
۶/۷/۱۳۹۵،ل،ل
زما یو ملګری چې په کندهار کې د ملامحمدعمر سره یې نږدې کار کړی دی او اوس په خوست کې اوسیږي، د ډاکټرنجیب الله د وژلو په اړه یې (۱۹) کاله پخوا داسې معلومات راکړي دي: ملاغازي را ته وویل: کله چې موږ کابل ونیو، نو زه سره د یو شمېر نورو ملګرو، د ملګرو ملتونو دفتر ته په یوه دوه سیټه موټر کې ولاړو، موږ ولیدل چې د ملګرو ملتونو د ودانۍ په انګړ کې ځینې کسان ناست وو، ما پوښتنه وکړه چې، ډاکټر نجیب چېرې دی؟ یوه تن په لاس اشاره وکړه چې هغه دی. وروسته له هغې موږ ډاکټر نجیب وپېژند، چې رښتیا هم ډېر ضعیف شوی ؤ، ډاکټر نجیب د خبرو په اوږدو کې وویل چې، له ما څخه استاد رباني غوښتنه وکړه، چې زموږ سره ولاړ شه، خو ما ونه غوښتل چې له دوی سره ولاړ شم. موږ وویل چې اوس زموږ سره ولاړ شه. نجیب وویل چې، یو ځل دې مشران دلته راشي چې په خبره سره پوه سو. ما ورته وویل چې مشران تا ته دلته نه شي راتللی، زموږ مشران، ملارباني او نور په جمهوري ریاست کې دي، موږ تاسو هلته ورولو. نجیب ټینګار کولو چې که یو ځل مشران دلته راغلي وای نو ښه به وه. موږ داسې وښودله چې که په خوښه راسره ولاړ نه شي نو په زور دې هم له ځانه سره بیایو، بیا مو ډاکټرنجیب د موټر دوهم سیټ ته ورپورته کړ، چې په دې وخت کې د ملګرو ملتونو یو تن کارکوونکي ټینګار کولو چې دی، باید له دغه ځایه په زور باندې ونه ایستل شي او زموږ د موټر مخې ته ودرید، د ملګروملتونو کارکوونکي ته مو مرمۍ تېره کړه او ورته مو ویل چې څنګ ته شي، دی موږ جمهوري ریاست ته بیایو، په ودانۍ کې کسان په شک کې وو، چې ډاکټرنجیب وژني او که رښتیا یې جمهوري ماڼې ته بیایي. نو کله چې موږ حرکت وکړ، زموږ یوه ملګري طالب، د اوبو هغه پلاستکي پایپ چې د ودانۍ په انګړ کې د ګلانو د اوبه کولو لپاره پروت ؤ، ټول کړ او د دوه سیټه موټر باډۍ ته یې واچولو، نو پاتې کسان ټول ورخطا او پوه شول چې خبره بل شان ده. موږ مخامخ د اریانا څلورلارې ته راغلو، ده ته مو وویل چې له موټر څخه راکوز شي، خو دی نه کوزیده او موږ د برچو په څوکو باندې لږ لږ وواهه، په پای کې ملا یارمحمد، یوه مرمۍ وویشت او مړ شو او په هغه پایپ مو د ده مړی وځړولو او بیا مو د ده ورور احمدزی راوړ چې په ودانۍ کې نور ټول کسان تښتیدلي وو.»
ملا غازي چې د ډاکټر نجیب الله لومړۍ درجه قاتل دی په اړه یې ښاغلي رزاق مامون په خپل کتاب، رازخوابیده؛ اسرار مرګ داکترنجیب الله، په ۸۳ مخ کې داسې یادونه کړي ده: «حاجې بشیر می ګفت که سردسته این ګروه ملاغازي بود که دکترنجیب را از آن جا به سوی چهاراهي اریانا بردند وحلق اویز کردند.»
موږ چې پورته پلټنه وکړه او د شهید ډاکټر نجیب الله هغه جسد چې طالبانو د اسلام پر خلاف بې حرمته کړی ؤ او د اریانا څلورلارې د ترافیکو په یوه هوایي غورفه باندې یې ځوړند کړ، په همغه پلاستکي پایپ باندې یې ځړولی دی چې ملاغازي یې یادونه کړي ده، په ټولو انځورونو کې،همغه پلاستیکي پایپ له ورایه ښکاري.
اوس چې ملاغازي او ملایارمحمد د شهید ډاکټر نجیب الله لومړۍ درجه قاتلان دي نو باید حکومت یې په اړه وړ کړنې ترسره کړي، په ځانګړي توګه د ملي امنیت کارکوونکي چې ډېری یې د همدغه د وطن شهید په لاس روزل شوي جنرالان او افسران دي، د ولسمشر د قاتلینو نیول پرې واجب دي تر څو ښه روښانه شي چې دغو د ای، اس، ای مزدورانو د هیواد یو داسې ولسمشر شهید کړی دی چې تر اټکه پورې د افغان خاورې غوښتونکی ؤ.
څــــو وانـه خلي لـه غــــلیمه انـتـقــام = مــرد نـه خــوب کا نــه خــوراک کــــا نه آرام
د مردۍ د نامردۍ تر مـــــنځ میل نه دی = تــفــــاوت یې پــه ذره دی یــا پــه ګــــام
***
که یې کښینوې په باغ کې= مرد به ونه کا آرام
څــــو پوره په غلیم نه کا= هــره چـــار د انـــتقـــام
فــراغت کا خبر نه دي = نامردان په ننګ و نـام
لوی خان خوشال بابا
او په پای کې د شهید ډاکټر نجیب الله د شهادت په ویاړ، د قدرمن لوی شاعر سلیمان لایق لاندې ویرنه ولولئ:
سور مؤمن
گوره ډوبیدونکی لمر به تور ماښام ته څه وایي = دا له زرو جوړ پاچاه زنگي غلام ته څه وایي
بیا په بدمستئ کی د الله حرم ته ننوت = سور مؤمن د دې جومات زاړه امام ته څه وایي
زموږ شهید په جگو سترگوسری پانسۍ ته وخندل = گوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وایي
وینو د نجیب د شپې په تورو ونو وشیندل = عطر د منصور، خدایه لا دې مقام ته څه وایي
دا وینی به نمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي = بیا به تلونکي شپه د زلمي لمر خرام ته څه وایي
تږی ؤ عاشق ؤ بی پروایې په سر واړؤل = وپوښتئ کوترې دې خوني حمام ته څه وایي
نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوی کوزه شوه = اوس به دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وایي
بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه = گوره د مکّی صیادان دغه دام ته څه وایي
تورپنجاب یې راوست دکابل په زړه یې کښیناوه=اوس به دجومات حرامي دی انجام ته څه وایي
پای