د بروکسل ناستې ته  به د مشرانو ځوابونه څه وي؟!

 
نويده خوشبو
د افغانستان د حالاتو د څېړنې او راتلونکې په اړه د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ سازمانونو په ګډون د یوې نړیوالې غونډې جوړېدل، هېواد ته د نړېوالو د پاملرنې ښودنه کوي. نن به د بلجيم پلازمېنه بروکسل کې د نړۍ مشرانو ته د افغانستان په اړه رېپوټ وړاندې شي.
د نړۍ د پام خپلولو لپاره دا ناسته خورا ارزښت لري، افغان مشران باید نړۍ وال قانع او د افغانستان د ښه راتلونکې لپاره هيله من کړي. د بروکسل غونډه به هم د ځينو نورو ناستو په څېر په ځینو تړونونو، مرستو او ژمنو سره پای ته ورسیږي، خو حکومت د نورو مواردو تر څنګ، د دې غونډې اصلي غوښتنې( له اداري فساد سره د مبارزې، او د ټاکنیزو قوانیونو د اصلاح) په برخه کې د پام وړ لاسته رواړنې نه لري.
اخوا د غونډې ګډون والو ته به د یو هېواد په استازيتوب د دوو مشرانو د ګډون سربېره له یو هېواد څخه په دوو الوتکو کې د دوو مشرانو بېل راتګ ډېر جالب او د تشويش وړ وي!
په داسې حالت کې به مشران وکولی شي چې افغانستان سره د مرستې په برخه کې د نړېوالو قناعت خپل کړي؟
آيا نړيوال به اوږد مهاله مرستو ته زړه ښه کړي؟
مشران به د خپلو اختلافونو او ډرامو په اړه څه ځواب ولري؟ ولې د کانونو وزارت بې وزیره دی؟ او....
ښه حکومتولي او سمونې معجزه نه غواړي او نه یې کلي له پاکستان او طالبانو سره ده! له پیاوړې ارادې سره به له دوو کلونو وروسته د سمونو او اداري فساد سره په مبارزه کې ډیر پرمختګ شوی وای، چې له بده مرغه داسې نه دی شوی. ولسمشر د ځانګړو پلانونو او مکانیزمونو ژمنې کړې وې، د لویې جرګې او د پارلماني ټاکنو د نه تر سره کېدو په برخه کې به د غونډې ګډون والو ته څه ځواب وايي؟
په یوه ورځ، په کندوز، بغلان او هلمند کې د نښتو، سقوط او د هېواد امنیتي حالت په اړه به څه وايي؟
دا سمه ده چې د ملي یووالي حکومت په دوه کلنې موده کې د بیان ازادۍ، سولۍ، د ښځو برخو، بهرنیو اړیکو،ځینو بنسټیزو پروژو په پیلولو سره لاسته راوړنې لري؛ خو دا لاسته راوړنې له شتوو فرصتونو او د دوی له ژمنو سره برابرې او د پرتلې ندي. وايي: غبي خپلې تېروتنو ته ډیرې پلمې لري، نو مشران به هم په بروکسل غونډه کې نړیوالو ته ښې بهانې او دلایل وړاندې کړي؛ او نړېوال به مالي مرستې هم و کړي.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره د درې میلیاردو ډالرو مرستو اعلان وشي،
خو دا ځل دې مشران یو احسان وکړي، د دې مرستو د لګولو څرنګوالی دې مالوم کړي، ثابته دې کړي چې دا پیسې په ريښتنې توګه افغانانو لپاره لګول کیږي، دا ځل دې دا مرستې په رښتیا د افغانستان په ځان بسیا کېدو کې ولګول شي؛ نه دا چې په یو لاس مرستې راشي او په بل و ويستل شي! ‎