په هلمند کې امنیتي او دفاعي ځواکونه پر دښمن تعرضي حالت پیلوي

 
۱۷/۷/۱۳۹۵
ورځ شنبه
چارواکي وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن ځپلو لپاره له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت پیلولو ته چمتوالی لري.
دا خبرې نن په هغه امنیتې غونډه کې وشوې، چې د هلمند والي د نظامي شورا غړو، د  دفاع وزیر، د کورنیو چارو ارشد معین او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکولسن پکې ګډون کړی وو.
امنیتي غونډه کې د هلمند لایت پر عمومي امنیتي وضعیت خبرې او پر یوشمیر مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
په پیل کې هلمند لپاره اپراتیفي مشر جنرال عبدالجبار قهرمان خبرې وکړې او بیا یو شمیر نورو امنیتي مسولینو خپل معلومات وړاندې کړل.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې که څه هم دښمن پر لښکرګاه ښار او ځینو ولسوالیو د غټو بریدونو پلان نیولی وو؛ خو د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ او درانه تلفات ورته واړول شول.
امنیتي مسولینو وویل، چې تردې وروسته امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې ولایت کې له دفاعي حالت څخه راوځي او پر دښمن به تعرضي حالت پیلوي.
د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو په کمینونو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي دي او د هغوی پلانونه یې شنډ کړي دي.
په درنښت
د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر