ټولنيزې رسنۍ سړی د شُهرت په دلدل سپروي !؟

 
زه له ۱۳۴۰ کال څخه تر اوسه پورې په خپل ژوند کې يوه ټکي ته ډېر زيات په پرله پسې توګه ځير شوی يم، هغه دا چې :
هر څوک ( نر، ښځه ؛ ځوان، پېغله ؛ زوړ او ؤړ ) چې په : غږيزو، تصويري او چاپي ټولنيزو رسنيو کې، لکه : راډيو، ټلوېزيون، سينما ګانو، فلمونو، تياترونو، سرکسونو، نندارو، ورځپاڼو، جريدو، مجلو (مطبوعاتو) کې کار کوي، د هغوی مسلک، هغوی ته د ټولنې په وړاندې ډېر زيات مصنوعي او قُلابي شُهرت وربخښي!
زه، د: افغانستان، ايران، پاکستان، هندوستان، تاجکستان، اوکراين، روسيې،( « شوروي اتحاد » )، فرانسې، ترکيې، عراق، ايطاليې، يونان، عربستان، مصر، انګلستان، نيپال، چين، د امريکې د متحدو ايالتونو ډېر کسان د همدغه : ادبي، کلتوري، هنري، نشراتي، اطلاعاتي،تبليغاتي قشر څخه پېژنم !
د دې خبرې معنی دانه چې په نړۍ کې او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې يوازې همدغه د مطبوعاتو او نشراتو ( د ټولنيزو رسنيو ) د برخې کارکوونکي ( نرينه او ښځې ) د فوق العاده او ممتاز استعداد څښتنان دي او دا نور وګړي بې استعداده ( او په اصطلاح :هسې خوشې شوده ګان او بېړاګان دي !!؟؟
زما په اند او ګومان د مطبوعاتو او نشراتو ( غږيزو او تصويري رسنيو ) کارکوونکي د خلکو ( پرګنو ) د غوږو او سترګو له لارو د پرګنو: ذهن، هوښ، شعور، درک، زړونو او روحونو کې کرار کرار ؛ ورځ تر بلې پسې حک کېږي او هر مطبوعاتچي په پای کې داسې له خپل ځان څخه په خود خواهۍ او کلانکارۍ کې، لکه: يوناني او افسانوي اسطوره ؛ هېر ـ ورک شي او له ځان سره د شُهرت او غرور په شا توري دلدل داسې پروازونه کوي، چې د ټولنې عادي او غېر مطبوعاتچي قشرونه ورته داسې ښکاري، لکه د امريکې د متحده ايالتونو پانګوالو، مېلياردرانو او بانکيرانو ته چې عادي کاريګران، د ځمکو خړه کي بزګران، د ټولنې خواريکښان او زيار اېستوونکي تش په نامه انسانان برېښي !!
که زما خبره او نظر غلط وي ؟ نو تاسې د بېلګې په ډول : د « بي بي سي راډيو ـ ټلويزيون »، « د امريکې غږ اشنا راډيو ـ ټلوېزيون »، « د « ناتو ـ ايساف » د راډيو : «د آزادۍ راډيو »، « د دوچوېل المان » : ( د المان غږ خپرونه»، « د طلوع »، « آريانا »، « شمشاد »، ژوندون»، « خورشيد »، « لمر »، « لومړی کانال »، « ملي راډيو ـ ټلوېزيون » او داسې نورو راډيوګانو ـ ټلوېزيونونو، د « افغان فلم »، د « افغان تياتر »،« هاليوډ » او « باليوډ » سينمايي ستورو ته پام وکړئ !
دوی خپل ځانونه داسې ګڼې لکه چې دوی اصلاً د دې خاورينې کُرې انسانان بېخي ونه اوسېږي، بلکې له( ۵ـ ۷ )آسمانونو څخه په بُراق او يا دلدل سپاره ـ را کښته شوي اوسېږي او موږ ( عادي وګړو ) ته داسې ګوري، لکه دوی چې دېوان اوسېږي او موږ ورته بې وزله او بې وسه مېږيان برېښوو!!؟؟
عزيز تحريک