لیکوال: براین ټریسي
ژباړن: مشتاق رحیم
ستاسې موخه دا ده چې خپل ژوند په داسې بڼه سره برابر کړئ چې ښه ګټه ولرئ، د ښه کیفیت ژوند ولرئ او د بدلیدونکي اقتصادي وختونو قرباني پرځاې د خپل اقصادي تقدیر څښتن و اوسئ-
ونډه اخیستنه (contribution)مهمه ده
ستاسې دنده تاسې دپاره یوه موکه ده چې د خپل شرکت دپاره د خپلې بیې څخه ډیر ارزښتمن و اوسئ- که په ساده الفاظو یې ووایو نو ستاسې دنده همدومره خوندي ده څومره چې تاسې د خپل معاش څخه ډیر ارزښتمنه اوسیدو وړتیا ولرئ- که تاسې غواړئ چې په خپلې اوسنۍ دندې کې ډیره مالي ګټه ولرئ نو تاسې اړ یاست چې خپل ارزښت لوړ کړئ او خپل شرکت ته خپله ونډه ډیره کړئ-
هره ورځ خپل ارزښت ډیر کړئ
که غواړئ چې د خپل کار ځای کې نوې دنده ترلاسه کړئ نو هره ورځ خپل کار ځای کې د ارزښت ډیرولو بهیر کې ونډه واخلئ- که تاسې غواړئ چې دنده مو خوندي وي نو تاسې باید د سیالۍ څخه ډک کار بازار کې هره ورځ او په زیاتیدونکي بڼه خپل ارزښت ډیر کړئ-
او په دې اړه مهم ټکي دلته وړاندې کیږي: ستاسې زدکړې، پوهه، مهارت او تجربه ستاسې په وړتیا کې پانګونه ده ترڅو تاسې په خپل کار کې هغه ارزښت زیات کړئ چې په بدل کې تاسې ته معاش درکړل شي-
پوهه او زدکړه له خپل جیب مصرف دې
یو وار مو چې یو مضمون او یا مو هم کوم کسب زده کړ نو دا په اصل کې د خپل جیب څخه مصرف دې- دا د وخت او پیسو هغه مصرف دې چې بیرته یې نه شئ ترلاسه کولې- هیڅ یو ګومارونکې اړ نه دې چې تاسې ته د دغه مصرف تاوان درکړي البته تر هغې چې ستاسې له مهارت څخه د یو توکي په تولید کې او یا هم خلکو ته د هغوي د وړتیا سره سم نن د خدمتونو وړاندې کولو دپاره وکاروي
خپلې بلې دندې ته ځان چمتو کړئ
هره دنده چې مو وي، تاسې باید ځان له دې څخه وروستۍ دندې دپاره چمتو کولو په حال کې واست- او بنسټیزه پوښتنه تل دا ده: پیرودونکي چیرته دي؟ کومه سوداګري او یا صنعت په اقتصادي برخه کې د غوړیدو په حال کې دې، او کومې هغه دندې دي چې له منځه تللو په حال کې دي؟
راتلونکې چیرته دې؟
زه هر وخت خلک ګورم چې زما څخه پوښتنه کوي چې څنګه دوي کولې شي خپله ګټه په داسې حال کې پورته یوسي چې د دوي اړونده ټول صنعت غونجیدو په حال کې دې- زه دوي ته وایم چې دلته یو شمیر دندې داسې دي چې روښانه راتلونکې لري او یو شمیر دي چې بیا راتلونکې یې روښانه نه دې نو دوي باید هغه مسلک خپل کړي چې په غوړیدو دې نه هغه چې په راټولیدو-
کله هم بې دندې مه اوسه
په امریکا کې درې ډوله بې کاري ده: رضا کار، غیر رضا کار او هغه چې له یوې دندې څخه د بلې دندې ته تګ ترمنځ رامنځته کیږي- رضا کاره بې کاري هغه بیکاري ده چې یو کارکونکې نه غواړي تر یوې مودې پورې کار وکړي یا نه غواړي چې یو ځانګړې ډول دنده له دې لامله و نه مني چې ګوندې له دې ښه دنده ترلاسه کړم- غیررضا کاره بې کاري هغه ده چې یو څوک غواړي او هم اړینه وړتیا هم لري خو دنده ورته نه پیدا کیږي- له یوې دندې څخه د بلې دندې ته تګ ترمنځ د وخت بې کاري طبعي حالت دې، دا کابو د ۴ او ۵ سلنه کاري ځواک دې چې په یو وخت کې د دندو ترمنځه بې کاره پاتې کیږي-
ټول عمر د دندې د رلودو درې بنسټیزې لارې
په هر حال کې نوښتګرې لږکۍ دپاره تل دندې شته- تاسې به کله بې دندې نه شئ که چیرې له دې دریو څخه یو کار وکړئ: هغه دنده چې تاسې یې ترسره کوئ بدله کړئ، هغه ځاې چې پکې کار کوئ بدل یې کړئ، یا هغه مبلغ چې د خپل کار په بدل کې اخلئ بدل کړئ- له یادو ستراتیژیانو څخه یوه او یا له هغې ډیر هر هغه وخت چې تاسې د اوسني کاري وضیعت په اړه خوښ و نه اوسئ خپل کړئ-
عملي تمرین
تاسې د دوه کارونو په کولو په چټکۍ سره دغه لارښونې عملي کولې شئ
لومړې، خپلې اوسنۍ دندې باندې نظر واچوئ او وګورئ او هغه لارې پیدا کړئ چې په مرسته یې ارزښت لوړولې شئ- تاسې به تل یو څه د زیاتولو دپاره ولرئ
دویم، هغه دنده چې تاسې یې په راتلونکي کې غواړئ چې ولرئ هغه همدا نن مالوم کړئ او بیا د هغې دندې دپاره پکار پوهه او وړتیا د ترلاسه کولو دپاره یوه پلان جوړ کړئ.