د سر درد  لس لاملونه

 
 
څیړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.
ډاکتران وايي لومړني خوراکي توکي په معده او د هاضمې په سیستم کې د محیطي اعصابو د تحریک او د نیورو ترانس مترونو د آزادیدو لامل ګرځي چې په پایله کې ېې سردرد را منځته کیږي.
د سر درد ډولونه
کلستري سر درد
دا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی
او له هرو لسو نفرو  (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.
د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،
سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای شي میاشتې وخت ونیسي، او دا هم امکان لري چې وروسته له یوې میاشتې یا هم کال وروسته انسان فکر وکړي چې نور نو ښه شوم، خو تر ډيرې مودې وروسته ناروغي بيا را وګرځي چې  په پیل کې نیمه سردردي ترې پيدا کیږي، او ورسره زوکام، او له سترګو  څخه اوښکې بهېدل هم ملګري وي. خو که  د سر درد په لومړۍ مرحله کې سوچه اکسيجن تنفس کړی، د درد ښايي ودروي.
کله چې له دې ډول سر درد سره مخ شوی، نو له سګرټ څکولو  او له فزیکي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ.
نرمه سر دردي
دا ډول سر دردي ډیره عامه ده، ددې ډول سردردۍ د پيدا کیدو لاملونه د سر د کاسې د عضلاتو، د اورمېږ ( غاړي) د څنګلو او ځان دردونه دي. ددې ډول حیرانوونکو دردونو را څرګندیدل په عصبي سیستم هم تاثیر لري.
نیمه سر دردي
نیمه سر دردي لنډمهاله تبه وي، چې د سر په یوه برخه کې پیدا کیږي، دا ډول سردردي په یوناني ژبه کې هم د ( نیم سري ) په نامه ياديږي چې له امله يې انسان په غیر عادي ډول د خستګۍ احساس کوي، او وجود يې سستي کوي، چې وروسته زړه بدوالی او استفراق هم ورسره ملګري کيږي.
دا دوره په لومړیو کې څو دقیقې حتا څو ساعته دوام مومي او وروسته ټول سر په درد راولي.
د دماغ شاوخوا سر دردي
ددې ډول ناروغانو  د دماغو په شاوخوا کې مړ درد وي او ورو ورو ټول سر په درد اخته کیږي، چې دا هم له استرا حت سره ښه کیږي، تبه، د سر خوږ، او د غاړې شخېدل یې نښې  نښانې دي.
د ماغزو د تومور له امله سردردي
دا ډول سر دردي له نور سره توپیر لري، او ډیری وختونه دسهار له خوا وي چې دا هم ډیره شدیده تبه لري،
چې د سر د ښورولو، د درانده شي د پورته کولو، او په ځانګړي ډول د ډیر ټوخي له امله وي، معمولا د سردردۍ سره د خوب اختلالات هم مل وي.
د ویني د لوړ فشار له امله سر دردي
په دغو ناروغانو کې هم یو ډول سر درد وي، معمولا کله چې د وينې فشار ډیر لوړ شي (لږ تر لږه  020 ته او یا هم  012 درجو ته ورسيږي) نو دا ډول سردرد را مينځته کوي.
د سترګو له لوري سر دردي
ډیر کله انسان ته دسترګو له لوري سر دردي پیدا کیږي چې دا دا ډول سر دردي ډیر کله د ډیرې مطالعې، یا هم ټلویزیون ته د کتو له امله رامنځ ته کیږي.
 
د سینوس له امله سر دردي
دا ډول سردردي ډير کله د سينوسونو (سينوسايټس) التهاب او ناروغۍ له امله پيدا کيږي او زياتره پر تندي باندې تمرکز کوي، دا ډول درد ډیر کله د سر د خوځولو  او  اوږد غزیدلو پر وخت احساس کيږي، او له خوبه تر پاڅيدو وروسته نور هم ډیریږي.
د غاښونو انتاني ناروغۍ له امله سر دردي
د سردردي دا ډول تل په مخ کې له دردونو پيل کيږي او ورو ورو ټول سر ته خپريږي.
او ورستی هم له سر دردی سره حساسیت
دا ډول سر دردي، ډیر لاملونه لري، لکه د پزې بندوالی، زوکام او ټوخي. کله کله د نس ناستي او حساسیت کنټرول هم د سردردۍ سبب کیږي.