روسي پوځیان په اسلام آباد کې!


پاکستان د خپل جوړښت نه تر ننه د یو متنازعه هیواد په توګه پاته شوی، چې د سیمې سولې، امنیت او ثبات ته یې بیشمیره خطرونه پیښ کړي.
د پاکستان ټول تاریخ له ورانکارۍ، د بل په چارو کې په لاسوهنه، له مذهبي احساساتو څخه په ګټه پورته کولو، د ترهګرۍ په اکسپورت، په پوځي پکتونو کې په ګډون او ګاوڼډیو سره له جګړو او توطیو ډک دی.
د ساړه جنګ د کلونو له بحث څخه به تیر شو.
له هغه وخته چې د ایف ۱۶ الوتکو پر سر د پاکستان او امریکې روابط په سړيدو شول، پاکستاني سیاستوال د بل یا بدیل نړیوال ملاتړ کوونکي د پیدا کولو په هڅه کې شول، کله یې له بيجنګ سره ډیره توده کړه او کله له مسکو سره.
په دې کار کې پاکستان تل دوه موخې څاري.
لمړی د بدیل غټ ملاتړي هیواد پیدا کول، چې که له امریکې یې بلکل هیله ختمه شي باید اپشن موجود وي او دوهم په دې توګه د امریکې د سیاستوالو دوامداره د ( بلک میلینګ) چاره پر مخ بيايي او ډیر ځله په دې کار بریالي شوي هم دي.
له دې چې چین نه غواړي په پوځي کړکیچونو کې ښکیل شي پاکستان د روس خواته هم لاس ور اوږد کړ. روسان هم د پیشوګانو په شان څه په مفته موږکان نه نیسي، هغوی هم له پاکستان سره په خپل نږدیوالي کې دوه ډوله اهداف پر مخ بيايي:
غواړي د داعش د نږدیوالي په ځواب کې، چې ویل کیږي امریکایي پروژه ده، امريکې ته وښیي چې دوی هم هغه ملکونه د خپل پوځي او استخباراتي څار لاندې لري، چې یو وخت یي ګټې امریکې ته تر هر چا نږدې وې او له بلې خوا روسانو د ساړه جنګ او افغان جګړې د کلونو په اوږدو کې پاکستان د خیز د تختې په نامه پیژندلې او له هغه نه پیښ تاوانونه یې ښه په یاد دي. هغوی د غچ اخيستنې خیال لا له یاده نه دی ايستلی.
پاکستان د یوه اوبو وړي ملک په توګه کله امریکې، کله چین او کله روسیې ته لاس اچوي، خو د دوی کور د ننه زبیښاکګر سیاست او له هند او افغانستان سره نه ختمیدونکی دښمني ښایي د پاکستان جغرافیې ته په نږدې وختو کې تغیر ورکړي.
ویل کیږي د روسي پوځیانو ۷۰ کسیزه ډله د پوځي تمریناتو د سر ته رسولو په نیت اسلا آباد ته رسیدلې.
دا کومه د تشويش خبره نه ده او نه روسان دومره احمقان دې چې د پاکستان د خوشالولو لپاره له هند سره چې په متوسط ډول هره ورځ شپږ ملیونه روسان د سیاحت په پار هند کې موجود وي دښمنې وکړي.
دا یوازې د رڼډی هغه پیښې دي، چې د شتمن اشنا د توجه د جلبولو لپاره تر سره کیږي.
مطلب نو ټینشن!!!