لنډ مزل او اوږد واټن

 
نویده خوشبو ـ لندن
افغانستان له نږدې څلویښتو کالو راهیسې د اور په لمبو کې سوځي، ګڼ شمیر میرمنې کونډې، خویندې بې وروره، ورورڼه بې خویندې او میندې بورې شوې. په روانه جګړه کې چې ظاهرآ د افغانانو په نوم تپل شوې او په ټوله مانا د پردیو د اهدافو لپاره روانه ده ښکلیل لورې افغانان او هره ورځ قرباني کیږي او وژل کیږي.
نږدې شپاړلس کاله مخکې افغانستان پدې هیلې خپل سهار پیل کړ چې ګوندې بیا يې هیڅ بچی قرباني نه شي.پخواني ولسمشر په خپله دیارلس کلنه دوره کې په ټول قوت او توان د سولې لپاره منډې ترړې وکړې خو متاسفانه چې په حکومت کې د یوشمیر کړیو له لورې د ښه نیت دنشتون له امله،یاده پروسه نه د طالبانو سره او نه هم دحزب اسلامي افغانستان سره کومې پایلې ته ورسیده.
ټیک دوه کاله مخکې د ملي یووالي حکومت په کار پیل وکړ او زما څخه نیولې ګڼ شمیر افغانانو په حکومت نیوکې پیل کړې،چې له خپل عمر څخه مخکې ددې حکومت وخت پای ته رسیږي، او لامل يې هم مخکې له وخت قضاوت و چې دوی به هیڅ هم ونه شي کولای.
د ټاکنو پرمهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو که په خپله پنځه کلنه دوره کې یوازې دسولې په برخه کې هم لاسته راوړنه ولري نو دا به دده لپاره ښه بریالیتوب وي.ولسمشر نه یوازې  دغه اوږد دسولې (چې څلویښت کاله مخکې مروره وه)واټن،په دوه کالو کې په بریالیتوب سره سرته ورسولو،بلکې په کور دننه له ټولو چلنجونو سره سره  اساسي او بنسټیزو پروژو  کار پیل کړ او په چټکې سره دوام کوي.
په بهرنۍ پالیسې کې د پاکستان د انزوا څخه نیولې له هندوستان سره د ښه مناسباتو او نړیوالو ته دافغانستان د ښه تصویر ورکولو په برخه کې هم بریالی شوی دی.له ښاغلي حکمتیار سره دسولې تړون لاسلیک هغه لویه تاریخي لاسته راوړنه ده چې ممکن د ولسمشر غني حکومت ډیری نیمګړتیاوې سړی هیرې کړي.مهمه خبره خو داده چې دطالبانو جلا شوې ډله ملا رسول هم د افغان حکومت او ښاغلي حکمتیار ترمنځ دسولې هرکلی کړی.ښاغلي حکمتیار د طالبانو د جلاشوې ډلې مشر ملارسول څخه وغوښتل چې دبین الافغاني مذاکراتو له لارې درې اونۍ دسولې خبرې وازمويي.
که حالاتو ته وګور په ټوله کې بهرنیان هم اوس له هرې ممکنې لارې چې وي غواړي دافغانستان دسولې مسله یوې خواته کړي،چې ښه بیلګه يې دښاغلي حکمتیار سره دسولې تړون دی،چې په ټوله کې امریکا او لویدیځ نړۍ يې ملاتړ وکړ.نو ملا رسول هم ښايي له همدې موقع څخه د ګټې اخیستو په پلمه افغان حکومت ته دسولې شین څراغ ښودلې وي.
په هرصورت مونږ غواړو چې په هیواد کې دایمي سوله قایمه شي او دا سوله دافغانستان داساسي قانون په چوکاټ کې او ټولو هغو لاسته راوړنو دساتنې په شتون کې غواړو.
افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان پدې پاکه خاوره کې د ارسیدو حق لري، له ټولو ښکیلو لورو څخه د افغان سولې په بهیر کې د شاملیدو په هیله.