د خوشال بابا فکري بهير د ۱۵۱مې غونډې راپور

 
د خوشال بابا فکري بهير ۱۵۱مه غونډه تېره پنجشنبه (تله- ۱) د کلتوري ټولنو د همغږۍ جرګې په دفترکې ترسره شوه.
 
C:UsersRohiDownloads14453838_10207372926747545_457525774_o.jpg
 
غونډه د قرانکریم په تلاوت پيل شوه.
 
C:UsersRohiDownloads14453875_10207372926787546_1261631328_o.jpg
تر تلاوت وروسته مومند اڅړ حدیث شریف ووایه. نوموړي وویل، محمد ص فرمایلي: قیامت هله راځي، چې امانت خیانت شي او امانت هله خیانتېږي، چې کار نااهلو ته وسپارل شي.
 
C:UsersRohiDownloads14467128_10207372924467488_2135793170_o.jpg
 
د اونۍ مهمې پېښې همایون نایل وړاندې کړې. ده وویل، د تېرې اونۍ مهمو پېښو کې يوه هم د ګلبدين حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د حکومت له لوري د سولې تړون امضا کول و، نوموړي زیاته کړه، په دې وروستیو کې د عامه خلکو د دارایۍ د سوځېدولو خبرونه ډېر اورېډل کېږي، چې په ارغندې کې د تېلو د ټانک سوځېدل او په قوای مرکز کې د دړو (تختو) د يو سرای سوځېدل يادوی شو.
 
C:UsersRohiDownloads14390744_1787807041435432_4231608363070296352_n.jpg
 
همداراز ښاغلي انجنير اجمل روهي، د خپلې هغې ليدنې په هکله مالومات وړاندې کړل، چې د حزب اسلامي د پلاوي (محمد امين کريم او عتیق الله ساپی) سره يې د سولې د هوکړه ليک تر لاسليک کيدو يوه ورځ وړاندې د سفر پر مهال د استانبول په هوايي ډګر کې ليدلي و. نوموړي د حزب اسلامي او دولت تر منځ د دوه کلنو هلو ځلو او په دې لاره کې د ځينې کړيو لخوا د خنډونو د رامنځته کيدو په هکله تفصيلي خبرې وکړې، چې د پاملرنې وړ نوي خبرې په کې وړاندې شوې.
 
C:UsersRohiDownloads14455707_10207372873106204_80947761_o.jpg
 
د خوشال بابا فکري بهير په دغه غونډه کې ښاغلي شفيق همدرد (د ژورناليزم خاطرې) په نوم خپل کتاب معرفي کړ. نوموړي د کتاب د معرفي په پيل کې وويل، چې کتاب یې پېنځه کاله وړاندې چاپ شوی او د د کاري ژوند خاطرې پکې راغونډې کړې دي. ښاغلي شفیق د کتاب ځينې خاطرې واورولې، او ټينګار يې وکړ، چې خاطرې لیکل خورا مهمې دي.
يوه خاطره يې: (( له محمد محقق(د اجراییه ریاست دویم مرستیال ) سره مې څو کاله وړاندې مرکه درلوده، دی هم خوښ شو، چې يو ژورناليست مرکې ته ورغلی، ځکه چې د کرزي حکومت په لومړیو کې رسنۍ کمې وې. ترې ومې پوښتل، چې د ۱۳۸۳ ولسمشریزو ټاکنو لپاره ښايي د ټاکنو کمېسون هغه کسان د ولسمشرۍ له نوماندۍ لرې کړي، چې په جنګي جنایتونو کې لاس لري. ويل کېږي، تاسې هم په جنګي جنایتونو کې لاس لرئ؟ ښاغلی محقق په غوسه شو او مرکه یې پرېښوده، ما ورته د مرکې وويل؛ خو ده انکار وکړ. په پای کې مې ورته وويل، چې زه په رسنۍ کې وایم، چې تاسې دغه پوښتنې ته ځواب رانه کړ. ده راته وويل، چې: دستت خلاص، هر قسمی که نشرش مېکنېن، نشرش کنېن)).
 
C:UsersRohiDownloads14467105_10207372869066103_855579873_o.jpg
 
ښاغلي شفيق له ۱۳۸۳ل کال راهيسې په رسنیو کې کار کوي. نوموړي په کليد راډيو، ميوند تلوېزون، بي بي سي راډيو تعليمي برخه او اریانا تلوېزون کې کار کړی دی. دی وسمهال د ماليې وزارت د مطبوعاتو د برخې سلاکار په حیث کار کوي.
 
C:UsersRohiDownloads14467087_10207372872026177_1848472045_o.jpg
 
د غونډې په درېيمه برخه کې احمد فهیم ديدار، چې د ځوانانو لپاره د خصوصي کار د رامنځته کولو پر يوه پروګرام کار کوي، خبرې وکړې. ښاغلي ديدار وويل: دغه پروګرام چې دی کار پرې کوي، د سوداګرۍ له لارې ځوانانو ته کار پيدا کوي. دغه پروګرام د ګوګل کمپنۍ په ملاتړ په افغانستان او د نړۍ نږدې ۲۰۰ ښارونو کې فعال دی. د هېواد دننه دغه پروګرام په کابل او مزار کې ترسره شوې او هڅه کېږي، چې د هېواد په نورو لويو ښارونو، کندهار او ننګرهار کې هم په نږدې راتلونکې کې ترسره شي.
 
C:UsersRohiDownloads14466449_10207372871906174_171693475_o.jpg
 
د ابتدايي بازارموندنې په اړه عبدالله الهام جمالزي پرېزنټېشن وړاندې کړ. ښاغلي الهام وويل: بازارموندنه يوازې دا هم نه ده، چې په تلوېزون يا راډيو کې اعلان نشر کړو، ښه اخلاق، د هټکۍ يا کار و بار دفتر ښه موقعیت، باکیفيته توکي او په مناسبه بيه يې پلورل... په بازارموندنه کې راځي. بازارموندنه د سوداګر لپاره خورا اړينه ده او د سوداګرۍ د ودې لامل کېږي. د بازارموندنې لپاره موږ باید کله لکه پېرېدونکو ته تخفیف ورکړو، پر هټۍ مو لوحه ولګوو او د خولې تبليغات (په کلي يا سيمه کې ووايو، چې زه خو ښه او باکیفیته توکي په مناسبه بيه پلورم.) وکړو.
 
C:UsersRohiDownloads14455904_10207372869026102_445994743_o.jpg
 
د خوشال بابا فکري بهیر ۱۵۲مه غونډه د دعايې په ويلو پای ته ورسېده.