د دوستم يو ارمان پوره شو،  او دويم پاتې دی !؟

 
په ۲۰۰۲م . کال کې د روسيې ټلوېزيون يو مستند فلم خپور کړ، په هغه فلم کې جوته وه چې روسانو په ۲۰۰۱م. کال کې (مخکې له دې چې احمد شاه « مسعود » ترور شي او د امريکې متحده ايالات ، ناتو او ايساف د طالبانو رژيم وپرزوي) غوښتل چې د کولاب له يوه هوايي ډګر او ځمکني مجهز پوليګون څخه د ۱۳۵۸کال په څېر د افغانستان په ځمکني او هوايي حريم ناڅاپي حمله او تېری وکړي ؛ کابل ونيسي ، احمد شاه « مسعود» جمهور رئيس ، عبدالرشيد « دوستم » صدر اعظم او سيد محمد « ګلابزوی » د کورنيو چارو وزير اعلان کړي او د خپلو پلويانو او جمعيتيانو ، د نظار شورا څخه نوې مختلطه کابينه جوړه کړي !!
خو د « سي . آی.اې »  اداره هم ويده او لاس تر زنې نه وه پاتې ! د روسانو هغه ارمان او پروګرام يې لا په نطفې کې د تل لپاره شنډ او محوه کړ ...
د امريکې پر مشرۍ د ناتو او اېساف غړو هېوادونو افغانستان اشغال کړ ، د بن کنفرانس يې جوړ کړ ، حامد کرزی يې د کابل قوماندان وټاکه!
په ۲۰۱۴م. کال کې د ناتو او ايسا ف د غړو هېوادونو ډېر شمېر پوځيان له افغانستان څخه ووتل  ، د حامد کرزي د قوماندانۍ دوه دورې پای ته ورسېدلې ، د امريکې دولت او « سي.آی .اې » په ډېرې هوښيارۍ سره د ټولټاکنو د  پروسې سنا ريو داسې جوړه او رهبري کړه چې د روسيې ( مسکو ) تالي څټي يې په دوو متخاصمو ډلو کې متمرکز او راټول کړل او پای کې يې  « د ملي وحدت حکومت » په نوم يوه ګډوله او مختلطه کابينه او حکومت جوړ او د عمل صحنې ته را ووېست!
په دغه نوي ګډوله (نوي ټيپ ) حکومت کې ډاکتر غني جمهور رئيس ، عبدالرشيد دوستم د جمهور رئيس لومړی مرستيال، د احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود د جمهور رئيس ځانګړی استازی او عبدالله عبدالله د اجرائيې
رئيس اعلان شول !
روسانو غوښتل چې خپل اجنټ دوستم د احمد شاه مسعود صدر اعظم کړي ، دادی داکار امريکايانو وکړ، بې سواده او نا لوستی ( تر درېيم ټولګي پورې يې ښوونځی لوستلی دی !) دوستم يې د جمهور رئيس غني لومړی مرستيال کړ.
 د دوستم يو ارمان خو پوره شو . دويم ارمان د دوستم داوه او دی چې دی هم لکه لږ لوستی قسيم فهيم ( تر ۹ټولګي پورې يې په ابو حنيفه کې زده  کړه کړې وه ) مارشال شي !
کله چې دوستم د جمهور رئيس غني لومړی مرستيال اعلان شو ، نو د دوستم پلويانو د دوستم په خوښه او د مسکو په دستور مظاهرې او رسمي غوښتنې وکړې چې د غني له خوا دې دوستم د مارشال په صفت اعلان شي ! خو دا کار امريکايانو ډېر جدي ونه ګاڼه او دهغو غوښتنې ته يې کوم ارزښت ورنه کړ!  ورپسې دوستم د خپلو مسکوي بادارانو په دستور له يوه بل تکتيک څخه کار واخيست ، هغه داچې : دی جوزجان ، سرپل او فارياب ته  د دې لپاره لاړ چې له يوې خوا د امريکې دولت ته خپل قدرت نمايي وښيي ( پوځي مانوره ) وکړي او د پردي شاته دوه نور هدفونه په دغه سفر کې لاسته راوړي :
۱. د روسيې په لارښوونه له ازبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان څخه پټې او غېر قانوني وسلې افغانستان ته را تېرې او د خپلو ملېشه يي قوماندانانو په لاسونو يې پټې او د راتلونکې بدې ورځې لپاره يې زېرمې کړي !
۲. د طالب او القاعدې په نامه په فارياب ، سرپل او جوزجان کې پښتانه په مرګ وټکوي ؛ او دا دواړه کارونه يې وکړل !
ده غوښتل چې ډاکتر اشرف غني به يې د امريکې د سفير په تفاهم او لزوم ديد مارشال اعلان کړي !خو دا کار هم ونه شو !! دوستم په يوه تصويري پيغام کې وايي « من انتقام امريکاييها را از طالبان و القاعده ګرفتم ! » لکه چې دی د امريکې تبعه اوسي !!
نو وخت به يې په ډاګه کړي چې دی د خپلو پخوانيو بادارانو په دستور بل کوم تکتيک او ناروا عمل ته لاس غځوي ، او خپل دويم ارمان( مارشالۍ ) ته رسېږي او که  نه !!؟؟