په خوست کې د کرنې او وترنری انسټيټوټ ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

 
د دوشنبې په ورځ دخوست مرکز اړوند غرغښت لېسې ته نږدې د کرنې او وترنری انسټيټوټ ته  د ودانۍ جوړولو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پیل شوې .
دغه ودانۍ د المان هېواد په مالي مرسته  او  د (ORD) تطبیق کوونکي موسسې لخوا د (۴۲) مېلیونه افغانیو په ارزښت  په دوو پوړونو کې جوړیږي چې ساختماني چارې به یې  د قرارداد له مخې په اتو میاشتو کې بشپړې شي .
د پوهنې ریس انجنیربخت نور بختیار وویل چې د کرنې او وترنری انسټيټیوټ تېر کال تاسیس شوی چې (۱۹۴) زده کوونکي لري خو دده په وینا د سرپنا د نشتون له امله تر دې  مهاله په کرایي کور کې فعالیت کوي .
نوموړی زیاته کړه چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به شته ستونزې هوارې او د  انسټیټیوټ زده کوونکي  به وکولای شي چې خپلې زده کړې په ښه چاپېریال کې پرمخ بوزي . بخت نور وویل پدغه پروژه کې د ودانۍ ترڅنګ څلوردېوالي،د اوبو ذخیره،د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېل تحقیقاتي فارمونه ،مجهز لابراتوار او کمپیوټرلېب مرکز شامل دي چې د زده کوونکو لپاره  به خورا ګټور تمام شي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې  د مسلکي زده کړو ارزښت او اهمیت ته په کتو سره وویل چې که چېرې د کرنې سکتور ته اساسي توجه وشي نو لرې به نه وي چې دا هېواد به په خپل ځان بسیا او بیا به چا ته ددې ضرورت ونه لري چې هرڅه له بهره  راوارد کړي .
ده پدې خوښي وښوده چې  خوست د علم او فرهنګ په غوړېدا کې ګړندي ګامونه اخلي او هره کورنۍ هڅه کوي چې خپل اولادونه د علم په ګڼه سمبال او ټولنې ته یې د خدمت په موخه  وړاندې کړي .دده په خبره که چېرې زموږ خلک په واقعي مانا علم حاصل کړي نو له شک پرته په هېواد کې روانې بدبختۍ او وروروژنې به پای ته ورسیږي  او ټول افغانان به په شریکه د هېواد په جوړولو کې ونډه اخلي . په همدې اساس نوموړي ژمنه وکړه چې د پوهنې سکتور ته به  اساسي توجه کوي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي  په خوست ښار او ولسوالیو کې روانو او ترسره شویو مهمو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل  خوست ولایتي اداره هوډ لري چې دخوست جوړونې او ابادۍ لپاره به خپلو تلاشونو ته   دوام ورکوي او پدغه برخه کې به د هېچا شخصي فرمایشونو او فشارونو ته سر ټيټ نه کړي .
ښاغلي حبیبي دخوست  په خلکو غږ وکړ چې ځنګلونه د ملي شتمنۍ په توګه وساتئ او چا ته اجازه مه ورکوئ چې دغه مهمه شتمني چې په طبعیت کې مهم رول لري له منځه یوسي .
نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د زراعت سکتور ته  په وده  ورکولو او د دوه منده  ذخېروي بند په جوړولو کې به خپلې هڅې ګړندۍ وساتي .
د ولایتي شورا  وکیل قمرعلي لکڼوال  په خوست کې د علم  په پرمختګ،د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو په نږدېوالي او دبیارغونې  په برخه کې دخوست  ولایتي ادارې هڅې او لاسته راوړنې وستایلې .
د نوموړي په خبره  دخوست ولسونه د کار خلک ښه پېژني او همدې اصل ته په کتو سره ژمن دي چې دخوست سیمه ایزې ادارې سره په ټولو چارو کې اوږه په اوږه همکاري وکړي  .ده زیاته کړه څو تنه محدود خلک نه شي کولای چې د خپلو شخصي اهدافو  پخاطر خوست بې ثباته  او د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره د پرمختګ روان کاروان ټکنی کړي .
د قومي مشرانو په استازیتوب مدیرشریف الله وویل د زراعت په برخه کې پيل شوې برنامې او د کرنې او وترنری انسټیټيوټ په فعالیت سره به  خوست په نږدې راتلونکي کې مسلکي کادرونه ولري چې دغه ځوان کادرونه به د کرنې  او مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي .نوموړي دخوست په ټولوولسونو غږ وکړ چې دخوست جوړونې او سمسورتیا پخاطر د خپلو همکاریو لمن پراخه کړي ترڅو ولایتي اداره  د ولس د همکارۍ پربنسټ  پدې وتوانیږي چې دخوست د خلکو ټولو اساسي او روا غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کرنې او وترنری انسټیټیوټ لپاره د ودنۍ جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پیل شوې .
۱۳۹۵-۷-۱۲