رستم شا مومند او د هغه څرګندونې!


پاکستان زمونږ په ګاوڼډ کې هغه هیواد دی، چې له خپلو متقاعدو او کورناستو چارواکو، ډپلوماټانو او جنرالانو د ژوند تر پایه ګټه پورته کوي. رستم شاه مومند هم همداسې یو ډپلومات دی چې د افغانستان په هکله له لسیزو په کار اخته دی. هغه له سرتاج عزیز، نصرالله بابر او حمیدګل وروسته زمونږ په روانشناسۍ هم ښه پوه دی او زمونږ د ځینو خلکو د کمزورۍ ټکي هم ورسره دي.
هغه په وروستی مرکه کې د حکمتیار په راتګ د افغان ـ هند د روابطو په لا اقل سړیدو تاکید کړی او پاکستاني وګړو ته یې په راتلونکې د لږ باور کوشش کړی.
زما په آند هغه په یوه وخت په یوه کاڼي د دوه مرغانو د ويشتو خام تکل کړی.
اول: هغه غوښتې په دې مرکه د کابل د نظام کورني او بهرني شريکان په یو ډول په حکمتیار بې باوره کړي تر څو شوې لوظنامې ته د شک او تردد په سترګه وکتل شي. که یوازی همدا هم وشو نو پاکستان توانیدلی د خپل ستراتژیک عمق لپاره په اوسمهال کې ریزرفونه په لاس کې وساتي .
دوهم : مومند غوښتې د دې مرکې له لارې هندوستان دا پیغام ورکړي، چې د پاکستان خواخوږي په افغان اسټبلشمنټ کې د لا ځواکمنتيا په حال کې دي او ممکن هند له همدې ویرې د اوږدمهالو پروژو او چارو پلي کولو ته زړه ښه نه کړي.
د حکمتیار صیب د راتلونکو پلانونو او موخو په هکله له وخته مخکې څرګندونې ښایي د سولې روان بهیر ته د ګټې پر ځای تاوان پیښ کړي او همدا تاوان بیا په لویه کې د افغان وياړلي ملت تاوان دی.
مونږ هیله من یو، چې د سولې دا لوظنامه د تلپاتې سولې یوه ښه پیلامه شي.