
نويده خوشبو
د سولې د ټينګښت په برخه کې وروستي ګامونه هيله بخښونکي دي. کابل ته د اسلامي ګوند د مشر انجینیرګلبدین حکمتیار راتګ او له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کول د سولې د ټينګښت په برخه کې لوی زېری دی.
د سولې پر بهیرتل نیوکې کېدې؛ او داسې بریښیده چې ګنې په حکومت دننه یوشمیر چارواکي د سولې د بهیر مخالف دي خو د اسلامي ګوند پخلاېنه د دې بهیر لويه لاسته راوړنه او دعملي پرمختګ پیل دی او ټولو ته ښکاره شوه چې افغان دولت د سولې لپاره ریښتنې همکاري کوي. جوته شوه، چې د نوي حکومت هلوـ ځلو بالاخره نتیجه ورکړه او يوه مخالفه ډله وروسته له څلویښتو کلونو خبرو او هوکړې ته چمتو شوه.
دا نړیوالو ته تر ټولو ستر باور دی، چې يوه مخالفه ډله په خپل هېواد کې د سولې له بهیر سره په بین الافغاني مذاکراتو سره یوځای کیږي؟ سوله غوښتونکي افغانان، سیاسیون، ځوانان او میرمنې د سولې د بهیر سره د اسلامي حزب د مشر یوځای کیدل وستایل او په پراخه پیمانه يې هرکلی وشو، په شمال، جنوب ختیځ او لویدیځ کې دسولې په ملاتړ غونډې وشوې.
له بده مرغه، زمونږ د هېواد د ډېرو ستونزو او ناخوالو تر شا د ځینو دوه مخو سیاسیونو لاسونه دي چې ظاهرآ د سولې او امن شعارونه ورکوي خو حقیقت کې په سوله کې خپل زیان ویني! دغو مغرضو کسانو د سولې د هر پرمختګ مخه ډب کړې او د ستونزو د جوړولو او مخنیوي هڅې یې کړي دي. دا ځل هم د دې ناستو او د مخنیوي هڅې وشوې؛ خو ښه شوه چې اوس ډېری هېوادوال د خپل ولس په خېر او شر پوه شوي دي او تر ډېره د دغو کسانو په پارونکو کړنو پوهیږي.
ښکاره ده په جګړه کې حلوا نه وېشل کیږي؛ د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکيل داسې ډېر کسان شته چې اوسمهال په ښه شان او شوکت سره په لوړو پوستونو کې کار کوي او اوسمهال مشران او چارواکي دي. پروني ټوپکوال، ننني چارواکي چې د یو تنظیم او ډلې تر شا یې جنایتونه کړي نن په نېغو سترګو ځانونه ښه کسان ګڼي او نورو مخالفینو ته ګواښونه او اخطارونه ورکوي، ګمان کوي چې تاریخ او هغه تورې ورځې به د هېواد والو هېرې وي، خو داسې نه ده، ولس د سولۍ تږی دی، ژوند غواړي او ارامي غواړي.
ولس د نن ورځې لپاره پرون هېر کړی او همدې ته یې د سولۍ نوم ورکړی. تر عمومي بخښنې وروسته د هیواد هر وګړی او سیاسي مخالف په سوله ایز افغانستان کې د ژوند حق لري خو شرط دا دی چې باید د افغانستان اساسي قانون او ارزښتونو ته درناوی وکړي.
ولس لکه څنګه چې پخواني جنایتکاران د چارواکو په څېره کې منلي؛ په همدې ډول به حکمتیار هم د پخلا شوي مشر په توګه ومني. حکمتیار او ملګرو ته به یې د هوکړې له مخې قضايي مصونیت ورکړل شي، خو ډېرو پخوانیو جنایت کاروانو ته نن ورځ له هوکړې پرته قضايي مصونیت ښه غوره نومونه، لقبونه او امتیازونه ورکړل شوي دي. د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه به د اسلامي ګوند نوم د هوکړې او سولۍ له مخې لېرې شي خو د ډېرو نورو جنایتکارانو نومونه له کومې هوکړې او سولۍ پرته حذف شوي دي.
د ډېرو پخوانیو جنایتکارانو د کورنیو غړي خپلوان او دوستان په لسګونه ساتونکي، امنیتي اسانتیاوې لري او لګښتونه یې حکومت ورکوياو حزبیان به یې د هوکړې له مخې ولري. د اسلامي ګوند پخلاینه په مراتبو د هغو جنایتکارانو په پرتله ګټوره ده چې د چارواکو، مشرانو او سیاسيونو په څېره کې د ورځې حکومتيان دي او د شپې مخالفینو سره دي. د اسلامي ګوند لخوا د بندیانو خوشې کول د وسلو سپارل او د اساسي قانون منل په مراتبو د هغو لنډغرو او زورواکو څخه غوره دي؛ چې په قانون پښه ږدي،غصب، زور زیاتې کوي او د وسلو په زور په یو د قهرمان په بل د شهيد او اتل نوم ږدي او د وسلو په زور برخليکونه ټاکي.
هر هغه څوک چې مخالفینو سره د سولۍ مخالفت کوي لا تر اوسه د ولس په وینو یې تنده نه ده ماته شوې او په جنازو یې زړونه نه دي ساړه شوي! ولس باید بې تفاوته پاتې نشي له داسې پرمختګونو باید په پراخ ډول ملاتړ وکړي، خوشبینه و اوسي د دوی ملاتړ به د مخالفینو او حکومت ارادې نورې هم پیاوړې کړي او تر څنګ به یې نور مخالفین هم سولې ته وهڅيږي او د هېواد دښمن هیواد پاکستان ته به هم کلک ګوزار ورکړي چې وايي: پرته له پاکستانه افغانان سوله نشي کولې!