هېواد مشر غني ته :  په پکتيکا او نورو ولايتو کې بايد ښځو ته ځانګړي زندانونه او د امن کورونه جوړ شي

 
ښځينه عدالت او نورو ټولنيزو خدماتو ته لاسرسی نه لري، سم چلند ورسره وشي او مناسب ځانګړي زندانونه او د امن کورونه ورته جوړ او دوسيو ته يې لاسرسی وشي. د خلکو له خدمتونو نه به پر خپلې مېرمنې پرده اچول او ورسره ښه سلوک له هر څه نه ښه وي



اشنا تلويزيون :
ښاغليه زړه سوانده مشره،
په اشنا تلويزيون کې مې د آغلې بي بي هوا د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رئيسې او هم د قومي مخور حاجي صاحب خبرې واورېدې.
 
د زنا تور سخته خبره ده او د الله تعالی په ستر کتاب کې ورته سخت شرايط وضعه شوي.  په زنا کې عمل clear action مهم دی نه ګومان ((حدس)). ان تر دې چې د څلورو ګواهانو د ګواهۍ سره سره بيا هم ورته د ((لعنت)) او د ((غضب)) کليمات کارول شوي. د دروغو په صورت کې به ورته سزا او په راتلونکې به يې ګواهې هم نه قبليږي. له دې ټولو داسې جوتيږي چې د زنا په پېښو کې بايد احتياط وشي او پرده پرې واچول شي او په څنګ کې ورته نصيحت وشي. ګناه او خطا (تېروتنه) له ښځو نه - نه، بلکې له نارينه وو نه هم کيږي.
 
دا چې د ښاغلي کرزي په وخت کې د هومره ډېرو امکاناتو سره بايد ډېر څه شوی وای، خو ونه وشول. دا چې تاسو بيا هم د خپلې تېرې ښې کاري مخينې او هغه نړيوال اعتبار له مخې چې الله تعالی پر تاسو لوريېنه کړې او دا ستر وياړ او عزت يې دربښلی دی او پر خپلې توانايي او اهليت سره مو وکولی شول چې نړيوالو ته قناعت او دا دی بيا  يې د 15.2 ميلياردو ډالرو مرستې ژمنه يې وکړه چې موږ يې هم مننه کوو.
 
دا چې تاسو د دې هېواد يو ريښتونی بچی ياست او خدمت ته دې يې په ريښتونې ملا تړلې ده، که تاسو د خپلې لوريېنې له مخې دې ستونزې ته خاصه پاملرنه وکړئ، دا به يوه ستره بريا وي چې د هېواد ښځينه بنديانې د قومي مخورو کورو پرځای پر دولتي خاصو ځايونو او زندانونو کې وساتلی شي او دوسيو ته يې اړينه پاملرنه وشي.
 
په پای کې زموږ خو نور وس نه رسيږي، خو له لوی څښتن تعالی څخه به تاسو ته د لا برياليتوب غوښتنه کوو چې الله تعالی مو پخپلو کارونو کې بريالي او سرشاره لره.
ملت له تاسو څخه د يو ښه  حکومت، ښه اداري سيستم او ښې حکومتولۍ هيله لري او دا ستاسې يوازينۍ هيله ده چې ولس ته او خلکو ته خدمت وکړئ.
څښتن تعالی مو بريالي لره!
 
په درنښت
سيد حسين پاچا
 
اشنا تلويزيون
http://av.voanews.com/Videoroot/Pangeavideo/2016/10/1/1b/1b12fbd3-33f8-4ff2-9f0c-2bcb27698814.mp4