
۱۳/۷/۱۳۹۵،ل،ل
استاد عبدالستار آڅړ چې په ډېرو سختو مشکلاتو او ناوړه شرایطو کې په کال ۱۳۴۵،ل،ل کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د تاریخ او جغرافې څانګې څخه فارغ شوی دی، د مرګ تر پایه پورې یې د تعلیم او تربیې په برخه کې زیار ایستلی او پوره(۴۶) کاله یې د هیواد په زرګونو بچیان روزلي دي، زما ګران کاکا استاد عبدالستار آڅړ، په داسې حال کې چې د(۶۹) کالو عمر یې درلود، خورا خواري کښ او پشته کار شخص ؤ، د ډېرې ښې حافظې څښتن او یو ریښتنی مهربان ښوونکی ؤ، زما مرحوم کاکا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې په زړه پورې پېښې، لیکلي دي چې د څېړونکو لپاره ډېر ښه مستند اسناد دي، چې په راتلونکي کې به چاپ شي. دا لیکنه مې دې معلم د ورځې په پلمه د خپل مرحوم کاکا له یادښتونو څخه نقل کړي او د نوموړي ورځې په ویاړ یې خپروم، تر څو لوستونکي(۷۷) کاله وړاندې د هیوادوالو له کړاؤنو او د معارف د ښوونکو له کړنو څخه خبر شي، هیله ده چې لوستونکي یې په مینه ولولي:
«د خوست د اسماعلیل خیلو او مندوزیو په سیمه کې دا وخت په مطلقه توګه بېسوادي وه،ما ته یاد دي چې زمونږ په شاوخوا کې نږدې په لسو کلیو او بانډو کې دوه تنو چې هغه هم ملایان وو لیک او لوست زده ؤ. هغه وخت په اسمعیل خیلو او مندوزیو کې د اداري تشکیل له مخې علاقه دار موجود ؤ چې یو کاتب یې هم درلود او هغه ته به یې میرزا صاحب ویل، د لومړي ځل لپاره په نوموړي سیمه کې، په کال ۱۳۱۵ه، ش کې تر څلورم ټولګي پورې یو ښوونځی پرانیستل شو خو د ښوونځي شاګردان د غریبو خلکو زامن وو چې ډیر بدبخت به وو، د خانانو(سرمایه دارانو) زامن به د پیسو(رشوت) په بدل کې له ښوونځي لوستلو څخه خلاص وو، داسې زهنیت موجود ؤ چې امیرامان الله خان ښوونځي جوړ کړي وو خلک یې بې دینه کړل، زموږ ماشومان به هم بې دینه شي، زما پلار د پولیس لخوا علاقه دارۍ ته غوښتل شوی ؤ او ورته ویلي یې وو چې په دا شپږو زامنو کې به خامخا یو زوی په مکتب کې داخلوې، زما مشر ورور شاه محمد غوښتل چې زما پر ځای په مکتب کې شامل شي، زما پر مخ باندې یې خاورې وموښلې، خو چې سرمعلم ته ورغلو، ما ته یې وویل: بچیه مخ دې ومینځه، ما هم په یوه ډنډ کې مخ پریمينځلو، سرمعلم زما پلار ته وویل: ستا دا مشر زوی مې ستا د خوښې سره سم درته پریښود او عبدالستار مې په ښوونځي کې ونیوه، زه په مکتب کې داخل شوم، په ۱۳۱۷ه، ش کې شرایط داسې وو چې زما د لومړي ټولګي شاګردانو په سلو کې ٪۹۹ تنو کمیسونه درلودل خو پرتوګونه یې نه وو، هېچا دوه جوړه کالي نه درلودلې، دوه میاشتې وروسته به یې چې کالي مینځل نو لنګ به یې وهلو، تر هغو به ناست وو چې جامې به یې وچې شوې. د هر سړي کالي به تر شپږو میاشتو پورې دوام کولو، که به یې پرتوګ نوی کاوه، د زنګنو برخه به یې نوي او پاسنۍ برخه به یې د زاړه پرتوګ څخه وه، د ښوونځي شاګردانو لباس له دې څخه ښه نه ؤ، تر دوهم ټولګي پورې به یواځې په یوه کمیس کې ګرځیدل، لوڅې پښې به تلل، سړیو به د مزرو څپلۍ پښو کولې او ښځو خو به د مزرو څپلۍ هم نه درلودې، صحې وضعه پوره خرابه وه، د اوړي په موسم کې ملاریا تبه د هر چا میلمنه وه، د کنینو ګولۍ(ټابلیټ) یواځينۍ اعلاج ؤ، هغه هم ډیرې ګرانبیه.
زه چې په مکتب کې داخل شوم،(۱۳۱۷،ه، ش) زمونږ د لومړي ټولګي استاد (دُرانۍ) نومیده او د ګردیز د مچلغو د احمدزيو سیمې ؤ، مستعجل دارالمعلین یې لوستی ؤ، ښایي یو کال یې د تدریس اصول ورزده کول، نور اکثره استاذان دیني ملایان وو، زمونږ سرمعلم هم د مستعجل دارالمعلمین څخه فارغ شوی ؤ او هغه میرخماد (امیرمحمد) نومیده، خورا تند مزاجه او دیکتاتور سړی ؤ، نور استاذان، خصوصاً دیني ملایان هم د ده نه کم نه وو، هره ورځ به په مکتب کې د غیر حاضرو وهل، په سپورت کې وهل، په سهار غونډه کې وهل، په درس کې وهل ټکول یو عادي امر ؤ، د ښوونځي استاذان مونږ وړو اطفالو ته فوق العاده ځواکمن ښکاره کیدل، د ظلم او سختۍ په وجه د دوزخ ملائکو ته ورته وو او مونږ لکه مجرمین، هره ورځ زمونږ په روح باندې لوبې کیدې، د نمونې لپاره یې یو څو مثالونه وړاندې کوم:
یو هلک چې اصلي نوم یې بختیار ګل ؤ، په (وشرکي) مشهور ؤ، د شپې چیرې ډول ته ګډ شوی ؤ، داسې جزا یې ورکړه چې د هلک پښې یې وتړلې د رسیو دواړه پړي دوو تنو چپړاسیانو ونیول او دریم چپړاسي د توت د ونو لښتې پسې راوخستې، دومره یې ووهلو چې چیغې یې ختم شوې، بیا یې اوبه ورباندې واچولې، کله چې بیا په هوښ شو هغه پخوانۍ ډرامه بیا پېل شوه تر څو چې بیا بې هوښه شو، بیا یې اوبه ور باندې واچولې چې بیدار شو نو کمیس(خت) یې ترې وښکلو د نامه پورته یې په خټو ولړلو او مخ یې پرې تور کړ، بیا یې د عمومي سړک تر څنګ د خښتو په یوه څلي باندې، چې میرخمار سرمعلم ورته د استقلال څلۍ ویلو ودراوه، لاروي به حیران وو چې دې هلک څومره لوی جرم کړی دی.
یو ځلي سردار شاه محمود خان د جنګ وزیر، خوست ته راتلو زموږ سرمعلم د دې لپاره چې ورته وښیي مونږ یې څومره ښه استقبال کوو، هر هلک یوه یوه رنګ شوي هګۍ هم راوړي وه او دا د رنګه هګیو یو دوه شکرۍ (ټوکرۍ) یې د ډالۍ په توګه ورته وړاندې کولې، وزیر لا نه ؤ راغلی چې د اول ټولګي یو شاګرد معلم ته وویل، معلم صاحب میتیازې کوم، هغې وویل: کینه، بل ځل یې بیا وویل، ځواب ورغی کینه، ورک شه. دریم کرت یې چې ورته وویل میتیازې کوم، اجازه ورنه کړی شوه، د هلک په لنګیو میتیازې ولاړې دا ځکه چې معلم پخپله د سرمعلم څخه ډاریده، اجازه یې نه شوه ورکولای.
یو بل هلک چې عبدالکریم نومیده د بل هلک سره یې جنګ کړی ؤ، نوموړی یې دومره ووهه چې یو طرف مخ یې بلکل تورشو، بیا یې دا بل طرف ته همغه حالت ته ورساوه.
د هر شپږم ورځ زموږ لپاره د جنت ورځ وه، کله به چې له ښوونځي څخه رخصت شوو، د جمعې ډیره خوږه شپه وه، خو د شنبې شپه د قیامت او ورځ یې دوزخ ته ورته وه، غیر د وهلو ټکولو نه بل څه له دوی سره نه وو، چې څه شاګردانو ته ورزده کړي، زه د شپږم ټولګي څخه فارغ شوم خو په تقسیم باندې نه پوهیدم، دا ځکه چې زمونږ استاذان ملایان وو، هغو بېچاره ګانو پخپله حساب نه ؤ زده.
زمونږ د ښوونځي مصارف د دولت پر غاړه وو، لکه تور رنګ د لرګي تختې، د کړکي قلم، د سیاحۍ بوتل چې د خاورو مشواڼي وه، کله کله به مو د رنګ مشوانۍ د اختر د هګیو غوندې سره وګټلې، یا به راڅخه ولویدلې او ماتې به شوې، خو استاذ به د لیک په وخت کې خامخا درسي لوازم پوره غوښتل، یو ځل چې زه په دریم ټولګي کې وم مشواڼي مې ماته شوه، پلار مې راته بله مشواڼي واخیسته خو ویې ویل: که دا ځل دې ماته کړه نو وبه دې وژنم، پلار مې هسې د نیستۍ دلاسه موږ ته دکتاتور ؤ، له ویرې به مو هغه ته سم کتلی هم نشول، په دې جریان کې یوه ورځ یوه سړي خپله د آس ګاډۍ(ټانګه) بې له آس څخه خپل کور ته کش کوله او مونږ د ښوونځي څخه رخصت شوي وو چې د ګاډۍ په کشولو کې مو مرسته ورسره کوله، په دې ځای کې هغه مشواڼي چې پلار مې پرې د مرګ اخطار راکړی ؤ ورکه شوي وه او پوه شوم چې مشواڼي نشته، د ورځې یو ځای بل ځای ناست وم هسې مې خیال کاوه چې پلار خو مې خبر دی، نو د وعدې سره سم به مې ووژني نو زه د پټیدو په فکر کې وم څو ماښام شو چې دا شپه زما یوه ډیره مهربانه ترور هم زموږ کره راغلي وه، زه د غواګانو په اخور کې چې چرګې هم پرې کیناستې او پنا ځای ؤ، پټ شوم، ماښام مې مور، پلار وروڼو او د تره زامنو شاوخوا لټولي وه په پای کې یې د مزرو د اور په رڼا باندې په اخور کې ولیدم، ما له ډاره ژړل هغوی حیران وو چې څه راباندې شوي دي، چې یې وپوښتلم نو پوه شول چې جرم کوچنی دی او ترور مې په غیږ کې ونیولم ویې ویل، مه خپه کیږه څوک به دې نه وهي، زه به بله مشواڼي درته واخلم.»
د مرحوم استاد عبدالستار آڅړ له یاد داښتونو څخه.