شمعون پيرس

 
شمعون بيرس (۱۹۲۳ اګست ۲ / ۲۰۱۶ سپټمبر ۲۸) د اسرائیلو ولسمشر و، نوموړی له  ۲۰۰۷ ز څخه تر ۲۰۱۴ زپورې پردې دنده کار کړی دی، د ګارګر ګوند رهبر و وروسته بیا په ۲۰۰۶ ز کادیما ګوند ته ولاړ. دوه ځلې د اسرائیلو لومړی وزیر تېر شوی دی لومړۍ پلا په ۱۹۸۴ څخه تر ۱۹۸۶  او دویمه پلا له  ۱۹۹۵ ز څخه تر ۱۹۹۶ پورې.
تېره ورځ د دماغي سکتې لامله ومړ، شمعون ۹۳ کاله عمر وکړ، اویا کاله یې سیاست کړی دی، د نوبل جایزه یې هم  تر لاسه کړې ده، خو هیڅکله سولې ته ژمن نه و، پنځوس کاله د اسرائیلو د پارلمان غړی و، داسې دولتي څوکۍ نشته، چې نوموړي پرې کار نه وي کړې.
لاندې کرښو کې به د نوموړي د ژوند لوړې ژورې خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو.
ژوند
شمعون پيرس په پولینډ کې زیږیدلی دی، پلار یې د لرګیو سوداګر و او مور یې د کتابتون امره او د روسۍ ژبې ښوونکې وه، د شمعون کورنۍ د برتانوي استعمار پرمهال په ۱۹۳۴ ز کې فلسطین ته کوچیدلې ده او په تل ابیب ښارګوټي کې ځای پر ځای شوې وه، دا ښار هغه مهال د یهودانو  دراټولیدو ځای و. شمعون په  تل ابیب کې خپل زده کړې پیل کړې وې، وروسته بیا د کرنیزې لیسې ته ولاړ . په ۱۹۴۰ ز کې یې سیاسي او ټولنیز فعالیت پیل کړې و.
شمعون په ۱۹۴۷ ز کې دهاګانا مشرتابه ته ورسید او د بشري مرستو او وسایلو درانیولو مسوولیت ور تر غاړه شوې، له دافید بن ګوریون او لیفي اشکول  سره یې کار کړی دی، په ۱۹۴۸ ز کې داسرائیلو له جوړیدو وروسته دا دواړه  داسرائیلي دولت   مشهورو سیاستوال و. شمعون دبن ګوریون د ډلې مهم او کلیدي غړی و، پیرس به ویل  : ګوریون زما سیاسي پالونکې او استاد دی.
شمعون په ۱۹۴۵ ز کې له خپلې ملګرې سونیا لفیت جلامن سره واده وکړ، دا یې د ښوونځي دوخت ملګرې وه، درې بچیان او اته لمسیان لري.
سیاسي ژوند
دشلمې پیړۍ په پنځسمه لسیزه کې شمعون پیرس داسرائیلو په دفاع وزارت کې د ډيپلوماټ په توګه دنده پیل کړه او تر ټولو مهم ماموریت یې دا و، چې څرنګه اسرائیلو ته وسلې  پیدا کړي. په ۱۹۴۹ ز کې په واشنګټن کې داسرائیلو په سفارت کې نظامي اتشه وټاکل شو.
په ۱۹۵۲ ز کې د دفاع وزارت کې  مدیر وټاکل شو په ۱۹۵۳ ز کې د وزارت عمومي مدیر شو، شمعون وتوانیده، چې له فرانسې څخه  داسرائیلو لپاره میراج ۳ الوتکې  او د دیمونه اتومي بټۍ راونیسي. پیرس له فرانسې سره ګډ کار وکړ، او پایله یې دا شوه، چې په ۱۹۵۶ ز کې پر مصر  برید وکړ.
شمعون پیرس داسرائیلو داتومي وسلو پلار او مهندس ګڼل کیږي.
شمعون پیرس په ۱۹۶۵ ز کې ماباي ګوند پرېښود او له  بن ګوریون سره یې  رافي ګوند جوړ کړ و په ۱۹۶۸ ز کې هڅه وکړه او دواړه ګوندونه یې سره یو ځای کړ او په ۱۹۷۷ ز کې یې مشر شو.
له اسحق رابین سره  یې په نوبت  دلومړي وزیر څوکۍ تر لاسه کړه او د۱۹۸۶- ۱۹۸۸ تر منځ  دلومړي وزیر مرستیال او بیا دبهرنیو چارو وزیر شو. وروسته بیا دماليي وزیر وټاکل شو، له ۱۹۹۰- ۱۹۹۲ ز پورې په  پارلمان کې د کارګر ګوند په مشرۍ داپوزیسیون مشر و. کارګر ګوند په ۱۹۹۲ ز کې ټاکنې وګټلې او شمعون پیرس بیا دبهرنیو چارو وزیر وټاکل شو او په ۱۹۹۳ ز کې یې له فلسطینیانو سره دسولې خبرې اترې پیل کړې، چې په پایله کې یې داوسلو تړون ته لار پرانېسته په ۱۹۹۴ ز کې  یې له یاسر عرفات سره په شریکه دسولې لپاره دنوبل جایزه تر لاسه کړې ده.
په ۱۹۹۵ ز کې د اسحق رابین له ترور وروسته  لومړی وزیر شو او په ۱۹۹۶ ز کې یې پر لبنان دبرید امر وکړ.
شمعون پیرس  له ۱۹۹۹ ز څخه تر ۲۰۰۱ ز پورې دسیمه ییزې همکارۍ وزیر و وروسته بیا دبهرنیو چارو وزیر او دلومړي وزیر ارییل شارون مرستیال شو، خو په ۲۰۰۲ ز کې استعفا وکړه ، په همدې کال یې کارګر ګوند پرېښود او کادیما ته ولاړ او په ۲۰۰۷ ز کې داسرائیلو ولسمشر شو، چې په ۲۰۱۴ ز کې یې ولسمشري پرېښوده او پر ځای یې رووفین ریفلین وټاکل شو.
له موساد سره کار
شمعون پیرس د خپل سیاسي فعالیت پرمهال د خپل هېواد له څارګریز ارګان موساد سره هم کار او همکاري کړې ده، شمعون پیرس د مشهور مصري څارګر احمد الهوان دروزنې او پالنې  مسوول و.
مړینه
شمعون پیرس د۲۰۱۶ ز د سپټمبر پر ۲۸  سهار ۳:۴۰  په پلازمېنه تل ابیب کې ومړ.
لیکنې او کتابونه
شمعون پیرس دخپل سیاسي فعالیت تر څنګ کتابونه هم لیکلي دي، چې تر ټولو مشهور یې ( نوی منځنی ختیځ) دی، چې د نړۍ له دیرشو ډیرو ژبو ته ژباړل شوی دی.