دا سمه ده چې په همدې هیواد کې ډیری وسله وال مخالفین روزل کیږي او روزل شوي، په همدغه هیواد کې یې کورونه او چارې روانې دي، خو پنجابیان دومره تکړه او زړور نه دي، د دوی بې غیرتي او بزدلي ټولو ته مالومه ده، د دوی اقتصاد او امکانات هم ښکاره دي. دوی دومره وس او غیرت نه لري چې د امریکا او بريټانیا دښمني واخلي او د دوی سره مخالفت وکړي او د دوی له خوښې پرته ترهګر وروزي او افغانستان ته یې ولیږي.
ټوله نړۍ د پاکستان په سیاست او موخو خبره هم ده نو ولی عکس العمل نه ښيي؟
ځواب به یې تکراري وي، خو ټينګار کوم: لوېديځ هیوادونه د خپلو سیاستونو موخو لپاره په سیمه کې پاکستان ته اړتیا لري؛ او پاکستان خپل مجبوریتونه له دی هیوادونو پوره کوي.
د افغانستان په روانو حالاتو کې د ښکیلو ټولو هیوادونو عام وګړي، سندرغاړي او هنر مندان پوهیږي چې د افغانستان اور د دوی د مشرانو په لاسونو بل دی، دوی زمونږ په حالت ژاړي او د خپلو سیاستوالو د غلطو سیاستونو له امله بخښنې غواړي!
د بريټانیا د نړیوال پرمختګ وزیر، او پخواني ژورنالیست روری سټیوارټ چې په ځلونو افغانستان ته تللی، د افغانستان په کوڅو او ولایتونو کې ګرځېدلی د افغانستان له تاریخي پيښو د افغانانو له خصلتونو، د افغانستان له جغرافیې او د افغانستان د هر غر او ديوال په اړه معلومات لري په ځلونو په خپلو مرکو، څېړنو، کتابونو او ویناوو کې ټينګار کړی چې افغانان اوافغانستان پریږدئ!
له خپلو سیاستوالو یې پوښتي دي، ایا تاسو د افغانستان په خاوره کې یو ګام هم ایښې؟ تاسو د افغانانو له عادتونو خبر یې؟ له تاریخ او بنسټ یې خبر یې؟ تاسو څنګه تېروتنې تکراروې؟ او تاسو څنګه کیلومترونه لیرې نه دغه هیواد ته پالیسي ټاکئ ادارې جوړوئ او په اړه یې پریکړه کوئ؟!
هغه په زغرده وايي: که د لویدیځ او د نړۍ د امنیت خبره ده؛ نو له افغانستان څخه ډیر اړین پاکستان دی، پاکستان نړۍ ته خطر دی ولې هلته نه ورځئ؟ که د ګواښ خبره ده، مصر ته ولاړ شئ؟ که د ولسواکۍ او پرمحتګ مسله ده ولاړ شئ افریقايي هېوادونوته هغه ودان او پرمختللي کړئ!
هغه په خپلو لیکنو او ویناو کې ښه په ښکاره توګه د نړۍ مشران تورنوي او وايي: دوی په خپله په یو لاس له افغان حکومت سره همکاري او مرستې کوي؛ او په بل لاس له ترهګرو او د افغان حکومت له مخالفینو سره انډيوالي پالي خو په منځ کې افغانستان او افغانان سوځي!!
د افغانستان پرحالاتو د هند او روسېې غور او ګډ کار، نړیوالې غونډې او اندیښنې، سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو ته د ولسمشر سفرونه، په پاکستان نیوکې او ګواښونه هیڅ اغیزې نه لري!
ځکه کلونه کیږي چې په افغانستان کې روان حالت د نړیوالو لخوا غندل شوی، په اړه یې غونډې او بحثونه شوي دي، مرستې شوي دي او ظاهر توجه یې کړی ده.
د پردو په لاس په افغانستان کې بل شوی اور یوازې هغه وخت کم کيدای شي، چې د بدنامه پاکستان ظلم او زور زیاتی پای ته ورسیږي نړۍ که غواړي په رښتیا هم دغه مسله حل کړي نوکشمیر دې د هند او ډیورنډ لاین چې د افغانستان په زړه کې راکښل شوې بیرته پیوند کړي.
افغان باید پدې پوه شي چې هیواد يې هغه مهال امن او خپلواکه کیدای شي چې ټول سره یو موټی شي، بې اتقاقي تعصب او تبعیض پریږدي، نور د دښمن لاسپوڅي نشي، په یو نوم او بل نوم ونه غولیږي، خپل وطن مور وګڼي او ورسره بې کچه مینه ولري.
دا ناشونې نه دي!
له دویېمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ اوسني ډېر ځواکمن هیوادونه له همدغه حالت سره مخ ول، په کورنیو جګړو کې ځینو ښکیلو هیوادونو هم ورته ستونزې لرلې، او د دوی له بې اتفاقیو نورو هېوادونو ګټې پورته کولې، خو بالاخره د دغو هیوادونو وګړي په خپلو تېروتنو پوه شول، سره یو شول، قربانۍ یې ورکړې زیار یې ویستو او په هوښیارۍ زیرکۍ او پوهې سره یې خپل هيوادونه اباد کړل،
د هرې جګړې پای سوله وي، مونږ هم باید خپلې تېروتنې تکرار نه کړو او د خپل هیواد د ارامۍ او ابادۍ لپاره په ګټه کار وکړو.
په همدې هيله!