
بېمارۍ هله په سړي ورماتې شي، چي وجود يې کمزوری شي، وجود چې پياوړی وي، د مريضيو سره مبارزه ورته دومره ستونزمنه نه وي؛ خو که بدن کمزوری شي، يو تبه يې تر ګوره رسوای شي.
د يوه هېواد د قومونو مثال هم همدې څه ورته دی. داسې هېڅ هېواد چې يو قوم دې پکې وي ، نه به وي. د قومونو تنوع د نفاق سبب نه ، بلکې د سپېڅلي قرآن په خبره د خلکو د پېژندګلوۍ په مانا ده. انسانان چې په مختلفو قومونو وېشل شوي دي، وېشنه يې د پېژندګلوۍ لپاره ده، نه د برترۍ .
نو کمال دا نه دی، چې ځان درون او بل سپک وبولو، کمال دا دی، چې ادم زاد ته خدمت وکړو او ادم زاد ته خدمت کول پاک زړه غواړي. زړه هله پاکېدای شي، چې د تقوا نور وردننه شي. دا نور مو زړه ته هسې خدايي [بې له دې چې موږ پرې فکر او د ترلاسي لپاره يې هڅه وکړو] لاره نه کوي، بلکې رياضت غواړي. د مهاتما ګاندي په خبره"د انسان وجود د خدای ځای دی، بايد پاک وساتل شی."
تقوا د پياوړي وجود لپاره يوه مهمه نسخه ده، پياوړی وجود که فرد وي که ټولنه، د ثبات لپاره يې تقوا اړينه ده. دغه وجود که د خودخواهۍ او انانيت پلو ته مايل شي، شيطاني وجود ته مايل شوی. آدم ته چې شيطان سجده ونه کړه، د خودخواهۍ حس پسې اخيستی و. دی چې د اور له ذاته دی، خټين آدم ته سجده کول ورته ننګ ښکارېده. هغه و چي د خدای د خليفه دښمن شو.
د پياوړي وجود لوی دښمن قومپرستي ده. که د قومپرستۍ په لار کې ومرو، د محمد (ص) د امت تمه بايد ونه کړو؛ ځکه چې دا خبره ده (ص) پخپله کړې ده . د پياوړي وجود لپاره يووالي ته زښته زياته اړتیا ده؛ ځکه چې په يووالي قومونو يو موټي او ځواکمن کېږي. زموږ پياوړتيا لومړۍ په همدې جغرافيې کې چې د افغانستان په نوم ده، نغښتې ده. د دغې سيمې شړېدل زموږ د وجود د شړېدو په مانا ده.
لومړۍ خو دا چې موږ د افغانيت په دايره کې يو يو، کټ مت لکه نېلسن منډېلا به چې د جنوبي افريقا وګړي يو قوم باله. ده به ويل "موږ د مختلفو ژبو ويونکي بېلابېل قومونه نه؛ بلکې د بېلابېلو ژبو ويونکي يو قوم يو." منډېلا د خوسا د قوم او د تمبو د قبيلې و، د ده په وخت کې په جنوبي افريقا کې مختلفو قومونو ژوند کاوه. منډېلا په دې ښه پوهېده چې کثرت په وحدت کې دی؛ نو ځکه خو يې د اپارټايډ يا نژادي تبعيض پر وړاندې سر راپورته کړ، نژادي تبعيض جنوبي افريقا زره زره کړې وه. د نوموړي په دې سر خلاص و، چې جنوبي افريقا يوازې د خوسا په قوم او تمبو په قبيلې نه جوړېږي. د منډېلا له خبرو دا راوځي، چې د خدمت کولو دايره بايد لږ ه پراخه شي، په يوه قوم او يوه ژبې پورې تړل يې د خدای لار نه ده.
بله دا چې زموږ د وجود د کمزورتيا لوی دليل اپارټايډ نه، بلکې ژبنی او قومي تبعيض دی. د هېواد په يوه برخه کې چې څه بدبختۍ رامنځته شي، د يوه او بل د لاسه يې بولو، هسې لکه دوه هېواده چې وي. دوه هېواده کېدل مو پياوړي کوي نه، کمزوري کوي مو. د پاکستان په جوړېدا د هند مسلمانان خورا کمزوري شول همداراز هغه هندوان/ سيکان چې په پاکستان کې اوسېدل او دغه خاوره ورته تر ځانه ګرانه وه، د هند تر تقسيم وروسته د ښې ورځې خاوندان نه شول. لوی هند چې تقسيم شو، د د مذهب له مخې پکې لويه کډوالي رامنځته شوه او لويې بدبختۍيې وزېږولې.
نو که د دغه کمزوري وجود (افغانستان) د پياوړتيا احساس راسره وي، د دغې خاورې هر ګوت زموږ خاوره ده، خلک يې زموږ دي او يو يو. د باچا خان په وينا د ازبک، تاجک، هزاره او د پښتون خبرې پرېږدئ، تر هغې چې افغانان نه شئ، افغانستان نه جوړېږي.