زمونږ ګران هیواد افغانستان

 
زمونږ خوږ هیواد افغانستان د ښکلی نوم خاوند د ښکلی تاریخی پس منظر لرونکی او غښتلی خلکو چی مختلفو قومونو نه جوړ هیواد دی. زمونږ شاعران، خطاطان، رسامان، مهندسان او نور هنر نه ډکی ګوتې د افغانستان د نه ختمیدونکی صفات لکه سمندر موج په شان روان دوان دی. زمونږ د زړه ورو خلکو قربانیانو نتیجه ده چې مونږ سره د نوی تکنالوجی سهولیات کمی نه باوجود نن مونږ د آزاد هیواد څښتن یو.دا یوه څرګنده خبره دی چې زمونږ هیواد خپل طبعی خصوصیات، ښکلی آب و هوا، زرخیزې خاوری او جغرافاې موقعیت له کبله د ټولو ملکونو توجه مرکزجوړ شوی دی او دوی په مختلفو نومونو په هیواد باندی مسلط  کیدلو کوشش یی کړی دی. خو زمونږ د بهادرو او شهامت او وطن ساتونکی خلکو له کبله دوی خپلو اغراض و مقاصد ته نه دی رسیدلی. که مونږ خپله کی یو موټې شو هیڅوک دا جرات نه شی کولې چې مونږ ملک ته په بد نظر اوګوری. ځکه چې افغانستان مختلف قومونو نه جوړ یو ملک دی. د خدای بخښلی فرهاد صیب وینا دی:
              د دی خاورې ټو ل بچیان
که هزاره دی
که تاجک دی
که تورکمن دی
که ازبک دی
که پښتانه دی
که نورستانی دی
که نور واړه واړه قومونه دی
دی ټولو نه یو میړنې او سر لوړې ملک جوړ شوی دی
ګرانو هیوادوالو، زمونږ  درد نه ډک خلک هم حق لری چې د نورو ملکونو په شان ژوند ولری او د ژوند واړې واړې خوشالیانې خپل کړی لیکن دا لوې طاقتونه غواړی چې د خلکو پام بل خوا ته واړوی ،هغه دا چې مونږ یی په درې نومونو مشهور کړی یو، یعنی  اسلام، ږیره او حجاب. لیکن
اسلام ـ زمونږ دین
حجاب ـ د ښځې حیا او پرده او د مونږ کلتور یوه برخه
ږیره – د نارینه وقار او نارینه توب علامت دی
 
په اګست دیرشم ۲۰۱۱ د لوې اختر په ورځ زما ګران پلار قدرت الله حداد ما ته دا شعر وفرماییل:
 
زما به صوفی و ملا سلامی  که پیغام خدا را دادند به ما
و لیکن تفسیر شان به حیرت انداخت خدا و جبراییل و مصطفی را