د نړۍ ترټول غټ مالی بازار

  د نړی ترټولو غټ مالی بازار د فارکس به نامه یادیږي.
(Forex or FX)   فارکس دغه بازار یو د هغو بازارونو څخه دی چې په ورځ که څه ناڅه یونیم تریلیونه ډالره پکې ښکته پورته کیږي. دغه مالي بازار په اوسني وخت کې د نړۍ تر ټولو ستر مالي بازار حسابیږي. به دغه بازار کې د اسعارو پلورل او بدلول په دوه تیزه (دوتاهي) ډول کیږي. د بېلګې په توګه: یورو/  ډالر   یا  ډالر /   ین    په دغه بازار کې د اسعارو خرڅول او اخیستل په جیتوب (جفت) ډول کیږي او کوم خاص فزیکي ځای نه لري.  په بازار کې ټولې معاملې د انټرنیټ، تلیفون  او سویفت په وسیله کیږي . هغه سعار چې په دغه بازار کې ډېر ښکته پورته کيږي په لاندې ډول دي: امریکایی ډالر،استرالیایی ډالر ،جاپاني ین ،انګلستان پونډ ، یورو ، کاناډایی ډالر ... د فارکس بازا حصوصیات : ۱- اسانه لاس رسیدنه او اسانې اړيکې: ۱-۱ یوه پایه کمپیوتر ۱-۲ د انترنیت شتون ۱-۳ خاص پروګرام چې فارکس ته په کار دي ۲         ۲۴ ساعته د بازار شتون ۳-   د مبادلو د مصارفو کمښت ۴-    په شفافه توګه معلومات ورکول ۵- د اړم اعتبار ورکول  ۶- د مالیه نه موجودیت  او همداسې د نقدیتوب په ستره پیمانه  په معاملاتو کې د اړم په اعتبار باید داسې ووایم چې دا اعتبار دلږو پسیو مقابل کې غټې معاملي تر سره کول دي.