د افغان ځواکونو تمویلوونه، که وژنه؟

 
د عصري نړۍ په منځته راتګ سره نړۍ د بېلابېلو تحولاتو او بدلونونو شاهده ده، کله چې د انسان فکر د انجماد حالات ترک کوي او د پرمختګ پر لور ځغلنده پلونه اخلي، د وخت ایجاب، پالېسۍ او د سیاست نوې روېشونه یې پر مدار راڅرخي.
دا د انسانانو فطري التماسات دي، چې نور خلک یې ښه وستایي او له کړنو یې منندوی شي؛ خو دا نادېده نشو ګڼلای، چې د نړۍ د افرادو هدفونو او ستراتېژیو، نوي رنګونه خپل کړي د هرې وړې قربانۍ په ورکولو سره یې د لوی هدف لپاره د تړل شوي زنځیر یوه ـ یوه کړۍ ماتېږي او ځان ورنېېږدې کوي، دا د پښتو ټولمنلې اصطلاح ده، چې (که وغواړي ډېره ګټه لاسته راوړې، له لږې ګتې به لاس وینځي).
د نړۍ هېوادونه که له افغان دولت سره مرستې کوي، په مقابل کې به یې بېدون له شکه امتیازات اخلي او یوه موخه به لري، کنه دا د استدلال څخه وتې خبره ده، چې بېدون له کومو ملحوظاتو دې زمونږ لاسنېوی وکړي او زړه دې راباندې وخوږوي، دا ځکه چې د دوی هم مذهبه هېوادونه له سخت اقتصادي رکود، بشري ناورین، د حکومتونو د تناقض................................ مواجې دي.
ولې له هغوی سره همکاري او مرستې نه کوي؟
خو مونږ ته دا خبره درد راکوونکې ده، چې بهرني ځواکونه ولې، افغان ځواکونه تر خپل برید لاندې راولي، که د تخطۍ او سهوې خبره وي؛ نو په هر ځل؟! دې تېروتنو یې تکراري بڼه خپله کړې، په دې نېږدې ورځو کې یې څو ځایه افغان ځواکونه خپله نښه وګرځوله، د ارزګان په ترینکوټ، هلمند او په دې وروستیو کې د کندز د اوږدې جګړې پر مهال هم دوه افغان ځواکونه ووژل او دوه یې هم ژوبل کړل!.