پېريان تر ګنډېرسه لاندې نه اوسېږي!؟

 
زه له پښتني فولکلور سره غرض نه لرم، ځکه چې پوهاند ډاکتر استاد مجاوراحمد « زيار » صاحب راته ويلي و:
« ـ تحريکه! فولکلور چې څنګه دی؟ هغسې يې راټولوه، هغسې يې ليکه! او هغسې يې لوله!! په فولکلور کې تاريخي فکټونه او ريالستيک حقيقتونه مه لټوه، چې ستړی او زوړ به دې کړي!!...»
د همدې اصل له مخې مې نن د پښتني فولکلور يوه څنډه ياد ته راغله، چې وايي :
«پېريان د ګنډېرسه تر ونو لاندې خېمې وهي او ژوند کوي!»
په حافظه کې مې غېر ارادي د ګنډېرسه هغه بوټي او نهالګي وګرځېدل او وڅرخېدل کوم چې لس نه، شل نه، سل نه، زر نه، لک نه؛ بلکې لکونه دانې له: « ساندېيګو » ښار څخه تر « لاس انجلس » ښار پورې او بيا له هغه ښار څخه تر «ويزه لييه» او «پېرېزنووه» ښارونو پورې  د۸۰۵، ۵، ۴۰۵، ۹۹او ۱۳۷) « فري وې» ګانو تر منځه د بېلوالي د کرښې په ډول کرل شوي او کېنول شوي دي. په دغو « فري وې » ګانو باندې هره ورځ زرګونه زرګونه موټرې ( غټ او واړه ) او لکونه لکونه انسانان( شپه ـ ورځ ـ ۲۴ساعتونه ؛ تګ راتګ کوي، خو هېچا نه تر دغو ګنډېرسه بوټو لاندې پېريان وليدل او نه يې د هغو خېمې وليدلې او نه هم پر چا پېرېان کښېناستل او نه هم کوم موټر د کوم پېري بچی وواهه چې بيا پېريان د خپل بچي د غچ اخيستلو په خاطر پر هغه موټروان ناست وي!!
زما د خبرې شاهدان د کلفورنيا په ايالت کې( په: ساندېيګو، اورنج کونټي، تېمېسکيولا، کرونا، رېورسايډ، لېک اېلسېنور، سان بردينو، لاس انجلس، سانفرانسسکو، سانته باربره،  سانته مونيکه، سانته مرييه، ويزه لييه،پېرېزنووه) او داسې نورو ګڼ شمېر ښارونو کې زرګونه مېشت افغان کډوال دي، چې پر همدغو يادو شوو «فري وې » ګانو باندې  پلا پلا تللي او راغلي دي!!!
عزيز تحريک