د فرښتو لباس

 
 د هرې ټولنې د نظم لپاره ځانګړې اصول او مقرارت وي، د دې لپاره چې هر څوک ځان حس کړي، خپله لار وپېژني، د کږېدو وساتل شي او نورو ته له ځانه سره د يو منظم وګړي په توګه پېغام ولري.
د هرې ادارې لپاره خپله کړنلاره او تګلاره موجوده وي او ځانګړي اصول ورته اېښودل شوي چې په خپل ذات کې ډېرې ښېګڼې لري.
خبره مې تر دې کوله چې په ښوونيزو او روزنيزو مراکزو کې مهذب اوسيدل ډېره اړينه ده، هر څه په تول تللي په کار دي، له سلکونو نيولې تر خبرو، نزاکتونو او هر څه د نورو ځانګړي ترسره کول په کار دي، ځکه سترګې هغوی ته اوړي چې پوهېږي او که یې لنډه کړو لوستي بايد اصول، قواعد او نور هر څه په ځان ښه تطبیق کړي.
د علمي او اکاډمیکو نهادونو، یا پوهنتونونو د پرمختګ اود ښه نوم د ګټلو لپاره د درسي بهیر ورخوا بله لاره، نظم او فکري چاپیریال دی چې پر اساس یې د زده کړیالانو هوس لوړیږي، عقلاتي قوه یې د پوهې پر سپېڅلېتعامل تمرکز مومي.
  ننګرهار پوهنتون چې په هېودانۍ کچه یې خپل فکري اوعلمي ماهیت ساتلی، تل یې ټولنې، خاورې او دې مظلوم ملت ته د ښو کدرونو په وړاندې کولو کې لومړیتوب کړی او هرې هڅې یې یو رنګ راوړی، چې مونږ او تاسې یې په بېلابېلو ادارو او ارګانونو کې د دې ځوانې انرژۍ مشاهده کولای شو.
 په يو تازه اقدام کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او اداري شورا  پرېکړه کړې، چې محصلین دې سپینې جامې او تور واسکټونه پر ځان کړي ډېر د ستايلو اقدام دی.
اوس محصلين په يو کتار د امن او په ځان د  یادې پرېکړې د عملي کولو لپاره هسکه غاړه ولاړ دي، دا غږ یې ورسره پوره بدرګه کړ!.
د یادې لایحې منښته به د ټولنې نورو خلکو ته دا ځواک ور وبښي، چې د یو نالوستي او زده کړیال ترمنځ پېژندنه په ګوته کړي؛ خو دا چې اوس محصل سپین شو او پېژندنه یې وشوه، نو باید په هره اړخېزه ډول فعال اوسي.
دا ډول هڅې زمونږ د پوهنتون لپاره د ښو لاسته راوړنو او د پرمختګ د پړاؤنو په طي کولو کې نادېده، نه شو ګڼلی او لا به راته د ډېرې معنوي پانګونې دروازې را خلاصې کړي.
 ليکنه:  لیکوال او ژورنالېست جان آغا (بهار)