د خوشال بابا فکري بهير د ۱۱۵مې غونډې راپور

 
"اخلاق داسې هستي ده، چې هېڅ تاوان نه لري." دا د تيري اونۍ د ځانګړې وينا يو جمله وه، چې موضوع يې د «ښکلا» په اړه وه.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2228.JPG
 
پنجشنبه د جدي ۳مه خوشال بابا فکري بهير ۱۱۵مه اونيزه غونډه جوړه کړه، غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، تلاوت احمد جمالزي وکړ.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2231.JPG
 
جمشېدالله حبيبي څو حديثه واورول. ده وويل: حضرت عايشه (رض) فرمايلي، چې محمد (ص) به ډالۍ قبلوله او نور خلک يې هم د ډالۍ په منلو هڅول.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2232.JPG
 
ملي او نړيوالو پېښو ته پکتيار صايب وبلل شو او ويې ويل: همدا اونۍ د حراست او ثبات شورا د نه منولو په موخه يو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو او له ولسمشر نه يې وغوښتل، چې دا شورا دې په رسميت نه پېژني؛ ځکه دا خلک ازمايل شوي دي، بيا ازمايل يې وړ کار نه دی.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2240.JPG
 
ده (پکتيار) وويل: د تېرې اونۍ بل خبر دا و، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانان کم شعوره بللي وو، کم شعوره يې ځکه بللي وو ، چې دوي لا تر اوسه په دې نه دي خبر، چې څوک يې وژني. د نرېندرا مودي راتګ هم د تېرې اونۍ تر ټولو تود خبر و، چې  ښاغلي پکتيار د غونډې په ګډونوالو واوراوه.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2237.JPG
 
په غونډه کې کتاب هم معرفي شو، دا ځل (عمومي رياضي) کتاب معرفي شو، دا کتاب محمد انور ليکلی، ۱۷ ځله چاپ شوی او ښاغلي نوراحمد شاهين پښتو کړی دی. ۱۳ څپرکي لري او ټول هغه موضوعات رانغاړي، چې زدکونکي او محصلان ورته اړتيا لري. د رياضي له ابتدايي بحث (سِټ) نه رانيولې تر انتيګرال او هندسې پورې په دې کتاب کې لوستلای شئ.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2256.JPG
 
دا چې شاهين په کم عمر لوی کار ترسره کړی و، د بهير مشرانو وستايه او د خوشال بابا فکري بهير د خوشال بابا انځور ورډ‌الۍ کړ.
پريزنټېشن د ټويټرtwitter په اړه و، ټويټر ټولنيزه (خواله) رسنۍ ده او دغه پريزنټېشن ښاغلي شعيب رحيم وړاندې کړ. ده وويل: د ټويټر لويه ځانګړنه دا ده، چې يو خو پکې جعلي اکاونټونه کم دي او بله خبره دا چې هره خبره دې بايد په ۱۴۰ توريو (حروفونو) کې بيان کړې. لويه خبره په وړو کلمو کې بيانول؛ هنر دی . دا کار نه خلک ستړي کوي او نه يې ډېر وخت لګوي.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2260.JPG
 
په ټويټر کې هم د فېسبوک په څېر خلک تعقيبوای شو، ملګري کوای يې شو او د خلکو پر خبرو، نظر يا کمنټ ورکوای شو. ده وويل: ټويټر د نظر د بيانولو ډېره مهمه لار ده، ان دا چې لوی سياستوال او ولسمشران له ټويټر نه کار اخلي.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2264.JPG
 
د ځانګړې وينا برخه په غونډه کې ځکه شامله ده، چې د وينا کولو فن عام شي او زده يې کړو. دا ځل ځانګړې وينا عبدالحق سليمانخېل وکړه، موضوع يې «ښکلا» وه. ده وويل: دوه ډوله ښکلا ده، د صورت ښکلا او د سيرت ښکلا. د سيرت ښکلا اخلاق دي، اخلاق د انسان معنوي ښکلا ډېروي او اخلاق داسې هستي ده، چې تاوان نه رسوي، سراسر ګټه ده. د محمد (ص) د برياليتوب او په خلکو کې د محبوبيت راز هم، اخلاق و. اخلاق د فرد سرمايه ده.
ښاغلي عبدالله الهام د راتلونکې غونډې اجنډا وټاکله او په پای کې پولاد صيب د دعا په ويلو، غونډه پای ته ورسوله.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2268.JPG
C:UsersDotComDownloadsIMG_2243.JPG
C:UsersDotComDownloadsIMG_2267.JPG
C:UsersDotComDownloadsIMG_2227.JPG