
اصلي علت دادی : چې، د «جمعيت د حزب » مشر برهان الدين « رباني » او د « نظار د شورا » مشر احمد شاه « مسعود »، د هغه وروڼه، ملګري او هملاري ټول د لوی، ملي او تاريخي غله، قطاع الطريق، د انګرېزانو د لاسپوڅي حبيب الله « کلکاني » ( د سقاو د زوی ) او د هغه د( ۱۷ )تنو غلو، لارو وهوونکو، دهشتګرو ملګرو؛ ملګري، پروان، مُريدان، هم مسلکان، خپلوان ، زامن، لمسيان، کړوسيان، د کورنيو غړي، دوستان وو او دي !!
که زما خبره درواغ او غلطه وي!؟ نو تاسې د نظار د شورا او د جمعيت د حزب د مشرانو، کدرونو، قوماندانانو، امرينو، فعالينو او هملارو کړنې د حبيب الله « کلکاني » غله او د هغه د بدکارو ملګرو له تورو عملونو څخه څنګه تفکيک کولی شئ!؟
آيا د دوی د کړنو او طرز تفکر تر منځه کوم توپير موجود دی ؟
زما په ګومان؛
نه خير !
په هېڅ صورت نه !!
د سقاو غله زوی ( حبيب الله ) او د هغه( ۱۷ )غلو ملګرو کابل، شاهي ارګ او دولتي بودجه او بانک ولوټه؛ همدغه غېر انساني، غېر اسلامي او غېر افغاني تور کارونه جمعيتيانو او د نظار د شورا لنډغرو په لا زشته، ترخه بڼه، په پراخه کچه او هر اړخيزه پيمانه سرته ورسول !!
کوم تور کارونه چې غله، لاسپوڅي، نالوستي او د ترقۍ ضد حبيب الله « کلکاني » او د هغه غلو ملګرو تر سره کړل، همهغسې لابد او بدتر کارونه : رباني، مسعود، قانوني، عبدالله، معنوي، محمدي، فهيم، پدرام، صالح، نور، مشاهد، ګذر، سالنګي، احمد ضيا، عبدالولي، احمد جان او نورو ډېرو نظاريانو او جمعيتيانو سرته ورسول او کابل يې په کنډوالو بدل کړ !!
غل حبيب الله « کلکانی » : غاصب، چورګر، قطاع الطريق، قاتل، اوباش، لوچک، لنډه غر، بدمعاش، زورګوی، زورګر، غل، او بد عمله و !!
همدارنګه د جمعيت او د نظار د شورا مشران، کدرونه او پيروان د غله کلکاني حبيب الله پر لارې روان کسان وو او دي(د بېلګې په توګه برهان الدين « رباني » د فيض آباد د پوهنتون تر څنګه ۱۱۰۰جريبه آبي ، دولتي ځمکه، له لويې دولتي کلا، درې تعميرونو سره غصب کړي دي ) احمد شاه مسعود د پنجشېر د زمردو او د بدخشان د لاجوردو کانونه د ۳۵کالو په اوږدو کې هم په پرله پسې ډول ولوټل او په بهرنيانو باندې يې په نيمه بيه وپلورل !! دوی ته غلا، چور او غصب له حبيب الله « کلکلني » څخه په ميراث پاتې دي !!!