د لوی افغان بچوړو

د بابا پڅــــه تـــــوره تيره کــــــول غـــــــواړي
دجنګ له تور ښامارنه سرغوڅول غواړي

زلميه ځان پرې پوه کړه شه رابيدار له خوبه
کاروان تيريږي درنـــه منزل تــــه تلل غواړي

پيغلو لاسونه سره کړل به لوړ غيرت دزلمو
د ملالــــۍ په اواز نعــــــره کـــــــول غـــــواړي

ميندو هم ملا تړلې دننګ ميدان ته درومي
ويده غيرت د بچــــــو را ويښول غـــــــواړي

چـــې تمدن نه مني ، دي د فرهنګ دوښمنان
له شيطانانو ځينې ملک خلاصول غواړي

په يــــو يووالـــــي سره لـــــوی افغان بچوړو
ورانـــه جونګـــــړه دپلار ابادول غــــــواړي
 
محمد يوسف پښتون خدمتګار