جوړ شوي داغونه بيا د جوړيدو نه وي

 
و نه و، يو هلک و. په نه خبره به غوسه شو. پلار يې ورته له بازار پلکې راوړې او ورته ويې ويل
کله چې غوسه کيدې او د چا زړه دې ماتاوه نو له دې پلکو به يو په ديوال کې وهې.
هلک په لومړی ورځ ۳۷ پلکې د ديوال زړه ته ورسولې. خو د وخت په تېريدو سره، کله چې لږ په دې پوه شو چې څنګه خپله غوسه کنترول کړي، نو په دېوال کې يې د پلکو وهل هم کم کړل.
دا چاره روانه وه. تر دې چې هلک نور د خپلې غوسې په کنټرولولو بشپړ برلاسی و. موضوع يې له خپل پلار سره شريکه کړه.
پلار يې ورته وويل:
وروسته له دې هر کله چې خپله غوسه کنټرولوې نو له ديواله به يوه پلکه بېرته را وباسې.
ژوند روان و، پلکې ټولې له ديواله را وايستل شوې. هلک خپل پلار خبر کړ. پلار هلک له لاسه ونيو، ديوال ته مخامخ يې و درواه او ويې ويل:
ته ښه شوی يې، خو ديوال ته وګوره، هغه پخوانی ديوال نه دی پاتې. کله چې په غوسه کې چا ته کومه خبره کوې، د هغه په زړه دغسې داغونه جوړيږي. ته که هر څومره پښيمانه شي، هر څومره بښنه وغواړي، خو جوړ شوي داغونه بيا د جوړيدو نه وي.