
زه د ډاکتر نجيب الله ملګری او د هغه د پلويانو او مينه والو له ډلې څخه نه يم ! داځکه چې زه په ۱۳۶۳ کال کې د کابل د خوشحال خان بابا په لېسه کې ښوونکی وم ؛ د قومونو او سرحدونو د وزير( سليمان لايق) ، د پوهنې د وزير (صمد قيومي ) په
تفاهم او د ډاکتر نجيب الله ( د خاد عمومي رئيس ) په امضا د معلمۍ له دندې څخه په دې خاطر منفک کړای شوم چې د شوروي اتحاد تېری مې پر افغانستان نه مانه او د شورويانو د اشغال پر ضد افغان وم... !!
په هر صورت! اوس ډاکتر نجيب الله ژوندی نه دی ، هغه د « وطن د ګوند » عمومي منشي اود افغانستان« جمهوررئيس» هم نه ؛ بلکې د افغانستان د تاريخ د يوه څپرکي يوه برخه ده ! د نجيب الله په هکله به هر افغان خپل نظر لري ، بيانوي به يې او ليکي به يې ؛ څوک به يې تاييدوي او څوک به يې غندي !! زه د هېچا پر خولې لاس نه ږدم ا و ايښودلی يې هم نه شم !!
زه غواړم اوس په څو لنډو کرښو کې تاسو ته وليکم : چې، ډاکتر نجيب الله چا ؟ د چا پر لاس او د څه لپاره وواژه !؟
زما شخصي نظر دادی چې ډاکتر نجيب الله د« کا.جې. بې » د مسؤلينو په اشارې ، د ببرک کارمل په دستور، د جنرال نبي عظيمي په وسله والې کودتا ، د احمد شاه مسعود په خوښې ، د دوستم په مستقيم عمل ، د طالبانو په لاسو او د « آی. اس .آی.» موجوديت کې ووژل شو !!
ولې ؟ او د څه لپاره !؟
ـ ډاکتر نجيب الله د « خاد » عمومي رئيس ، د« وطن » د ګوند عمومي منشي او د افغانستان هغه جمهور رئيس وه کوم چې د کرېملين د ماڼۍ( د شوروي اتحاد سياستوالو د ببرک کارمل پر عوض) انتصاب کړی و .( له نوموړي سره د شورويانو د ګوندي ، امنيتي او سياسي ادارې ( د افغانستان د سياست اړوند) ډېر پټ او مخفي رازونه موجود وو ، شورويان وېرېدل چې دی په کوم وخت کې هغه رازونه افشا نه کړي ؛ ځکه يې په مرګ راضي وو!
ـ ډاکتر نجيب الله د ببرک کارمل په دستور په دې معنا مړشو ؛ چې د ببرک کارمل او« کا.جې.بې. » په دستور : محمود بريالي ، جنرال
نبي عظيمي په مشرۍ ، عبدالحق او نورالحق علومي ، جنرال بابا جان ، جنرال دلاور ، عبدالرشيد دوستم ، جنرال مؤمن ، فريد مزدک ، يار محمد او د کارمل د ډلې ټپلې نورو کسانو په ډاکتر نجيب الله وسله واله کودتا وکړه !
ـ ډاکتر نجيب الله د عبدالرشيد دوستم له خوا په دې معنا سره ووژل شو چې نجيب الله غوښتل د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه په الوتکه کې ډهلي ته لاړشي او هملته له خپلې کورنۍ سره چې هغه مخکې له مخکې د راجيو ګاندي په مرستې هند ته اسولې وه او هلته اوسېدله ، له هغو سره يو ځای په هند کې ژوند وکړي ، خو عبدالرشيد دوستم يې د پرواز مخه ونيوله !
ـ نجيب الله د احمد شاه مسعود او برهان الدين رباني له خوا په دې معنا ووژل شو ، کله چې دوی د طالبانو له خوا د کابل پرېښودلو ته اړ کړای شول ؛ اسدالله سروري او جمعه اڅک( دویمه ، درېيمه رده کسان ) يې له نورو سياسي بنديانو سره پنجشېر ته بوتلل ، خو ډاکتر نجيب الله يې په کابل کې طالبانو ته ځکه پرېښود چې هغه پښتون او د لومړۍ ردې شخص وه ؛ رباني او مسعود پر دې پوهېدل چې دغه پوه او ډېر پلوی ، با استعداده پښتون لارښود دی ، که په راتلونکې کې هغه ژوندی وه اوسي نو کېدی شي چې دوی ته د سر درد شي او بيا يې په مقابل کې ځان کانديد کړي او په ټاکنو کې له دوی څخه سياسي واک تر لاسه کړي !
ـ نجيب الله د طالبانو په لاسو ( په مستقيمه توګه ) ووژل شو !
ـ نجيب الله د « آی.اس .آی » د ادارې د لوړ پوړو چارواکو په موجوديت کې په دې خاطر ووژل شو ، چې هغو ته په راتلونکې کې په افغانستان کې د سترګو اغزی ونه وه اوسي ! او نه ورنه په افغانستان کې هغسې د دنيا په کچه مشهور، فعال او خوله ور سياستوال ژوندی پاتې شوی اوسي ! چې بيا له دوی سره د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې په تورې او سپينې بحث وکړي !
ـ د ډاکتر نجيب الله ملګري او د هغه پلويان دا ټکی د هغه د مرګ اصلي لامل بولي چې : « د « آی.اس. آی » لوړ پوړو چارواکو دی ژوندی ونيوه ، د ملګرو ملتونو له ادارې څخه يې ژوندی بالاحصار ته بوته او هلته يې ورته وويل چې د ډيورند د کرښې سند لاسليک کړي ؛ خو ډاکتر نجيب الله هغه سند لاسليک نه کړ، نو هغوی په قهر شول ، ډآکتر نجيب الله يې وواهه ، په ماشيندارې ويې واژه او بيا يې د آريانا په څلور لارې کې وځړاوه !»
ـ د نجيب الله په مرګ کې د نړۍ ډېر نور زورور دولتونه او تور لاسونه هم په غېر مستقيم ډول ونډه لري !!!