په ښځه لاس پورته کول څومره ناوړه کار دى؟

           ځينې کسان له ښځو سره ډېر ناوړه چلند کوي. په سپک او ټيټ نظر ورته ګوري، وهي او ټکوي يې، توحينوي يې او يا هم سوړ او د بې تفاوتۍ چلند ور سره کوي.         ښځه ستا د ژوند ملګرې ده. بچپان درته روزي، کور درته سمبالوي، خواړه درته پخي، اوبه درته راوړي، کالي درته مينځي او هوتو کوي، د کورنۍ او ميلمنو عزت او خذمت دې کوي، مينه درکوي، خو ته بيا هم په کوچو کې مچ لټوې او د هغې ټول زحمتونه او خوارې په نه خبره په سيند لاهو کوې. هغه به په ډېره خوارۍ خواړه درته پاخه کړي او په ډېره مينه به يې ستا په مخکې کېدې، خو ته به د دې پر ځاى چې مننه ترې وکړې، بېځايه غصه به کوې چې مالګه يې کمه زياته ده،...دغه دي او هغه دي.         ښځې ته په دنيا کې خلکو د لطيف جسم نوم ورکړى خو ته يې په معمولي خبره هم زړه ماتوې، ژوند يې تريخوې او حتى دويمه ښځه پرې کوي. پدې سره نه يوازې د خپلې کورنۍ ژوند تريخوې، بلکې د ماشومانو تربيه هم خرابوي. ځکه چې دوى يې له تانه زده کوي.        ښځه يوازې د دې لپاره نده چې خپلې جنسي اړتياوې پرې پوره کړې، پکار ده چې له ښځې سره مينه وکړى، د زړه راز ور سره شريک کړى، په درنه سترګه ورته وګورى، له پامه يې و نه غورځوې، حق يې تر پښو لاندې نکړى او که د اړتيا په وخت کې د کور په کار کې لږه مرسته هم ور سره وکړى، نو د هغې مينه  به يو په سله شي. که نه پې منى، تجربه يې کړئ!!