د ولسمشر د اصلاحاتو په ملاتړ

د ولسمشر د اصلاحاتو په ملاتړ:      نړيواله ټولنه ښه خبره ده چې داسې وزيران لرو چې د شل سلنې کلنۍ بودجې د مصرف وړتيا هم نلري او په ملي اوردو کې دومره جنرالان لرو چې فرانسه او آلمان يې هم نلري، هغه هم اکثريت غيرمسلکي او بې سواده.       نړيواله ټولنه لدې هم خبره ده چې زمونږ دولت په چور او تالان کې هيڅ سارى نلري، خو بيا هم ولسمشر  د هغه پرستېژ او اعتبار له مخې چې په نړيواله ټولنه کې يې لري او همدا راز د نه ستړي کيدونکو هلوځلو په مټ وکولى شول چې په دومره لويه کچه نړيوالې مرستې خپل هېواد ته را جلب کړي يعنې" 2 ,15 ميليارده ډالره".      راځئ چې دا پيسې خپلې وبولو، نظارت پرې وکړو، زيربنايي پروژې پرې پلې کړو، بندونه پرې جوړ او ځمکې پرې خړوبې کړو او هېواد مو پخپلو پښو ودروو. دا هله شونې ده چې د مقالو،   غونډو، ميټينګونو او لاريونونو له لارې د خپل ولسمشر د اصلاحاتو ملاتړ وکړو.      تر څو چې مستريان، پنچرمينان، کلينران، بې سواده او په تنظيمونو پورې تړلي غيرمسلکي کسان په وسله وال پوځ کې جنرالان او قوماندانان وي، هيڅکله به هم په آمنيتي وضعيت کې ښه والى او بدلون را نه شي او تر څو چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي او د کرزي د وخت مافيايي ډلې او په فساد ککړ چارواکي تصفيه نشي، دا پيسې به هم د دوى په جيبونو  کې تړي تم او خارجي بانکونو ته انتقال شي.       په پاى کې په ټولو غږ کوم چې د ولسمشر ملاتړ وکړي او پرې نه ږدى چې په يوازې ځان له زورواکانو او جنګسالارانو سره ډغرې ووهي!