زموږ دکلي هغه کور

زمــــــوږ دکـلي هغه کور
هغه خټين ديوال کې لور
هــــــا نغری د لرګـــــو اور
چا رانه واخسته په زور ؟

دکور په مينځ کې وه بياله
هــــــا د انګـــــورو ښه چيله
پکې يوښکلې شان حجره
اوس ېې احتياج کړلو دنور
چــــــا رانه واخسته په زور؟

ښکلې باغچـــه  دميلمنو
دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو
وه د خوښۍا و بدو شپو
اوس راته پاته  دی پيغور
چـــــا رانه واخسته په زور ؟

چا  ترينه   ويوړې دروازې
هم ېې کرکۍ ماتې ښيښې
نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې
اوس لوټې لوټې دی نسکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟

يمه  مــــــحتاج  د بل  وطن
نه مې شته  کورنه مې مدفن
وي بــــــه د هجــــــرځانکندن
مات زړونه څنګه شي ټکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟


ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان
له تــــــانه غواړو موږ امان
يو زوريدلــــــي  په بد شان
که ته زموږه شـــــې غمخور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟

چــــــې ګران وطن موشي اباد
دغــــه غمجن زړونه شي ښاد
دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد
افغاني بياشــــــوکــــــلی کور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
-----------------------------
سميع الدين افغاني
٥  -  ١٢  -  ٢٠٠٩