تر راتلونکو سلو کلونو به مریخ کې تر یو میلیون انسانان استوګن شي

 
د سپیس ایکس شرکت مشر او بنسټګر (ایلان ماسک) د بي بي سي په ابتکار جوړه شوې غونډه کې وویل: مونږ پلان لرو چې مریخ ته د انسان د لېږد او هلته اوسېدو لپاره د لېږد رالېږد  داسې یو سیسټم په کار واچوو چې له مخې به یې په هر ۸۰ ورځني سفر کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مسافرین مریخ ته ولېږدول شي. مونږ پدې هم غور کړی چې په تدریج سره د سفر موده له ۸۰ ورځو څخه تر ۳۰ ورځو راکښته کړو. د لېږد را لېږد پدې ځانګړي سیسټم کې به د داسې سپوږمکیو او فضایي راکټونو څخه کار واخیستل شي چې خپله مصرفي انرژي بیا بیا تجدید او بېرته پوره کولی شي. ښاغلی ماسک وایي: نوموړې سپوږمکۍ به د ځمکې په مدار کې د اړتیا وړ آکسیجن او غالباُ میتان د خپلې مصرفي انرژۍ په توګه له مخکې څخه پر ځای شویو تمځایونو او د تیلو له ذخیرو څخه پوره کوي. د یادونې وړ ده چې د دې سپوږمکیو سرعت ۶ کیلومټره پر یو ساعت اټکل شویدی.
ماسک زیاتوي: د دې لپاره چې مریخ ته د سفر لګښت له ۵ ملیون ډالرو څخه تر ۲۰۰ زره ډالرو راکښته کړو؛ اړ یو چې د بیا تجدید کېدونکې انرژۍ څخه د سپوږمکیو او فضایي راکټونو د مصرفي توکو په حیث کار واخلو.
ماسک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې مریخ ته ځو وویل: یا خو باید تر ابده په ځمکه کې پاتې شو او د راتلونکو هر راز ګواښونو په وړاندې بې غوري وکړو تر هغو چې ټول په یو وار منقرض شو یا دا چې په فضا کې د ژوند لپاره د ځمکې په څېر نورې سیارې او د ژوند وړ ستوري هم ولټوو. د دې لپاره چې بالآخره مریخ د ژوند وړ په سیاره بدله کړو؛ نیت لرو چې تر راتلونکو سلو کلونو د ځمکې څخه تر یو میلیون جمیعت هلته ولېږدوو. د مهال ویش له مخې به سپیس ایکس د مریخ په لوري خپل لمړنی پرواز په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ترسره کړي. د سفر مودې، ممکنه ګواښونو او لګښتونو ته په کتو سره ویلی شو چې کېدای شي یو میلیون وګړي تر راتلونکو سلو کلونو هلته ولېږدوو اما تمه لرو چې د ځینو نویو تکتیکونو او آزمایښتونو په کار اچولو سره پدې وتوانیږو چې د سفر موده تر نیمایي هم زیاته راکښته کړو چې دا کار به د سفر په لګښت هم په نیغه اغیز ولري او چې کله د سفر لګښت راکښته شي؛ طبیعي ده چې د داوطلبانو شمېر به هم زیات شي.
مریخ ته د تلونکو کسانو لپاره ځانګړي محدودیتونه او شرایط ندي وضع شوي مګر دا چې دوی د سفر لګښت پرې کولو وړتیا ولري، عمر یې زیات نه وي او له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ نه وي.
سپیس ایکس مریخ ته تلونکې خپله لمړنۍ سپوږمکۍ د ( سرو زرو زړه) په نوم نومولې چې دا نوم د ډاګلاس آدام په کتاب (کهکشانونو ته د وړیا تګ کړنلارې) کې هم ذکر شوی چې مطلب یې د اپولو ۱۱ په نوم سپوږمۍ ته د لمړنۍ فضایي سپوږمکۍ د توغولو مقر ښودل شویدی.
د دې افسانوي سفر نمونه یي او آزمایښتي سفرونه به د راتلونکو څلورو کلونو په اوږدو کې فضا ته ترسره شي خو دا ټول سفرونه به تر مداري ارتفاع تجاوز نه کوي. ښاغلی ماسک همدارنګه پدې وروستیو کې د همدې ډول له یو بریالی آزمایل شوي ماموریت هم خبر ورکړ چې په ترڅ کې یې د راکټ رپټور ډوله اینجین فضا ته موفقانه لېږد په بریالیتوب سره ترسره شو. نوموړی اینجین به په مداري ناحیه کې فضایي سپوږمکیو ته وقتاُ فوقتاُ د اړتیا وړ روغنیات او مصرفي توکي تامینوي. په حقیقت کې همدا اینجین د نوموړو سپوږمکیو او فضایي راکټونو د انرژۍ د بیا تجدید او تکمیل تمځای د حیثیت لري.
ماسک وایي: مریخ ته په لاره تلونکو مسافرینو ته د سفر په اوږدو کې د فلم لیدلو، کمپیوټري لوبو ترسره کولو او ځینو نورو بوختوونکو وسایلو آسانتیاوې له مخکې برابرې شوې. مریخ ته د مسافرینو لېږدوونکې فضایي راکټونه به په هر دوه کلونو کې یو ځل سفر کوي، دقیق هغه وخت چې د ځمکې او مریخ تر منځ واټن تر بل هر وخت راکمېږي. دا واټن به په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ۵۷.۶ میلیون کیلومټر ته راکښته شي چې په حقیقت کې د ځمکې او مریخ تر منځ ترټولو لنډ خو موقتی او متناوب واټن ښودل شوی. د ځمکې او مریخ تر منځ د واټن تر ټولو زیاته کچه تر ۴۰۰ میلیون کیلومټرو رسیږي.
کله چې لېږدوونکي راکټ مریخ ته رسیږي؛ په تدریج سره ارتفاع راکموي او له اټموسفیر څخه تيریږي. له اټموسفیر څخه د تېريدو سره سم پکې ځانګړی اینجینونه چالانیږي ترڅو په چټکۍ سره د سپوږمکیو سرعت راکښته کړي او پدې ترتیب سره په عمودي ډول د مریخ په سطح ودریږي.
ماسک وایی: زمونږ تصور دا دی چې په زرګونو له همدې ډول سپوږمکۍ به په مدار کې موقیعت خپل کړي او کرار کرار به د دې افسانوي سفر لګښت تر ۱۴۰ زره او ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو راکښته شي اما د مسافرو ځمکې ته بېرته راتګ به بشپړ ډول وړیا وي.
سرچینه: بی بی سی
ژباړه: ق. امیري