د سختو ورځو ولسمشر څوک دی؟


که له قومیت، کندهاریزم او امتیازاتو راتیر سو، نو د سختو ورځو ولسمشر ډاکټراشرف غني دی دلایل یې دا کیدای سي:
۱ــ د کرزي په وخت کي یو نیم لک ناټو پوځیانو مخامخ جګړه ایز ماموریت ترسره کاوه خواوس ایله لس زره بهرینان دي چي هغوی هم یواځی د مشورې، تجهیز او روزني په برخه کي کارکوي.
۲ــ د کرزي په وخت کي په ملیاردونو وړیا او بلاعوضه مرستي راتوی سولې، خو نړیواله ټولنه د بې ځایه لګښتونو نوره ستړې سول د غني د حکومت څخه دوه کاله مخکي دغه مرستي ۷۰٪ کمي سولې.
۳ــ غني د وزیرانو او والیانو استخدام د وړتیا او ظرفیت له مخي کوي، خو کرزي د دولسم ټولګی فارغ (ضراراحمد مقبل)هم د بهرنیو چارو وزیر ټاکلی ؤ، هرڅه یې د شخصي مصلیحت قرباني کول.
۴ــ د کرزي په وخت کي یواځي طالب او حزب اسلامي د نظام خلاف جګړه کوله خو حالاتو تغيیر وکړ د سیمي استخباراتو داعش هم پیداکړ چي د ملي وحدت حکومت ته سرخوږۍ سو.
۵ــ د کرزي په حکومت کي له یوه پنجشیره پینځه وزیران وه خو غني خپل لومړي مرستیال (دوستم) ته هم فقط د یو وزیر ونډه ورکړې.
۶ــ پراخ اداري فساد، جګړه، ناامني، اقتصادي بې ثباتي، د بهرنیانو لاسوهني د غني حکومت ته له تیر حکومته په میراث پاته سولې، په کندهار کي د عینو میني په نامه د دفاع وزارت د مځکي په غضب او د کابل بانک د اختلاس په قضیه کي د کرزي خپل دوه وړونه ښکیل وه.
۷ــ دقدرت جزیرې، بدماش والیان او د امنیې قومندانان، خپل سري وسله وال د سیمیزو پولیسو نا چاڼ سوي تشکیلات نوي حکومت ته په میراث پاته سول.
۸ــ د طالبانو جګړه ځکه توده سول چي له یوې خوا کرزي په خپلو وروستیو کي د نوي حکومت لپاره د خنډ په خاطر د طالبانو اکثره نظامي قومندانان او مسؤلین خوشي کړل او بل لور ته د ملي وحدت حکومت له پاکستان سره د عقلاني انتخاب سیاست غوره کړ، په نړیواله کچه یې د پاکستان د انزوا سیاست په څرګند ډول پيل کړ، د لومړي ځل لپاره مرستیال ولسمشر سرور دانش په ملګروملتونو کي د پاکستان خلاف څرګند اعتراض وکړ، ډيری خلک په دې باور دي چي کرزی د نظام خلاف هومره هڅي کوي چي ولایتونو یې حتی سقوط وکړي، زه د د پټو سرچینو خبره کوم کله چي جنرال رازق د اروزګان جګړې مهار ته ولاړ، کرزي په تلیفون کي ورته وویل چي ایا ته د پوپلزو د وژلولپاره تللی یې؟؟ (تلیفون یې د کشفي ارګانونو سره ثبت دی)
۹ــ کرزي هر قومندان، جنګ سالار او غربی په مشاوریت، مفتو پيسو او امتیازاتو غلي کړی ؤ وه آن عصمت قانع او احمدسعیدي هم د پوهني وزارت په یوه پروژه کي هوايي ډالري معاش اخیست، نو اوس به خود هغه کسان د غني او ملي وحدت حکومت مخالفت کوي چي امتیازات پرې قطع سول.
۱۰ــ د کرزي په لومړیو شپږو کلنو کي د هغه محافظین هم امریکایان وه، ان د ارګ تلاشي یوه سپي کول چي په رتبه جګړن ؤ او مخور خلک او علماء یې هم په بوی کول خو اوس کرزی افغانستان اشغال او دطالبانو جنګ ته مشروعیت ورکوي.
۱۱ــ نړیوال نور له ګزافو لګښتونو ستړي سوه، نړیوال مؤسسات او انجوګاني درې کاله مخکي وتړل سولې د بیکارۍ کچه ډيره لوړه سوه او غني خوار ورسره لاس او ګریوان دی.
۱۲ــ کرزي په خپل حکومت کي بارز سهیم نه درلود خو د ملي وحدت حکومت د دوو ټیمونو په واسطه ایجاد سو.
۱۳ــ د کرزي په حکومت کي د نړیوالي ټولني او بهرنیانو ډیر پام افغانستان ته ؤ، خو سوریې، عراق او یمن جنګونو د بهرنیانو پام له افغانستان څخه راکم کړخو غني بیاهم وکولای سول چي په نړیوالو کنفرانسونو کي نړیوالي ټولني ته قناعت ورکړي.
او داسي نور...............
سلطان شاه (صفاري)