دمبارکی پيغام

مالمو سويدن .
۲۰۱۶ ز کال دسپتمبر ۳۰
د روهی ويب پاڼو کارکونکو د ابريامو مبارک
د روهي ويبپاڼی غښتلو کارکوونکو زمونږ نيکې هيلې اوسلامونه قبول کړئ.
په ډير وياړتاسود دې علمی اومنلی ويب پاڼي کارکونکو، ستاسو قلمي همکارانو لوستونکو اومينه والوته ستاسود فرهنگي هڅو د لسمې کليزي په مناسبت دزړه له کومی مبارکيو اوپيرزويونو په وړاندي کولوسره تاسو ته پدې علمی، فرهنگی اوملی هڅو کي د لازياتو برياو غوښتنه کوم .
زموږ دهيواد په کړ کېچنو او تاريکو شرايطو کي د يوه مطبوعاتي چوپړ لپاره لس کاله د يوې ثانیې په معنی دي، خو تاسو پدې يوه ثانيه کښي دومره پاخه گامونه پورته کړي او وځلېدياست لکه چي څوکاله مو له فرهنگی چوپړ نه تېرشوی وي .
زه د دې پاڼې ددايمی لوستونکی په توگه ددې پاڼې د غښتلتيا،پ ياوړتيا اوشهرت موندلو په لار کي د ستاسو هريوه شپه او ورځ نه ستړی کېدونکی زيارته د قدر په سترگه گورم . پدې پاک علمی او فرهنگی چوپړکي چي موخه ئي افغان ولس ته خدمت اوهغوي ته ډير ژر د معلوماتو اونوو خبرونو رسول دي د لازياتو برياوو هيله کوم .
پدې هيله چي پدې فرهنگی ژوند کښي مو يوازي برياوي اوخوښۍ مل وي . چي په تاسو وياړي
حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنگی ټولني مشر او دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې چلوونکی