د پاکستان جغرافیه به بدله شي

 
پاکستان له جوړېدو تر نن پورې د یوه متنازعه هېواد په توګه پاتې شوی دی. یاد هېواد د جګړو زېږوونکی دی، چې د سیمې سولې، امنیت او ثبات ته یې بې شمیره خطرونه پیښ کړي دي.
د پاکستان ټول تاریخ له ورانکاریو، د بل په چارو کې له لاسوهنو، له مذهبي احساساتو په ګټه پورته کولو، د ترهګرۍ په صادرولو، په پوځي پکتونو کې په ګډون او له ګاونډیانو سره له جګړو او دوی ته په توطیو ډک دی. د ساړه جنګ د کلونو له بحث به تیر شو. دا ښايي د ټولو په یاد وي چې په دې موده کې پاکستان څومره ناخوالې سیمې ته پېښې کړې.
له هغه وخته چې د ایف ۱۶ الوتکو پر سر د پاکستان او امریکا روابط په سړيدو شول، پاکستاني سیاستوال د بل بدیل یا نوي نړیوال ملاتړ کوونکي هېواد د پیدا کولو په هڅه کې شول، کله یې له بيجنګ سره ډیره خبره توده کړه او کله له مسکو سره. په دې کار کې پاکستان تل دوه موخې څاري.
یو دا چې د امریکا پر ځای د بدیل قوي ملاتړي هیواد پیدا کول، دوی په د ې توګه غواړي له امریکا بلکل خپله هیله ختمه کړي نو پر ځای یې باید بل انتخاب موجود وي.
دویم: په دې توګه د امریکا د سیاستوالو دوامداره د ( بلک میلینګ) چاره پر مخ بيايي او ډیر ځله په دې کار بریالي شوي هم دي. له دې چې چین نه غواړي په پوځي کړکیچونو کې ښکیل شي، پاکستان د روس خواته هم لاس ور اوږد کړ. روسان هم د پیشوګانو په شان څه په مفته موږکان نه نیسي، هغوی هم له پاکستان سره په خپل نږدیوالي کې دوه ډوله اهداف پر مخ بيايي:
لومړی: غواړي د داعش د نږدیوالي په ځواب کې، چې ویل کیږي امریکایۍ پروژه ده، امريکا ته وښیي، چې دوی هم هغه ملکونه تر خپل پوځي او استخباراتي څار لاندې لري، چې یو وخت یي ګټې امریکا ته تر هر چا نیږدې وې. له بلې خوا روسانو د ساړه جنګ او افغان جګړې د کلونو په اوږدو کې پاکستان د خیز د تختې په نامه پیژندلی او له هغه ور پیښ تاوانونه یې ښه په یاد دي. هغوی د غچ اخيستنې خیال لا له یاده نه دی ايستلی.
پاکستان د یوه اوبو وړي ملک په توګه کله امریکا، کله چین او کله روسیې ته لاس اچوي، خو د دوی په کور د ننه زبیښاکګر سیاست او له هند او افغانستان سره نه ختمیدونکې دښمني ښایي د پاکستان جغرافیې ته په نیږدې وختو کې تغیر ورکړي.
ویل کیږي د روسي پوځیانو ۷۰ کسیزه ډله د پوځي تمریناتو د سر ته رسولو په نیت اسلا آباد ته رسیدلې.
دا کومه د تشويش وړ خبره نه ده او نه روسان دومره احمقان دې چې د پاکستان د خوشالولو لپاره له هند سره چې په متوسط ډول هره ورځ شپږ ملیونه روسان د سیاحت په پار هند کې موجود وي دښمنې وکړي.
دا یوازې د یو چا هغه پیښې دي، چې د شتمن اشنا د توجه د جلبولو لپاره تر سره کیږي. نو له دې خبرو مې موخه دا ده چې پاکستان یوازې غواړي د امریکا توجه ځان ته جلب کړي او ځان ته شتمن یار پیدا کړي نه دا چې دوی ځان پیاوړی کړي او نه به هم په سیمه کې داسې کوم هېواد پيدا شي چې د پاکستان د پياوړي کولو هڅه وکړي.
دغه ليکنه به سرنوشت کې هم خپره شوې